کومې کړنې ښې پايلې لري؛ نمایشي که بنيادي!؟

اوس مهال له کليو، بانډو او له ولايت پيل آن د هېواد په کچه د نمايشي کړنو فرهنګ دومره زور اخيستې، چې زياتره وګړي  ددغوکړنو د تاثير لاندې راغلي او بنسټيزې کړنې د دوى له ذهنه لويدلي دي.
 
د نمايشي کړنو موثريت پر بنيادي کړنو غلبه کړې، چې ډيرى خلک دا توپير هم نشي کولى، چې د هېواد او ولس په ګټه کومې کړنې مثبتې پايلې لري . د ټولنيزو شبکو په رامنځته کېدو، د نمايشي چارو ته انعکاس ورکولو فرهنګ ورځ تربلې زور واخيست او دغه فرهنګ هره ورځ د پراختيا په لوري د خلکو ترمنځ دود مومي.
 
د دغه ډول کړنو ښه بېلګه له ځینو ادارو نه فکر وکړو بيا تر ولسي ټولنو پورې يادولى شو، که دحکومتي ادارو کړنې ارزونه وشي، نو ډېری ادارې د نمايشي کړنو د ترسره کولو ټول فعاليتونه په ټولنيزو شبکو کې خپروي، چې يو لوى خنډ د ارزونې پر وړاندې دی، چې ارزونکى په آسانۍ توګه د ادارې ټولې چارې د ټولنيزو شبکو له لارې کوي، چې دلته د ادارې لاسته راوړنې او نتايج يې نشي موندلاى.
 
غوره ده، چې د نمايشي کړنو پر ځاى د محسوسو کړنو فرهنګ ته وده ورکړل شي، چې ټول ولس ورنه ګټمن او په دې لړۍ سره نوي راتلونکي نسلونه مو هم د چارو په عملي کولو کې ولس ته بې مخينې چوپړتياوې وړاندې کړي.
 
نمايشي کړنې په حقیقت کې د خلکو سترګو ته خاورې شيندل اوځان تېر ایستل دي، چې ځيني حکومتي مامورين د خپلو موقفونو د ساتلو لپاره ترسره کوي او خپلو لوړپوړو مسوولينو ته ځان ډېر چالاک او فعال ښيي، خو د عمل په ډګرکې بيا ټول ورته کسان هېڅ نه دي؛ بلکې د يو غوړه مال او محافظه کار په توګه ياديږي.
 
بنيادي، بنسټيز او محسوس فعاليتونه دا هغه څه دي، چې د ټول ولس لپاره د هوسايني، پرمختګ او اقتصادي ودې په برخه کې چټکتیا رامنځته کوي او تر ډير مهاله د پايښت او پاتې کیدو سبب ګرزي. لکه څنګه چې اوس د کړنو لپاره ژمنې ورکول يو عادت ګرزيدلى، نو د بنسټيزو کړنو د اجرا په وړاندې نمايشي چارو ځاى نېولې دى.
 
بنيادي کړنې د هېواد په جوړونه کې ستر ارزښت لرونکي وي، خو نمايشي کړنې بيا د شخص لپاره وي، چې یوازې ګټه يې يو نفر وړي او نور وګړي  د نمايشي کړنو د لېدو او خبريدو نه نور هيڅ ګټه نشي پورته کولای.
 
 دغه کړنې که همداسې دوام ولري، نو دا ويلاى شو، چې افغانستان به کلونه کلونه په همدې لومه کې بند پاتې وي او د پرمختک څرک به نه ليدل کيږي. بيابه وايو، چې زموږ جګړه ځپلى هېواد ولې د پرمختګ لوري ته ځان نباسي، چې دا غلطه خبره ده، هېواد چې د ودانېدو په لوري خوځښت نه کوي، همدا زما او ستا قصور دى، ځکه زه او ته خپل جيب ته فکر  ولرو، نو بيا د ملت او ولس څه پروا به ولرو!
 
 بس دى، نور هېوادوال د نمايشي کړنو پر خلاف دي، دوى لپاره د زړه له تله کار وشي، نور د ځانمنلو او ځان ستاینو نه  ټول هېوادوال  ستړي شوي او نه غواړي چې د ولس په سترګو خاورې ودوړول شي، بلکې د ولس سترګو لپاره  رانجي ته  اړتیا ده، چې د دردونو نه په امن کې واوسي.