روژه څنګه ونېسو  او څه پکې ترسره کړو!؟

روژه درحمتونو، مغفرتونو او د دوزخ داورڅخه دخلاصون میاشت ده، چې دغه میاشت په کال کې یوځل  په مسلمانانوفرض شوې ده. 

ددې برکتې میاشتې په وړاندې ټول مسلمانان مکلف دي، چې دخدای (ج) عبادتونه له نورو میاشتو زیات  ترسره کړي او په دې میاشت کې یوه نیکۍ  په لسو نیکیو حسابیږي، نو دلوی څښتن تعالی عبادت  ترسره کول  له نورو میاشتو څو برابره ثوابونه يې زیات دي.

روژه مسلمانانو لپاره یوه عظیمه او له برکتونو ډکه میاشت ده، چې د بنده ګانو دعاګانې پکې قبلیږي، مؤمنو مسلمانانو ته دجنت دروازې خلاصې او لوی لوی شیطانان په یاده میاشت کې تړل شوي وي .

دغه مبارکه میاشت څومره دمسلمانانو لپاره  یوه چانسي میاشت ده، چې دالهي او نبوي ارشاداتو له مخې مسلمانان وکړای شي روژه له ټولو اسلامي اصولو سره سم ونیسي او ترڅنګ يې  دالله تعالی لپاره ډیر عبادتونه ترسره، دبیوزلو او بې وسو له حال او احوال نه ځان خبر کړي.

روژه دېته نشو ویلای، چې کله پشلیمی وکړو، بیا تر ماښامه  پورې هېڅ څه ونه خورو او  ونه څکو؛ بلکې روژه دېته  وايي، چې د مسلمان  دبدن هر غړی يې  روژه وي، هغه دا چې مسلمان باید په پوره ډول په خپلې ژبې واکمن وواسي له ناوړو او ناروا خبرو، درواغ او غیبت نه ځان وساتي.

 دسترګو روژه  په دې مانا چې مسلمانان دې ناروا څیزونو ته  ونه ګوري، لکه  نامحرمو ښځو، بربنډو فلمونو او داسې نور.  دلاسونو روژه ؛ د خلکو مال ته  لاس ورنه وړل شي او دحرامو څیزونو نه  ډډه وشي. دپښو روژه ؛ حرامو ځایونو ته دتللو مخنیوي  دې وشي.

نور غړي هم شته چې یادونه  يې وخت نیسي، خو  دا هغه مهم  د انسان ظاهري غړي دي، چې ډیری کارونه  پرې   ترسره کيږي. مانا داچې  هر غړی دبدن سړی باید په کنټرول کې ولري، لکه څنګه چې په پورته کې دمسلمانانو دبدن دغړو دمخنیوي او دنه کیدو لپاره څرګندونې وشوې، نو لازم يې ګڼو چې په دغه میاشت کې دیادو غړو کارول په کوم ډول ترسره شي، چې زموږ  روژه نیول په بشپړ ډول سمه  او په اسلامي چوکاټ برابره وي.

په ژبه خلکو ته ښې خبرې، د دین او اسلام په اړه زده کړل شوې مالومات ترنورو  رسول، له درواغو، سپکواو سپورو  ویناوو، غیبت او نورو خبرو  ژبه ساتل دي.

په سترګو د خپلو ګاونډیو او بېوزلو کورنیو نه ځان خبرول، په لاسونو خلکو سره مادي مرستې کول، په پښو مزل  دجوماتونو او هغه  لوري ته ورتلل، چې دالله تعالی عبادت او داسلام په اړه خبرې  پکې کیږي.

زموږ په ګران هیواد کې ډېری بې وسې کورنۍ شتون لري، چې دانساني همدردۍ له مخې او دثوابونو دګټلو  لپاره  شتمن کسان دې ډېر کوښښ وکړي، چې دناچارو او غریبو کورنیو سره یوڅه اندازه مرستې وکړي، دخپلو مالونو او شتمنیو زکات دې همدغو کسانو ته ورکړي، چې د ژوند چاره يې پرې ښې شي.

همدارنګه  ملي سوداګر او هټیوال دې په خپلو ورځنیو سوداګریزو توکو دپېرلوپه مهال له عدل نه دې کارواخلي، دلوړو بیو څخه دې ډډه وکړي، چې دلوی څښتن تعالی رضا خپله کړي او دبېوسو وګړو ژوند څه ناڅه  پرې ښه تېر شي.

په پورته کې څرګندونه وشوه، چې یاده میاشت دخیر، برکت او دبدبختیو نه  دخلاصون  میاشت ده، نو ټول هېوادوال خپل  لاسونه  دلوی څښتن تعالی دربار ته لپه کړي، چې الله تعالې دې ددغې پرتمینې میاشتې په برکت  افغانستان کې تل پاتې سوله  او امنیت راولي او همدارنګه په نړۍ او افغانستان کې د کرونا مرګونې وبا خوره شوې، الله دې له دغو آفتونو افغانستان او نور اسلامي هېوادونه ورنه خلاصی پیدا کړي.

بس دهمدې مبارکې میاشتې په درناوي ټول هیوادوال په یوه خوله دي، چې خپل هیواد کې تل پاتې سوله غواړي، دپردیواو تاریخي دښمنانو  دلاسونو د لنډ ولو په هڅه کې دي، چې نور  ونه غواړي، زموږ په هېواد کې لاسوهنې وکړي.

ټول افغانان په ګډه دهیواد دآبادۍ، پرمختګ او ښېرازه کولو لپاره خپلې هڅې  ګړندۍ کوي، چې نور دهیواد له ګوټ ګوټ   نه ؛ شته ناورین ته دپای ټکی کېښودل شي او افغانان دنورو هېوادونو په څېر  ژوند وکړي!