غیر متمرکز نظام د افغانانو درد نه شي درمان کولای

افغانستان په قومي او ژبني لحاظ یو ډېر ملیته او زیات ژبولرونکی هیواد دی، چې تقریبا تر ۷۰ قومونو او له ۳۰ زیاتې ژبې پکې شتون لري چې ځینې وخت همدغه توپیرونه هم د لویو دسیسو د تطبیق باعث شوي دي، فرضا کله چې د امکان په صورت کې د یو قوم یا ژبې واله شخص قدرت ته رسیږي نو په مقابل کې نور غږ پورته کوي چې دا خو د پلاني قوم غړی دی او یوازې د خپل قوم لپاره کار کوي، بیا په مخامخ طرف کې نور قومونه او ژبو واله د هماغه شخص سره حساسیت ښیي او د نورو اختلافاتو او مشکلاتو د منځته راتګ سبب کیږي.

په افغانستان کې د ۱۳۴۳ ه کال را هېسې چې کله خلق دیموکراتیک ګوند تاسیس او په دغه ګوند کې ببرک کارمل په قومي او ژبني لحاظ د دویم کس په توګه ومنل شو، ور سره د داسې غیر متمرکز نظام او یا هم په بل ډول د قومي او ژبني تعصب په بنسټ د افغانستان د وېش مفکوره را پیدا شوه چې دا مرض په ۱۳۷۱ ه کال کې کله چې د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت ړنګ شو او بیا دغه متعصبه کړۍ د مجاهدینو د ځینو ګروپونو سره یو ځای شوه او دغه رنځ ځینو تش په نوم مجاهدینو ګروپونو ته هم نقل شو چې په نتیجه کې د یو ملي او متمرکز سیاسي او اسلامي نظام مخه ونیول شوه او افغانستان تر ننه د یوې بلې ناپايه خونړۍ جګړې په لمن کې پریوت، په اوس وخت د همدغو مرض وهلو دغه مرضي دریځ دی چې د غیرمتمرکز سیاسي نظام چې په اصل کې د افغانستان د وېش او بربادۍ یو دسیسه ده، نارې اوریدل کیږي خو دا ارمان به یې هیڅکله پوره نه شي؛ په اوسمهال کې په افغانستان کې هیڅ شریف افغان هغه که د هر قوم او ژبې وي په یوه غیر متمرکز نظام باور نه لري، ځکه دوی یوازې د افغانستان په سیاسي اتحاد کې د افغانانو نیکمرغي ویني، دغو کړیو په ۲۰۰۱ کال کې چې کله په افغانستان کې د یو نوي او عصري نظام تیږه کیښودل شوه، د بن په کنفرانس کې او بیا له هغه وروسته په جوړیدونکو لویو جرګو کې دا ډول غوښتنې په مستقیم او غیر مستقیم ډول کولې خو دا چې د امریکا او نړیوالو په بې درېغه ډالرو او اشرفي جوش نوش کې غرق وو، نو ځکه د عمل په ډګر کې پر ملت باندې د دا ډول غوښتنو په منلو بریالي نه شول او اوس هم په دې هیله طرحې او پلانونه جوړوي چې ګوندې په راتلونکې کې بیا هم دوی خپل دا شوم پلانونه عملي شي، دوی په واقعیت کې هغه خلک دي چې نه جمهوریت پیژني او نه هم دیموکراسي، نه وطنپال دي او نه ملتپال، په دا څلوېښتو کالونو کې یې جمهوریت او دیموکراسي په شرمونو وشرمول او نور جمهوریت او دیموکراسي له دوی فنا غواړي.

دا نن سبا کې چې د سولې خبرې تودې شوي بیا هم دوی په خپلو پلانونو او طرحو کې د داسې یو غیر متمرکز نظام د اډانې خبرې کوي کوم چې له وړاندې د افغانانو له جدي غبرګون سره مخ شوي دي، په افغان دولت کې د ننه او بهر اکثرو سیاسي ګوندونو او کسانو او همدارنګه طالبانو د دې غیر متمرکز نظام د انفاذ تردید کړی او ویلي دي چې هیڅکله به د تجزیو او وېش دسیسې په افغانستان کې ونه منل شي، د غیرمتمرکز نظام او یا هم داسې نظام چې هم په کې ولسمشر او هم لومړۍ وزیر دواړه د حکومت په راس کې وي او افغانان د په ځانګړو بېلو بېلو حوزو وویشي په واقعیت کې د دوه سري حکومت او د اختلافاتو یو ناروا اړیکه ده چې حتما به هېواد د بحران او مشکلاتو سره مخامخ کړي، په افغانستان کې د غیرمتمرکز فیدرالي نظام د راتلو وخت هغه زمان حقیقت موندلی شي چې کله افغاني ټولنه په فوق العاده صورت باندې په ذهني او شعوري لحاظ پرمختګ وکړي او په دې مملکت کې د سمت، قوم او ژبې په لحاظ یو بل ونه انګیري بلکې ټول افغان ځانونه یو افغان او یو وجود وګڼي، ښوونه او روزنه عامه شي او د خلکو زړونه د ضد، درد او کینې څخه خالي شي.

په پای کې ویلی شو چې افغانان غیرمتمرکز نظام نه مني، په افغانستان کې باید متمرکز ریاستي نظام چې فوق العاده صلاحیتونه او واکونه ولري د ډېر وخت لپاره پاتې شي، تر څو افغانان ځانونه یو بل لکه یو وجود حس کړي او دغه وروڼه قومونه چې وروستیو ناوړه حالاتو یو له بله یو څه لرې کړي بېرته سره یو موټی کړي.