طالبان د استانبول کنفرانس کې ګډون نه کوي، ولې؟

طالبانو څه د پاسه یو کال مخکې د امریکا سره د دوحې تاریخي تړون لاسلیک کړ، په دې تړون کې یو دا مهمه خبره شوې چې امریکايي عسکر به د ۲۰۲۱ کال د می پورې له افغانستانه وځي، دواړه خواوو طالب او امریکا سره اوربند وکړ، خو د افغان دولت او طالبانو تر منځ جګړه روانه وه، طالبان منتظر دي چې امریکا به د دوحې تړون مطابق له افغان خاورې ووځي، خو امریکا دومره ویلي چې د می تر لومړۍ نیټې ممکن دوی له افغان خاورې ونه وزي، چې دې سره به امریکا د دوحې تړون په فوق العاده ډول نقض شي چې په دې توګه به نه یوازې پر امریکایي عسکرو حملې پیل شي، بلکې په زیات احتمال به طالبان نور د سولې مذاکراتو تماسونه د امریکا او افغان دولت سره وشلوي.

د طالبانو له خوا د استانبول په کنفرانس کې نه ګډون هم د دوحې توافق سره تړلی، که چېرته د دوحې تړون له منځه ځي نو بیا د استانبول په غونډه کې طالبانو ته ګډون کول بې مانا دي، ځکه چې امریکایان په استانبول کې طالبانو ته ممکن یو نوی پروګرام وړاندې کړي چې په زیات یقین طالبان به یې ونه مني، ځکه طالبانو چې په کومه هیله د دوحې تړون لاسلیک کړی ممکن په استانبول کې ورته سل فیصده مثبت ځواب ونه ویل شي، بله کیسه دا ده چې طالبانو ویلي چې د افغانستان د اوسنۍ تنزعې یوازینی حل د دوحې د تړون بشپړ عملي کیدل دي، نه د نورو برنامو او غونډو جوړول.

بل دا چې که چېرته امریکایي عسکر له افغانستانه ووزي نو په دې صورت کې بیا د افغان لانجې عاجلانه حل ممکن نه دی او طبیعي ده چې مذاکرات به اوږده او پیچیده وي چې دې حالت کې به طالبان جګړه کوي او ممکن د افغان دولت لپاره ستر مشکلات ایجاد کړي، داسې اټکلونه هم شته چې طالبان به ډېرې ځمکې له افغان حکومت څخه ونیسي چې دا به بیا هم په معنوي لحاظ د امریکا لپاره ماتې وي، نو ځکه اوس امریکا په دوو کې بند ده، یو دا چې که چېرته امریکا له افغانستانه وزي بیا هم کمزورې ګڼل کیږي او دویم دا که چېرته امریکا نه ووزي بیا هم د دوحې تړون نقض او هم د سولې شته فرصت ضایع کیږي، دا چې په دې لنډ بنډ وخت کې به امریکا کوم لوری وټاکي تر اوسه دقیق معلومات نشته.

په پای کې ویلی شو، چې طالبان به د استانبول په کنفرانس کې تر هغه وخت ګډون نه کوي چې تر څو د دوحې تړون ټول شرایېط امریکا تطبیق کړي نه وي او که احیانا دغه تړون ماتیږي نو د طالبانو په فکر د سولې نورې ناستې او غونډې کومه ځانګړې نتیجه نه ورکوي او باید وخت پرې ضایع نه شي؛ د امریکا او افغان دولت سره جنګ کول او یا نه کول د طالبانو په نظامي ځواک پورې ارتباط لري، که چېرته یې نظامي ځواک د جګړې لاره غوره کوي، نو په قطر کې د سولې د مذاکراتي پلاوي غړي چې اکثریت یې د طالبانو د سیاسي مشرتابه کسان او عضو دي، نه شي کولای چې په یوازې سر نور مذاکرات مخته یوسي او نه هم د خپل طالب له مټه د جنګ وسله ښکته کولاشي، نو امریکا ته په کار ده چې په ډېر فکر سره مخته ولاړه شي او د مذاکراتو په بهیر کې په قطر کې د طالبانو په سیاسي مشرانو له مختلفو طریقو بې درېغه فشارونه را نه وړي، ځکه چې د ګټې پر ځای به تاوان پېښ شي.