په خوست کې امريکايي ځواکونو يو خبريال نيولی

 په خوست کې افغان خبريال اوس هم د امريکايي ځواکونو د زندان تورو تمبو شاته بې برخليکه شپې ورځې تېروي.په دې ولايت کې د يوې سيمه ييزې راډيو خبريال او د ديني خپرونو مسول حميدالله ترابي چې نږدې شل ورځې مخکې امريکايي ځواکونو له خپل کور څخه د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د شپې پر مهال بيولى دى، اوس هم د دوى په بند کې دى.
د ولس غږ راډيو رئيس امان الله حقمل خبري رسنيو ته وويل، چې د ښاغلي ترابي په اړه يې د خوست له والي عبدالجبارنعيمي او دغه راز له نورو لوړ پوړو ځايي چارواکيو سره خبرې کړي،خو تر اوسه کومې مرجع ورته د نوموړي د خلاصون په اړه څه ندي ويلي.
حميدالله ترابي شاوخوا شپږ کاله له ولس غږ راډيو سره دخبريال اود ديني خپرونو مسول په حيث کار کاوه او دغه راز يې له پوهنې رياست سره  د ښوونکي په توګه دنده تر سره کوله، چې نږدې شل ورځې مخکې امريکايي له خپل کور څخه ونيوه.
تر اوسه د نوموړي د نيونې په اړه په خوست کې افغان او امريکايي ځواکونو څه ندي ويلي او نه هم يې هم د نوموړي د نيونې لامل په ډاګه کړى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې په خوست کې د تېرو دوو کلونو راهيسې امريکايي ځواکونو د افغان خبريالانو په نيونه لاس پورې کړى، چې په ترڅ کې يې تر اوسه درې خبريالان امريکايي ځواکونو د پوښتنو ګرويږنو لپاره بيولي.
تر دې وړاندې امريکايي ځواکونو په خوست کې د کليد او سلام وطندار راډيوګانو خبريالان او د ميډيا سنټر غړي  نوراجان بهير او مالي خان يعقوبي د شپو پر مهال په بېلابېلو وختونوکې له خپلو کورونو څخه د عملياتو په ترڅ کې ونيول او تر دوو ورځو لپاره يې له ځان ساتلى و.
دغه دواړه خبريالان په سيمه کې د ژورنالېستانو د کلک غبرګون او د سيمه ييزو چارواکيو په هلو ځلو ډېر ژر د امريکايي ځواکونو له زندان څخه راخوشي شول، خو ولس غږ راډيو د خبريال او د ديني خپرونو مسول حميدالله ترابي د نيونې په اړه نه هم تر اوسه خبريالانو کوم غبرګون ښودلى او نه هم چارواکيو کوم اقدام کړى دى.