کرنه د خوراکي او مصرفي توکو د تولید هغه ستره سرچینه ده، چې پر مټ يې انساني او حیواني قوې ته د غذايي موادو د تولید ترڅنګ د ژوندانه لپاره ډيری نور پروسس شوي توکي هم ترلاسه کيږي، کرنه د ژوند او چاپیریال لپاره د بنسټیزې سرچینې په نوم پیژندل کیږي، چې شتون يې د ژوند د پیل او دوام او نه شتون يې بیا د ژوند د پای په مانا دی.
پرمختللي هېوادونه له دې سببه اقتصادي ځان بسیاینې ته رسیدلي چې د طبیعي زیرمو په مدیریت او د نوې کرنې په رواجولو یې تمرکز کړی، له همدې امله دوی ژوند کوي، نه دا چې ژوند پر اوږو بار وړي، وروسته پاتې هېوادونه چې نه يې له طبیعي زیرمو سالمه ګټه پورته کړې او نه يې کرنې ته بدلون او پراختیا ورکړې، همدا يې په چاپیریال کې د هر ډول ناوړه ناورینونو د پیښیدو سبب ګڼل شو.
چاپیریال د فزیکي او بیولوژیکي محیطونو مجموعې ته وايي، په بیولوژیکي محیط کې ټول ژوندي او په فزیکي محیط کې ټول غیر ژوندي موجودات شاملیږي، نباتات د خپل ژوند لپاره ټولو فزیکي سرچینو او ژوندي موجودات بیا د ژوند کولو لپاره نباتاتو ته اړتیا لري، له همدې تعریف معلومه شوه چې کرنه د ژوند او چاپیریال لپاره لومړیتوب لرونکې اړتیا ده.
نباتات کوم چې د کرنې لومړی پیل دی، د غذايي توکو د تولید ترڅنګ په ټولنه کې د ساتنې ډيرې مهمې دندې سرته رسوي، کوم چې د چاپیریال ساتنې لپاره ډیرې اړینې دي، نباتات خاوره پوښي، دغې دندې يې د خاورې د تخریب ترڅنګ د هوا د ککړتیاوو مخه نېولې ده، که چیرې د ځمکې پر مخ نباتي پوښ نه وای، نو د بادونو په وسیله به په هوا کې د خاورې کتله اعظمي حد ته رسیدلې وای، چې دغې چارې به د ځمکې پر مخ له ډيرو ګڼو ننګونو سره مخ کړی او په سلګونو کالونو شاته بېولی وای، نباتي پوښښ دا چې د خاورې د بادي تحریب مخه نیسي، په یو وخت کې د اوبو په واسطه د خاورې د تخریب او سیلابونو د مخنیوي بله ستره دنده هم سرته رسوي، دوی د خپلو ریښو پر مټ خاوره په خپل ځان کې ټینګه ساتلې،د خپلو ښاخونو، پاڼو او تنو پر مټ د اورښتونو چټکتیا راکموي، واورې د خپل سیوري له برکته په یو وار ویلی کیدو ته نه پریږي، همدغه کړنې يې اوبو د ساتنې، د سیلابونو په مخنیوي او د اوبو د دوامدره پاتې کیدو سبب ګرځي.
نباتات هوا ته د پورته شوي ګرد، غبار او کاربن ډای اکسایډ د جذب او د اکسیجن د تولید دنده پر غاړه لري، کوم چې د چاپیریال ساتنې له اړین دي، د وچکالیو د رامنځته کیدو مخنیوی کوي، د ناروغیو مخه نیسي، د ځمکې کره له ګرمیدو ژغوري، د وحشي ژویو لپاره د اوسیدو مناسب ځای يې ګڼلی شو، نباتات د ایکوسیستمونو د تلپاتې توب لپاره بنسټيز ارزښت لري او اقلیمي بدلونونو مخنیوی کوي.
کرنه د ژوند چاپیریال ته ښکلا وربښي، هغه سیمې چې په ونو او بوټو پوښل شوي، په ډیره کچه ورڅخه د سیاحت لپاره کار اخیستل کیږي، ځکه چې په دې ډول چاپیریالونو کې هوا پاکه او طبعیت منظم وي، ذهن ته سکون او ارام وربښي، له همدغو کرنیزو سیاحتي سیمو څخه هر کال په لوړه کچه عاید هم تر لاسه کيږي، کوم چې د ملي اقتصاد په لوړولو کې رغنده رول لوبوي.
لکه څرنګه چې مخکې یادونه ورته وشوه، کرنه د اوسنۍ نړۍ ګڼ نفوس لپاره د خوراکي توکو د تولید ترڅنګ د صنعتي پراختیا لپاره د خامو د تولید تر ټولو ستره سرچینه ګڼل کیږي، کوم چې په چاپیریال کې د نفوسو د ژوندي پاتې کیدو لپاره لویه اړتیا ده، که په چاپیریال کې د شته توکو د منشاء په اړه فکر وکړو، نو دا به راته معلومه شي چې د اکثریت توکو منشاء کرنه ده.
که په کرنه د چاپیریال ساتنې ډاډمنتوب لنډیز کړو نو وایو چې: (( کرنه ژوند ته پایښت او دوام ورکوي، چاپیریال ساتي، د ژوندیو موجوداتو لپاره غذا او د صنعت لپاره خام مواد تولیدوي، چاپیریال له ناوړه ناورینونو څخه ژغوري، د ایکوسیستمونو پایښت تنظیموي، د سرچینو د دوام سبب کيږي، د اقتصاد د لوړوالي سبب ګرځي، کاري فرصتونه رامنځته کوي، د ژوند روغتیا ډاډمنوي او په ټوله کې ژوند ژغوري، له دې ټولو معلومیږي چې کرنه د ژوند کولو اساسي او لومړنۍ برخه ده، همدې ټولو ارزښتونو ته په پام سره اړینه ده، تر چې د نورو کسبونو پر ځای د نوې کرنې پراختیا ته ډير پام وشي، ترڅو د خپل اقتصاد د لوړولو ترڅنګ چاپیریال له هر ډول ننګونو خوندي شي.
خوندي چاپیریال او کرنیزه پراختیا د هرې برخې ستونزو او ناخوالو ته د پای ټکی ایښودلی شي، راځئ چې له خپلو شته زیرمو او فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره نوې کرنې ته مخه کړو، له یو لورې به مو اقتصاد پر پښو ودریږي او له بلې خوا به مو خپل چاپیریال ساتلی او ژغورلی وي.
وروستي