سریزه: دا چی د سږ کال آخری موسم ژمی په خاصیدو دي، او یو بل نوی کال راتلوته هرڅوک هوسېږي او خوشالېږي، ترټولو ښکلی، دګلانو ډک، شین، سمسوراو امید بخښونکی راتلونکی ته د پسرلی موسم دی چي په دی موسم کی د طبیعت خپل دوراني خوځښت کامل وي نو ونی، بوتی او ګلان بیرته ژوندی کېږی، بزګران او بنګر د ښه ژوند لپاره هڅي کړندی کوی تر څو ځپل حاصلات اومیویی دیری ترلاسه کړی اوهمداسی د نوی کال په لمړی ورځ کښي ځيني داسی دودنه او دستورونه هم شته، چي په ښارنو او کلی بانډو کښي لمانځی کیږي په لنډه توګه ورته ګتنه کوم په دی هکله یوه مصری درته وړاندی کوم. پسرلی راغی ونې شنی شوې ------ زما د زړه ونې خزان وهلې دینه
نوی کال: لمړی ترهرڅه د(۱۴۰۰) نوي هجری شمسي کال د رارسیدو له امله دوستانو، درنوملګرو، په بهراو کورکی دننه ګران افغانستان کی ټولو محترمو هیوادوالو ته د زړه له کومی مبارکی او نیکی هیلی وړاندی کوم، او د څښتن تعاله له لوی درباره ځخه وټولو درنوهیوادوالو ته په نوی هجری شمسی کال کی د ښه ژوند، صحت سلامتیا، اتفاق، اتحاد او یووالی هیله او آرزو لرم، د ټولو هیودوالو لپاره نوی کال په افغانستان کی د سولی او امنیت نه ډک کال غواړم. نوروز، نوی کال، نوی ورځ او نوی پسر لئ د افغا نستان په لرغوني تاریخ کي د ډیرو پخوانیو وختونونه زمونږ په هیواد کي رواج درلودي او تر ننه پوري دا ورځ دیوی ملی، عنعنوی، کلتوري او دودو یزی میلی په بڼه په شاندارو رسمی او غیر رسمي بڼه لما نځل کیږي. د نوروز په راتلو سره د ژمي د فصل او موسم اخرني ورځ پای ته رسیږي او د پسر لئ نوي فصل او موسم د ګلانو په غوړیدلو سره د بلبل د چڼو هارو آواز د زمزمي په شکل د نسترن ، نرګس، لاله او دګلاب د ګل خپله زړه بخښونکي خو شبویه د چا پیریال رنګ ته د ښایئست سمسورتیا ورکوي. غرونه، دښتي ، شاړي ځمکي، تپې او درې د ښائیستوب داسی جامی اغوندي چه د هرانسا ن روحی او فکری ژوند ته د نوی فکراو نوی خیال هیلی او پیغام وربخشي.
نوروز د یوه ښکلي طبیعیت د خوشالی هغه وسیله ده، چه په کال کي یوه ورځ را ښکاره شي او د راتلونکي هوسا او خوږ ژوند په زړه پوري الهام پکښي نغښتي وي. د نوروز یا نوی کال دا پرتمینه ورځ د نړي په ګوټ ګوټ کی په مختلفو ډولونو سره د اسلامي هیوادو د خلکو لکه ترکیه، ایران، تا جکستان، ازبکستان، آذربایجان، ترکمنستان، افغانستان، قذاقستان، تاتارستان، قرغزستان، کوردستان او ځینو نورو هیوادونو کی د یو ی خاصي او ځانګړۍ ورځی په توګه د خلکو له خواه په پرتمین ډول سره لما نځل کیږي او پخواني تا ریخي، او کلتوري سلسلی لري. هرهیواد دا ورځ د خپلو خلکو د لرغوني تاریخ پر بنسټ د خپل محیط او چاپیریال پر ماحول په جلا جلا ډول سره لمانځي چه د لمانځني مراسم یی یواو بل ته ورته نه دي.
په ګران هیواد افغانستان کی دا ورځ هم خپلي تا ریخي ریښې لري، نوروز یا پسرلي زمونږ په هیواد کي د مختلفو قومونو او ملتونو په منځ کی په بیلا بیلو مراسمو سره لمانځل کیږي. دهیواد په جنوبي، غربي او شرقي برخو کي لکه هلمند، کندهار، فراه، نیمروز، زابل، اروزګان، ننګرهار، لغمان، کنړ، پکتیا ، میدان وردک اوغزني ولایتونو او سیمو کي دا ورځ د دولتي چارواکو اوعادی وګړو لخواه د نوي پسرلي یا د بزګر(دهقان) د ورځی په نامه یادِيږي.د ځمکو خاوندان، کروند ګراو بزګران د ولایتي چارواکو څخه کیماوی کود، سره، اصلاح شوی تخمونه، میوه لړونکی او بی میوي نیالګي، د ځمکي د کرني او نباتي تولیداتو لپاره ډول ډول دواوي ترلاسه کوي. بزګران په دغه ورځ خپل تندرسته تکړه روزل شوی څاروي د ننداري لپاره د ولایت مرکز ته راولي تر څو د چارواکو او نورو بزګرو د توجه او ښه تشویق سبب وګرځي د هیواد په شمالي او مرکزي برخو کي دا ورځ د نوروزپه لمړی ورځ کی په ښارونو کې دی سمنګ سربیره،(هفت سین)اووسین په برابرول سره هرڅوک خپل دسترخوانو رنګین کوی او اووه ډوله وچه مېوه خیشتولو سره لمانځل کېږی خو کلیو کې هم ځینې ورته دودونه ترسره کېدل. دوی به د نوي کال په ورځ سابه او خدای او وس نور ډول ډول خواړه پخول چې د کال تر اخره یې دا نعمتونه او خواړه خدای په نصیب کړی برابر کېږي. یو دود دا هم و چې د نوي کال په ورځ به نجونو سپېلني او بدراو لوګی کول، چې ټول کال یا د کال تر پایه له هر ډول بلاګانو په امن وي. دوی داسې ګڼله چې د کال تر پایه بیا هلته بلاګانې نه راځي.
د هغو بلاګانو خو په سپېلني او بدراو مخنیوی کېدای شوای، خو اوس د قتل او ترهېګریو بلاګانو مو پر سیمه داسې تیاره خوره کړې چې د سپېلني لوګی یې مخه نه شي نیولی.
د دی منطقی خلک بیا په نورو ملی لوبو او تماشو سره دا ورځ د خوشالي او نیک مرغي په فضا کي په عنعنوي او دودویزو توګه د ځانګړو مراسمو او پروګرامونو په درشل کي لمانځي او په ډیرو درنو او شاندارو مراسمو سره د دی ورځی درناوی کوي. په دی ولا یتونوکی د وزلوبي (بزکشی) نیزه غِور ځول او پهلواني لوبي هم د خلکوپه منځ کی ځانګړي ځای لري چه د لیدلو او ننداری وړتیا لري.
پسرلی د نوي کال او نوي ژوند د پیل کیدوکې دو زیری راوړي. د پسرلي راتلو ته هرڅوک په خپل وارسره هوسېږي او خوشالېږي. په موسمونو کې تر ټولو ښکلی او په زړه پورې موسم پسرلی دی چې ځان سره نوې هیلې، امیدونه او ښه بدلونونه راوړي، د کارو کسب، ښکلا، ځلا، ګل او بلبل سره تړلی موسم دی همدا راز بوټي ، ونی ته د بیا ژوندی کولوهیله بخښی، خلک د آبادۍ، سوکالۍ، کاراو ژوند په لور وربولي، کله چې د ژمي سړې، اوږدې شپې تېرې شي، نو ایله خلک له بندو خونو د باندې تازه هوا کې د خوښۍ اوښکلی راتلونکی په امید ساه واخلي.د ډول ډول مرغانو د اوازونو او د بیلابیلو ګلونو د نندارو څخه خوند اخلي. ونې بوټي او چمنونه زرغون شي، هر چېرې د طبیعت ښکلا او ځلا تر سترګو کېږي.
لوی او بښونکی الله تعالی پر خپلو بندګانو څومره ډیرنعمتونه او ښکلاګانې لورولي دي خو له بده مرغه چې ځینې سر زوري بیا د خدای د نعمتونو ناشکري کوي او په لوی لاس دغه ښایستونه بدرنګوي، پر ځمکه فساد خوروي او د خدای نازولی بندګان د ویراوغم په ټغرکینوی . نه یې په ځان، او نه یې په نورو زړه سوځي، په سترګو یې اربې وراوښتې، له لارې ښویېدلی، او د چا خبره نېکۍ ته یې ملا ماته، په بدۍ پسې نغارې وهي. موږ ته په کار ده چې د الله تعالی د هر راکړي شوی نعمتونو شکر په خپل وخت کي ادا کړو، خپل هېواد او ټولنه پخپلو مټو، زیاراو کوښښ لکه نورو هیوادنو په شان نوره هم رنګینه او بډایه کړو.میوه کړونکی ونې، بئ میوه وني، بوټي او ګلان وکرو، د خپلو خلکو او خپلو ځانونو لپاره دا وطن اباد او سمسورکړو. د دوړو، ګردونو او باروتو بوی د ګلونو په معطرو وږمو ورک کړو، هم به مو روغتیا ته ګټه وي او هم به مو زړونه او ذهنونه خوشاله وي.
که موږ خپله د ښه ښونو او روزنی، ابادۍ لپاره هڅه وهاند ونه کړو، هېڅوک به هم زمونږ هېواد راته آباد او جوړ نه کړي. که داسې وای نو په تېرو کلونو کې چې کابو له څلوېښتو زیاتو ملکونو نظامی او ملکی ماهرین موپه وطن کې لراوبرکېدل، دا وطن به یی راته اوس ګل و ګلزار کړی وای. چې داسې ده نو راځئ په ګډه د سولې، یوبل منلیولپاره، ثبات، ابادۍ او رنګينۍ لپاره مټي ونغاړو، چې په هېواد او خزان وهلو وګړو مو تل پاتی سوله اودګلونو ډک پسرلی راشي. په خوا به کلي کې ځینو مېرمنو د چرګې، هګیو له خرڅلاوه یوه دوې افغانۍ ټولولې او پسرلی به یې نیالګي پرې رانیول او بیا به یې د کاریزونو او چینو سره پر تللیو لارو ایښودل چې خلک او مرغان یې مېوه وخوري، یا یې مسافر سیوري ته دمه شي او ثواب یې دوی ته ورسي. دوی به ویل چې دا صدقه جاریه ده، هر څوک چې ترهره وخته ګټه ترې اخلي، ثواب یې د دوی کیږي. پخوا به خلکو په غریبۍ کې هم ثواب ګاټه او هم به یې د خپل کلي او ولس په ښکلا او ابادۍ کې برخه اخیسته. موږ ته هم په کار ده چې د خپلو میندو او پلرونو په لارو لاړ شواو د ونو او بوتو په کرلوو سره خپل چاپیریال پاک ساتلو کی خپله اسلامی اوانسانی ډنده ادا کړو لکه چي پوهېږی هره شینه ونه کابوا اتلس تننو ته اکسیجن چمتوکول شي اوخپل روغتیا ته به مو پوره پام کړی وي. نو په پای کی د لوی خاوند څخه هیله مند یم چي ټول افغانان په کوردننه او بهر کی چی هر ګوټ او کنار کی ژوند کوي نوی کال په نوو هیلو او ارزوګانو په خوښی او خوشحالی، د دوستي، اتحاد او یووالی په فضا کی پیل کړی ټولی تیری نا خوالی او د ژوند ناوړه ترخی تجریبی هیری کړی، د بیګانګانو سلاوی مو په لاس او یو اوبل په وژنو او بالاخره خپل کور او وطن په خپل لاس ورانه وو د تل لپاره هیری کړو او مونږ ټول هیوادوال پرته له هرډول کینی او تبعیضه سره یوځای شو د دوستی او اخلاص په فضا کی ژوند وکړو، خپلو خلګو اوهیواد ته د خدمت مصدر وګرخيږو.لوی خدای دې پخپل غیبی قدرت سره زموږ جګره زپلی ، ګران هېواد، نور د وحشت او ترهيګرو له دغو خونړیو منګولو خلاص کړي.
پایلی: په افغانستان د څولسيزو کورني جنګ او بهرنی ښکیلاک زمونږ دګران هیواد خلک د ملی، مذهبي ، کلتوري او عنعنوي میلو څخه محروم کړل زمونږ ویاړلی خلکو د دی ښادیو او خوشالیو پرځاي ظلم، غم، درد، مرګ، ناخوالي او درني قرباني ورکړي ټولو خواوو دا زیانونه ولیدل، او ګټه یې هیڅ افغان ته هم ونه رسېدله، بلکې افغان ووژل شول، افغانستان ړنګ شو، حکومتي چارواکي باید نوی کال په نوي فکر سره پیل کړي ، له خلکو سره مشورې وکړي، همدا راز طالبان او د دولت نور وسلهوال مخالفین هم باید نورپردې و پوهېږي چې جګړه د افغانانو په ګټه نه ده، اونه هم دا جګړه د افغانانو ده، بلکې یوازې افغانان یې قرباني دي د قانون د تطبیقولو لړي چي ډیره کمزوری ده تقویه وحمایه کړولکه څنګه چې په دی موسم کی دښتو، بننوکی، سمه او غرنوکي ښکلي ګلان زرغونېږي، الله تعالی دې وکړي چې په زموږ په وطن کې مو د سولې او امن ګلان هم وغوړېږي چې د کلونو راهیسې یې په تمه یوو.
سرچینی:
۱- فرهنګ ومردم ۱۳۸۸
۲- از مجلات وروزنامه .
۳- داشته های سینه به سینه
۴- فرهنګ عمید
وروستي