د دعاء ارزښت او احکام یي!

زموږ ددين اساس دعا ده،اسلام موږ ته د ډوډۍ خوړلو نه شروع تر جامو اغوستلو،ويده کېدلو او په ټولو مواردو کې ددعا ارزښت بيان کړی دی.

دعا د عبادت مغز ده ، ځکه د عبادت همدا معنا ده چي بنده د خپل رب په وړاندي د عاجزۍ سر ټیټ کړي ، په دعا کي بنده په ژبه او په زړه پر خپله کمزورئ په نهايي عاجزئ اقرار کوي او د اړتیا او احتیاج خالي لاسونه د غني ذات د مرستي او کومک په هیله پورته کوي .
همدا وجه ده چي الله تعالی  ټولو بندګانو ته حکم کړی دی چي تاسو خپل ټول حاجتونه د خپل رب څخه طلبوئ، او کوم کسان چي الله ته ځان اړ نه بولي ، د لويي او غرور له کبله د الله څخه سوال نه کوي هغو ته يې د جهنم د سختو عذابونو ګواښ او تهدید ورکړی دی .
د دعا لغوي معنا چاته غږ کول او بلل دي او په عرف کې له خدای تعالی سره راز ونياز اودهغه لوی ذات په در کې د خپل مقصد او غوښتنې وړاندې کولو ته دعا وايي او کله کله هغو کلماتو او توريو ته هم دعا ويل کيږي چې يوازې د خدای ج حمد او ثنا ولري اوطلب او سوال يا دخپل حال بيان پکې نه وي. لکه څرنګه چې رسول الله (ص)فرمايلي دي: ژباړه«تر ټولو غوره دعا زما او له ما څخه د مخکې پیغمبرانو ده او هغه دا ده چې نشته هيڅ معبود بې له الله چې وحده لا شريک دی واکمني او نړۍ دهغه په اختيار کې ده او حمد او ثنا هم هغه لره ده هغه د ژوند او مرګ ورکوونکی دی او داسې ژوندی دی چې مرګ ورلره نشته دهغه په لاس کې خير او ښيګړه ده او پر هر څيز قادر دی»

د دعاء فضيلت او اهميت:
د دعاء فضيلت په ‌ډيرو قرآني آيتونو او نبوي آحاديثو کې ثابت دی، دلته ترې په يو څو بسنه کوو:
الله تعالی فرمايي: ژباړ«او كله چې زما په هکله زما بندګان درڅخه پوښتنه وكړي (چې زه ورته نژدې يم او كه لرې) نو زه ورته نژدې يم، د سوال کوونکي سوال قبلوم، کله چې له ما څخه سوال وكړي، دوی دې زما اطاعت وکړي او په ما دې ايمان راوړي، شايد چې دوی په سمه لار روان شي.»

الله تعالى په بل ځای کې فرمايي:«او ستاسو رب وايي چې (ای زما بندګانو!) زما څخه سوال وکړئ چې زه يې درته قبوله کړم، بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت څخه تكبر كوي، ډير زر به دوزخ ته په داسې حال کې داخل شي چې ذلیله به وي.»
رسول الله ﷺ فرمايي: سوال کول (له الله څخه څه غوښتل) عبادت او بندګي ده. رواه الترمذي

په بل ځای کې رسول الله ﷺ فرمايي: يقينًا الله تعالی د حيا او كرامت درلودونكى دى، له دې حيا كوي چې كله ورته يو بنده خپل لاسونه (د سوال لپاره) اوچت كړي، چې دواړه لاسونه يې خالي نااميده وګرځوي (او هيڅ ورنه كړي). رواه الترمذي وابو داود.

په بل حديث کې رسول الله ﷺ فرمايي: څوك چې د الله څخه سوال نه كوي، الله جل جلاله پر هغه په غضب كيږي. رواه الترمذي.

دا هر څه په دې دلالت کوي چې، دعا کول او د خدای ج په دربار کې د غوښتنې او عاجزئ لاسونه لپه كول لوى عبادت، او د ډیر زیات اهمیت او فضیلت درلودونکی عمل دی.

د دعاء ګټې:
دعاء ډيرې ګټې لري چې ځيني يې په لاندې ډول دي:
1- په دعاء مشکلات او مصيبتونه زر لرې کيږي.
2- دعاء په خپل رب نيک ګمان دی چې بنده ته تر هر چا نزدې دی.
3- په دعاء کولو زړه سپکيږي او اطمینان حاصليږي.
4- دعاء د مسلمان لپاره له دښمن او شر څخه د بچ کيدلو وسله ده.
5- د عاء خيرونه راجلبوي او بلاګانې، مصيبتونه، او مرضونه دفع کوي.
6- د دعاء کولو په وخت انسان د بندګۍ احساس کوي.
7- د دعاء کولو په وخت انسان د ضعف او حاجتمندۍ احساس کوي چې رب يې په هر څه قادر دی او غوښتنې يې ور پوره کوي.
8- په دعاء کولو سره مسلمان له کبر څخه لرې کيږي.
9- په دعاء کولو سره مسلمان احساس کوي چې د الله همکاري ورسره هميشه مله ده.
10- په دعاء کولو رب العالمين خوشحاليږي او دا د هر مسلمان لويه ارزو ده.
 
د دعاء کولو اداب:
خوراک، څښاک، لباس او ګټه وټه کې د حراموڅخه ځان ساتل.
1-اخلاص کول.
2-تر دعا وړاندې څه نیک اعمال کول او دعا په وخت کې خپل نیک اعمال یادول.
3-پاک سُتره اوسېدل (نظافت مراعتول).
4-په اوداسه اوسېدل.
5-مخ پر قبله کېدل.
6-(تر دعا مخکې) لمونځ آداء کول.
7-د تشهد په شکل کښېنستل.
8-د دعا په اول او آخر کې حمد او ثناء بیانول.
9-همدارنګه (یعنې په اول او آخر کې) پر نبي کریم علیه السلام درود ویل.
10-دواړه لاسونه غځول.
11-دواړه لاسونه پورته کول.
12-دواړه لاسونه د اوږو تر برابرۍ پورې پورته کول.
13-دواړه لاسونه خلاص نیول.
14-د دعا پر وخت په ادب اوسېدل.
15-عاجزي کول.
16-د دعا پر وخت آسمان ته نه کتل.
17-د الله تعالی څخه د هغه په ذاتي او صفتي اسماؤ دعا غوښتل.
18-د انبیاء کرامو علیهم السلام په وسیله دعا غوښتل.
19-د الله تعالی د نیکو بنده ګانو په وسیله دعا کول.
20-په قصد او یقین سره دعا کول.

دعاء د قبليدلو شرطونه:
1- اخلاص: له دعاء او عمل څخه د هر شك او شبهې لرې کولو او خاص الله ﷻ ته يې ګرځولو ته اخلاص وايي، داسې چې نه پکې شرک وي، نه پکې رياء وي، نه ځان ښودنه، او نه د څه شي په مقابل کې وي، يوازې او يوازې د بنده نيت د الله ﷻ رضا وي او همدارنګه د الله ﷻ د اجر طمعه او د هغه له سزا څخه ويره وي.

2- متابعت كول: د الله ﷻ او د هغه د رسول ﷺ او صحابه وو رضوان الله عليهم پيروي کولو ته متابعت وايي، هر نيک عمل بايد خاص د الله ﷻ لپاره وي او د شريعت مطابق وي، په دعاء کې هم بايد اخلاص موجود او هم د شريعت مطابق وي، دې دواړو کې د هر يو نشتوالی د نه قبليدلو سبب ګرځي.

فضيل بن عياض رحمه الله وايي: په هر نيک عمل کې بايد اخلاص او متابعت دواړه موجود وي، که چيرې اخلا ص پکې وي د شريعت مطابق نه وي، نه قبليږي، او که د شريعت مطابق وي اخلاص پکې نه وي، هم نه قبليږي، چې تر څو پکې اخلاص او متابعت دواړه يو ځای شي، اخلاص چې خالص د الله ﷻ لپاره وي، او متابعت چې د شريعت يا سنت مطابق وي.

بې له شکه هر هغه عمل چې د الله ﷻ او د هغه د رسول ﷺ په شريعت برابر نه وي باطل او مردود دی.
3- په الله ﷻ باور او د دعاء په قبليدلو يقين: د دعاء د قبليدلو مهمترين شرط په الله ﷻ باور او يقين کول دي چې الله ﷻ به مې دعاء قبلوي، الله ﷻ په هر څه قادر او هر څه د الله ﷻ په لاس او قدرت کې دي.

بايد مسلمان په خپل رب باور ولري او پوه وي چې خيرونو او برکتونو ټولې خزانې له الله ﷻ سره دي، الله ﷻ فرمايي:ژباړه.« او (په دنيا كې) هيڅ شى نه دى مګر زموږ سره يې خزانې دي (څه كمبود پكې نه واقع كيږي) او موږ يې نه نازلوو مګر په معلومې اندازې سره..»
رسول الله ﷺ فرمايلي: الله ﷻ فرمايي: ای زما بندګانو! که ستاسو اول او اخر او ستاسو انس او جن ټول په يو لوړ ځای کې سره راټول شي او له ما څخه څه وغواړي، او زه هر يو ته خپل غوښتل شوی شی ورکړم، دا به زما له خزانو څخه هيڅ هم کم نه کړي مګر د هغې ستنې په اندازه چې په بحر کې داخله کړل شي او بيرته له ځان سره اوبه راپورته کړي. رواه مسلم.

رسول الله ﷺ فرمايلي: د الله ﷻ لاس ډک دی (خزانې يې له نعمتونو، فضل او کرم څخه ډکې دي)، د شپې او ورځې پريمانه هميشنۍ ورکړه به يې خزانې کمې نکړي، ته وګوره چې له څه وخت يې ځمکه او اسمان پيدا کړي او پريمانه ورکړه کوي او خزانې يې کمې او ختمې نه شوې. متفق عليه

نو په دې اساس مسلمان چې کله دعاء کوي بايد د دعاء په قبولیت یې يقين وي، لکه په يو حديث کې چې رسول الله ﷺ فرمايلي: تاسې الله ﷻ ته په داسې حال دعاء وکړي چې تاسې د دعاء په قبليدلو يقين وي. رواه الترمذي واحمد

4- د زړه حضور او عاجزي: د مسلمان زړه د دعاء کولو په وخت کې بايد الله ﷻ ته متوجې وي او د عاجزۍ سره دعاء وکړي، ځکه دا د دعاء د قبليدلو مهم شرط دی، په حديث کې راځې رسول الله ﷺ فرمايي: تاسې الله ﷻ ته په داسې حال کې دعاء وکړئ چې تاسې د دعاء په قبليدلو يقين وي او پوه شئ چې الله ﷻ پاک د غافل او بې پروا زړه دعاء نه قبلوي. رواه الترمذي واحمد

دا زموږ دعاء ګانې چې نه قبليږي د دغه شرط کمی هم پکې دی، ځکه موږ چې کله هم دعاء کوو نو زړونه مو متوجې نه وي، يو څو د يادو زده کړې دعاء ګانې زر زر ګردان کړو او زړونه مو بل ځای وي.

5- په دعاء کې ټينګار او جديت: مسلمان بايد په دعاء کې ټينګار وکړي چې خامخا يې بايد الله ﷻ ورکړي، په دعاء کې جدي وي او سسته پسته دعاء و نکړي، ځکه له ضعيفې دعاء څخه نبي ﷺ منعه کړي، په يو حديث شریف کې فرمايي: کله چې ستاسې يو نفر دعاء کوي نو په ټينګار او جديت او قوت سره دې دعاء وکړي او داسې دې هيڅکله نه وايي چې: ای الله! که خوښه دې وي نو رايې کړه، ځکه چې داسې څوک نشته چې پر الله ﷻ په زوره څه وکړي، بلکې هر څه په خپله خوښه کوي. متفق عليه.

6- په غم او ښادۍ دواړو حالتونو کې دعا‌ء کول: رسول الله ﷺ فرمايي: که څوک غواړي چې د سختيو او غم پر مهال يې دعا قبوله شي نو د ارامې او پراخۍ (خوشالۍ) په وخت کې دې ډيرې دعاء ګانې کوي. رواه الترمذي.

نيک بنده خپل رب په ټولو حالتونو او وختونو کې پيژني، او په ټولو حالتونو کې خپل رب ته دعاء کوي، په خوشالۍ اوخفګان کې، په تنګۍ او پراخۍ کې، په صحت او مرض کې، په فقر او غنا کې، څوک چې داسې وي نو کله چې په سختيو او مصيبونو کې راګير شي الله ﷻ به يې هم اوريدونکی، ورته نزدې، او دعاء قبلونکی او همکار وي
7-  په داسې آواز دعا کول چې د خفيه او جهر تر مينځ وي .
8-  په ګناه باندې اعتراف کول او له هغه څخه استعفار کول ، په نعمت اعتراف کول او د هغه شکر ادا کول .
9- د دعا د قبلیدو په وختونو کې او هغه ځايونو کې چې هلته دعا قبليږي .
10- په خشوع او خضوع سره دعا کول .

د دعا د قبوليت ځانګړي احوال او وختونه :
د روژتې دعا قبليږي څو پورې چې هغه روژه نه وي ماته کړې :
رسول الله ص فرمایلي دي ژباړه: د دريو کسان دعا نه رديږي – روژه دار د روژه ماتي تر وخت پورې د عادل امام او حق غوښتونکی مظلوم.

د فرض لمانځه او د قرآن د ختم وروسته:
ژباړه: د فرض لمونځ نه وروسته دعا قبليږي، د قرآنکريم د ختم وروسته دعا قبليږي .

د آذان او اقامت په مينځ:
ژباړه: د آذان او اقامت په مينځ کې دعا نه رديږي بلکی قبليږي.

په لاندې څلورو ځایونو کې:
ژباړه: په څلورو وختونو کې د اسمان دروازې پرانستل کيږي او دعا ضرور قبليږي1-د الله تعالی په لار کې د جهاد په وخت کې 2-کوم وخت چې د آسمان نه باران وريږي . 3- د اقامه صلات په وخت کې.4-د کعبې شريفې د ليدلو په وخت کې .

د شپې په آخري حصه:
ژباړه: په دری وختونو کې دعا نه رديږي يو دا چې يو سړی په داسې بيابان کې وي چې بې له الله تعالی پرته بل څوک يې نه ويني هلته هغه د الله تعالی په حضور کې ودريږي لمونځ وکړي او بيا دعا وکړي ، دوهم هغه کس چې د الله په لار کې په جهاد کې د دوښمن د فوځ په مخ کې وي او دده ملګري ميدان پريږدی تښتيدلي وي مګر هغه د دوښمنانو په مقابله کې ثابت قدم ولاړ وي ، دريم هغه کس چې د شپې په آخرې حصه کې بستره پريږدي د الله په حضور کې ودريږي دعا وکړي.
و بالله توفيق.