د حضرت عمر (رض) لوړ شخصیت!

د حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه) خپل نوم عمر،د پلار نوم یي خطاب لقب یې فاروق، إسم کنیه یې ابو حفص ؤ. له هغه لومړنیو څلوېښت نارینۀ مسلمانانو څخه وو چې د اسلام په مبارک دین مشرف شو.

عمر فاروق رض په  غالب ګومان۵۸۶ ز کال کې په مکه مکرمه کې وزېږېد او په ۶۴۴ ز کې د نوامبر پر ۶ په مدینه منوره کې وفات شو. د حضرت محمد ص صحابې، نږدې ملګری او د اسلام مبارک دین دویم خلیفه و.

حضرت عمر رض غښتلی، قوي، جدي، نیاومن، صادق او ریښتینی انسان و. هېڅکله یې شخصي ګټو ته لومړیتوب نه ورکاوه. ملي ګټې یې پر فردي ګټو غوره ګڼلې. انصاف او غوره اخلاق يې لرل. صداقت یې خوښېده، آن که په خپل تاوان به یې هم و.

حضرت عمر (رضي الله عنه) ته د (فاروق) لقب جناب نبي کریم ﷺ ورکړی ؤ.کیسه داسي وه چې د یو یهودي او منافق پۀ خپل منځ کې شخړه او دعوه وه، دوی دواړۀ حضرت محمدﷺ ته ورغلل هغه مبارک د یهودي پۀ حق کې فیصله وکړۀ خو دغه فیصله منافق ونۀ منله او یهودي ته یې ؤویل چې راځه دا فیصله حضرت عمر (رض) ته وروړو، نو کله چې حضرت عمر (رض) ته ورغلل یهودي ټوله کسیه ورته وکړه چې حضرت محمدﷺ داسې فیصله وکړه خو دۀ ونۀ منله اوس تاته راغلي یو، کله چې حضرت عمر (رضي الله عنه) دا خبره واورېده بېرته کور ته ولاړ او خپله توره یې را ؤ وېستله او د منافق سر یې پرې او وهه او ویې ویل څوک چې د حضرت محمدﷺ فیصله نۀ مني نو د هغۀ پۀ حق کې زما دا فیصله ده، کله چې حضرت محمدﷺ خبر شو نو دۀ تۀ یې د فاروق لقب وکړ ځکه چې دۀ د حق او د باطل منځ کې فرق وکړ.

حضرت عمررضي الله عنه يو له هغو لسو صحابه کرامو څخه وو چې په دې دنیا كې ورته درسول الله صلى الله علي وسلم له لورې دجنت زيرى وركړل شوى وو .همدارنګه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دخسرتوب وياړ هم ورپه برخه شوى وو .حضرت عمر فاروق رضي الله عنه لومړنی شخص ؤ چې داميرالمؤمنين لقب وركړل شو .حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته داسلام ددوهم خليفه وياړ ورپه برخه شو.-په ډيرى احكامو كې دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه رايه له قرآنكريم سره موافقه وه لكه دښځو دپردې مسئله او داسې نور ډير مسائل.ډيرى فتوحات دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په زمانه كي وشول.

حضرت عمر (رض) د خپل خلافت په دور کې إسلام او مسلمانانو ته ډېر ستر، ستر خدمتونه وکړل، إسلامي فتوحات تر ډېرو لرې ملکونو پورې وغځېدل، د شرابو د نۀ څښلو حکم یې صادر کړ، د هجري قمري کال یې رائج کړ، په أسونو کې زکات کېښودل، د عشر اخیستل، د قاضي معاش لۀ بیت المال څخه ورکول، اول قاضي مقررول، اول مسجد فرش کول اول د ښارونو ابادول، قاضیان په ښارونو کې مقررول، د خپل رعیت لپاره د شپې پیره کول، اول دوره جوړونکی او اول جزاورکونکی په دورې سره، دفتري نظام جوړول، د جنازې د څلور تکبیره اول مؤسس، او د اسلام اول قاضي حضرت عمر (رض) وو.

د خلافت ټوله دوره یې لس کاله شپږمیاشتې او اته ورځې وه.
د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت په وخت کې د فتوحاتو لمن ډېر پراخه شوه او ډېرې سیمې د اسلامي خلافت تر قلمرو لاندي راغلې او په دي ټول قلمرو کې امن او امان، سکون او اطمينان موجود وو او لامل يې د حضرت عمر رضي الله عنه سياست، تدبير، عدل او انصاف وو.

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د اسلامي حکومت ستنې چې بنسټ يې د خاتم النبيين امام المرسلین حضرت محمد صلى الله علیه په مبارکو لاسونو ايښودل شوي وې، داسې مضبوطې کړې چې نړيدل يې ممکن نه وو او د اسلامي عدل پر بنا يې د خلافت چاري داسې تنظیم کړې چې د نړۍ هيڅ يوه نظام ورسره سيالي نشواى کولای.

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خپل خلافت په ټوله موده کې د يو ويښته په اندازه د عدالت له لارې تجاوز ونکړ.

مالدار او غريب د قومونو لويان او کشران په ټولنيز لحاظ د هغه په وړاندې يو شان وو.
شخړې او جګړې یې عادلانه حلولې. بازار یې څاره، بیې او قیمتونه یې کنټرولول. د هغو ښځو او ماشومانو احوال به يې پخپله مالوماوه چې مېړونه او پلرونه به یې د جګړو په میدان کې وو. شخصاً به یې د هغوی کور کته او اړتیاوې یې ترې پوښتلې. بیا به یې د کورنۍ یو غړی له ځان سره بيوه، هر څه به یې چې پکار وو ورته یې اخیستل. که پیسې به یې نه درلودې، هغه به یې ورکړې.

کله به چې پوسټ خونو ته لیکونه راغلل، هغه به یې د مجاهدینو تر کورنیو ورسول. د لیک پر لېږدوونکي به یې امر کاوه چې نالوستو کورنیو ته يې ولولي. کاروانونه به یې خپله څارل او ساتل، د غلو او لارنیوونکو مخه یې ډب کوله. بوډیو سره یې مرسته کوله.

د سهار او ماښام د ساده خوړو او د دوو جوړو جامو (یوه د ژمي او یوه د اوړي) تر بیې سربېره یې یو درهم هم اضافه له بیت الماله نه اخیست؛ خو بیا به یې هم ژړل، داسې نه چې د خلکو حق یې خوړولی وي یا کومه تېروتنه ترې نه وي شوې.

مال، شتمني، زر، هر څه خورا ډېر ورسره وو، خو هېڅکله یې پاملرنه نه ورته کوله او کیسه کې یې نه و. جامو، ماڼۍ، ودانۍ عمر ته ارزښت نه لاره. کور یې کوچنی او کالي یې زاړه وو؛ خو د عمر ستروالی د هغه  ښه خوی، اخلاق، مهربانۍ، نیاو، استعداد، وړتیا او خیر ښېګڼې کې وو.

عمر یو ځانګړی کس د (محمد بن مسلمه) په نامه درلود چې د حاکمانو او مسوولینو چارې یې پرې څارلې. عمر رض به تل وېرېده چې خدای مکړه حاکمان او لوړپوړي خپل صلاحیت بېځایه ونه کاروي، خپلوان او کورنۍ د خلکو پر سر آمران او خلک خوار نه کړي؛ نو ځکه یې د هغوی مالي حالت او کړنې تل څارلې.
 

بالا اخره، د اسلام د تاریخ د ځلانده ستوري حضرت عمر فاروق رض دخلافت لس کاله وتلي و چې د څلور تنو اسلام دښمنه کسانو د مرګوني پلان ښکار شو.دغه څلور کسان زردشتي هرمزان، مسیحي جفینه، یهودي کعب الاحبار او فیروزان وو چې په ابو لؤلؤ مشهور ول. ابولؤلؤ مدینه کې کار کاوه، د حضرت عمر فاروق رض د شهادت په پلان کې تر ټولو لویه ونډه د ده وه. د سهار لمانځه پر مهال چې عمر رض په محراب کې و او لمونځ یې پیلاوه، تکبیر یې چې وکړ، ابولؤلؤ په خپل لاس جوړ شوی په زهرو لړلی خنجر راوایست او عمر رض یې څو ځلي پرې وواهه. دیارلس نور کسان چې غوښتل یې دی ونیسي هم ټپیان شول. اووه کسه یې د ژور ټپ له امله مړه شول. سمدستي بل مسلمان کس پر ابولؤلؤ خپل پټو راوغوړاوه چې دستګیر یې کړي، د دې لپاره چې پلان جوړوونکي افشا نه شي تر پټو لاندې ژر زهر وڅښل او ځان یې وواژه.

عمر رض چې ټپي شوی وو یوازې یوه هیله یې لرله چې د خپلو دوو یارانو تر څنګ خښ شي. د همدې لپاره یې خپل زوی عبدالله بي بي عایشې رض ته ورولېږه چې اجازه ترې واخلي. عبدالله هلته ورغی او عایشې رض هلته د عمر رض د خښولو اجازه ورکړه. تر هغو چې عبدالله بېرته کورته راستنېده، عمر رض ډېر وارخطا و چې عایشې رض به څه ورته ویلي وي، ما به هلته خښ کړي که نه؟

عبدالله راستون شو. عمر رض خلکو ته وویل: پورته مې کړئ.
هو! هغه کس چې ځواکمن او پیاوړی و، اتل او ستر انسان و، هغه کس چې دوه اوښان یې خپله حلالول، هغه چې خلک یې د نوم په اورېدو له ورایه لړزېدل؛ نن هماغه کس له ځایه د پاڅېدو توان نه لري، څو خلک یې جګ نه کړي نه شي پاڅېدلی.

عمر رض یې جګ کړ، ویې ویل: “څه خبره ده ځواب یې څه وو؟”
عبدالله وویل: “اجازه یې راکړه”
عمر رض وویل: “الحمدلله ما ته تر دې ډېر هېڅ شی دومره ارزښت نه لري”
او له لږ وخت تیریدلو ورسته، د اسلام د تاریخ زرین ستوری،ستر خلیفه او عادل واکمن حضرت عمر فاروق رض له دې فاني نړئ د ابد په لوري ولاړ.
رضي الله تعالي عنه.