د ګربت غره ته د چاپېریال ساتنې له اړخه ورپېښ ګواښونه

د ګربت غر چې د وردګو ولایت په منځ کې دری اړخیز یا هرمي بڼه ده ؛چې د همدې ولایت دری ګوني ولسوالۍ پدې ترتيب منځ ته راوړې دي چې ختیخ لورته یې د سیداباد ولسوالي ،شمال ته چک ولسوالي او لوېديځ ته یې د جغتو ولسوالۍ درې پرتې دي چې له غزني ښار څخه تر شيخ اباد سیمې او له هغه خایه د مسجد تر درې خپله هسکه څېره را ښيې.
 
دا غر چې ممکن تر څلورزرو مترو لوړوالی ولري، دا لوړوالی د دې لامل شوی دی چې په خپل غېږه کې پرېمانه واورې د خپل لوړوالي او یخوالي له امله وساتي ،د پراخه ورشوګانو او اقتصادي ارزښت له مخې ۱/۳ د وردګو ولایت وګړي د همدې غره په لمنو کې پراته چې د ژوند زیاتره چارې لکه ګرګري ،بڼوالي ،مالداري ،انرژي او کلیوال صنعت د همدې غره د شته بډاینو څخه پر مخ وړي او پر دې برسېره د کابل او هلمند اوبیزو حوزو ته هم اوبه ورکوي.
 
خو بدمرغه چې د طبیعت پراخه شتنمي پدې ورستیو کې هسې تازه پاتې نه ده ؛ چې طبعي او انساني لاملونه د دې لامل شوي دي چې ډېر ایکوسیستمونه او طبعي ښکلاګانې له منځه لاړې شي ،بیابانونه رامنځ ته شي ، هغه خاورې چې د څو کلونو په نتیجه کې منځ ته راغلې دي؛د بوټو او ونو د نشتون له مخې د سیند بسترونو ته لار ومومي چې د بسترونو رسوباتو سربېره د زیاتو زیانونو لامل هم کیږي . ۱-طبعي لاملونه:
ا-نړیواله تودخه : دا دې اقلیمي بدلون پدې سیمه تر تولو بد اغېز پرېیښی دی ؛د واورې هغه انبارونه چې د چنګاښ په میاشت کې یې د دې غره څخه د غزېدلو سیندکیو ته پرېمانه اوبه ورکولې خو بده مرغه چې اوس په غوایې میاشت کې د واورې انبارونه د هوا د تودوالي له مخې په بشپړ ډول وېلې کیږي.
 
۲-کم اورښت: په همدې جغرافیایي موقیعت کې د اورښت اندازه او د اورښتنونو د اورېدو تکرارېدل ډېر کم شوي دي چې د لوړوالي له مخې به د کال زیاتره وخت واوره وه که څه هم زموږ د هېواد د اورښت کلنی اوسط ۲۵۰ ملي متره دی خو دا اوسط په غرنیو سیمو کې څه زیات دی چې لامل یې هم اوروګرافیکي اورښتونه دي خو پداسې حال کې چې دا ډول اورښتونه بیخي کم شوي دي چې دا به په همدې ساحو کې د لنده بل نشتون وي.
 
۳- سیلابونه:
دا چې په غرنیو سیمو کې ډېر کم اورښت د دې لامل کیږي ،چې سیلابونه وبهوي او ترټولو بده دا چې د غرونو څخه ونې او بوټي لېرې شوي دي ،کوم چې د خاورې ساتنې لامل کیږي ،پردې برسېره رسوبي مواد چې د دې ونو په ريښو کې پاتې کیږي ؛په طبعي ډول د دې بوټو د ودې لپاره ښه کمپوست کېدای شي چې دا ټول پرته له کوم چاڼ څخه د سیند بستر ته ورتویږي.
 
۴- بې وخته د هوا تغیر:
د هوا تغیر یو له هغو عواملو څخه دی چې بې وخته پر دې سیمه د ږلۍ واوریږي یا هم هوا دومره سړه شي چې په ناڅاپي ډول هوا تر دې اندازې سړه شي چې د بوټو حاصل له منځه یوسي کوم چې هم د طبعي او هم له اقتصادي اړخه زیات بد اغیز پرېباسي.
 
د جهیلونو د منځه تلل:
دا چې د ګربت د غره په منځ کې د پرښو پرسر سوې مرغې مېنې ته څېرمه ساحه کې  دا شواهد په ډاګه کوي ، دلته له پخوا څخه جهیل یا بند موجود و،چې د کوم طبعي لامل له مخې دا جهیلونه چې د میانه کوه پرلاره د پرښو په دره کې یې د سیند غاړې تخریب کړې دي له منځ څخه تللی دی .اوس که چېرته په همدې ځای کې چک ډېم یا بند جوړ کړل شي دا به له خاورې سره مرسته وکړي چې هغه رسوبات چې اوس پرې چمن شین زرغون شوی دی پخپل شکل وساتل شي ،له بلې خوا به طبعي میراث هم خوندي شي ، د مرغانو او ژوو لپاره به هم ښه پناځای وګرځي.
 
پر دې برسېره یو شمېر انساني عوامل هم دلته د ژوند د چاپېریال ښوالی له منځه وړی دی چې په لاندې څو کرښو کې به ورته اشاره وکړو.
 
۱- پایدارې یا د ژوند د چاپېریال نه تخریبونکي انرژۍ نشتون:
په همدې سیمه کې د انرژۍ د پایدارې سرچینې د نشتون له امله کوم چې د تودخې او خوړو تیارولو لپاره لګول کیږي غرني بوټي دي چې ورو ورو یې لمن ور ټولیږي او د ورکې په حالت کې دي، که چېرته د دې مخنیوي لپاره اړین اقدام ونشي دا بوټي به تر لسو کلونو پورې له منځه لاړ شي.
 
۲- د بوټو بې قانونه او غیر فني سوداګري:
ځینې بوټي د خپل ارزښت له مخې د بېلګې په ډول یارلنګ او خوږه کۍ (شرین بویه )  ځانګړی ارزښت لري ،په ښارونو کې ښه لوړه بیه لري ، د سیمې خلک پرته له دې چې دا بوټي د راتلونکي نسل لپاره د یو امانت په توګه پرېږدي؛ له یوې مخې له منځه وړي.
 
۳- څړځایونو څخه زیاته او غیر معیاري ګټه اخستنه:
که څه هم څړځایونه د دې لپاره موکه رامنځ ته کوي چې د کورنیو ژوو د ساتنې لپاره لا ښه فرصتونه رامنځ ته کړي خو د دې لپاره چې دا څړځایونه شنه او پخپل حال پاتې شي، باید د څړځایونو څخه د ګټې اخستنې لپاره د معیار مطابق استفاده وشي.
 
۴-د بوټو راټولونه په غیر معیاري بڼه:
همداشان د دې غره څخه چې کله بوټي د سون او د ژوو د تغذي په خاطر ورڅخه غیر معیاري ګټه اخستل کیږي چې په راتلونکو کالونو کې که پدې بڼه دوام وکړي دا بوټو رنګینه نړۍ به په بیابان بدله او د سیمې ګڼ شمېر بوټي به مو له لاسه ورکړي وي چې پدې اړوند سیمه ایز مشرانو،دیني عالمانو ، قومي مخورو او نورو ته په کار ده چې د ټولنې سره پدې اړوند کار وکړي چې تر څو د دې بوټو نسل ژوندی پاتې شي.
 
۵- وګړیو ډېرېدل  او په غیر معیاري بڼه د هستوګنځایوپراختیا:
څرنګه چې د نفوس ډېرېدل په نړیواله کچه یو ګواښ بلل کیږي خو د سیمې په کچه دا خطر هم محسوس کیږي، پرته له پلانه د هستوګن ځایونو پراختیا هغه څه دي، چې د پراختیا په چارو کې د چاپېریال ساتنې اصول تر پښو لاندې شي ، کرنیز ځمکې چې یو وخت به یې په پرېمانه کچه زراعتي توکي ترې په لاس راتلل ،اوس پداسې حال کې په هستوګنځایونو بدلې شوې دي چې نفوس هم ورسره مستقیما متناسب د چټکټیا په حال کې دی.
 
۶- د  ژوو او مرغانو له حده زیات ښکار:
همداشان دې نورو طبعي او انساني ګواښونو تر څنګ یو بل ګواښ چې دې غرونو چاپېریال ته ورپېښ دی هغه ښکار دی ،چې ډېری ژوي او مرغان یې د انقراض یا د ورکې تر حده رسولي دي او یو شمېر یې ورک شوي هم دي چې د یو شمېر یې سیمه ایز نومونه په لاندې ډول بیان شوي دي .
ورک شوي او ورکېدونکي ژوي  او مرغان:
پړانګ ، غرڅه ،لېوه،کیدړه، غرني سویان ، یږه ،غرني چرګان ، زرکان ، مړزان او نور دي
ورک شوي او ورکېدونکي بوټي:
ګوند، مخۍ ، کج ، یارلنګ ،خوږکۍ یا شرین بویه ،کاروان کوش او نور دي.   
ورک شوي او ورکېدونکي ونې:
غنځه،  ښوون، غړشتی، سپوروونی، هډی، برغنه، ښېروه، خوږکۍ سرۍ،اوبي سرۍ، وچ کیسک، نانګه او نور دي.
حل لارې:

  • د هرې طبعي سرچینې څخه د معیاراتو مطابق ګټه اخستل.
  • د هر ډول ښکار بندول
  • د معیارنو سره په سمون د اوبیزو ذخیرو رغول او ودانول.
  • د ونو او بوټو اصلاح د سیمې د شرایطو ته په کتو پراختیا ورکول او معیاري ګټه اخستنه.
  • هستوګنځایونو هر اړخیز معیاري رغول.
  •