ایا طالبان به امریکایانو ته د دوحې تړون نور هم تمدید کړي؟

طالبانو څه د پاسه دیارلس میاشتې مخکې د امریکا سره د دوحې تړون لاسلیک کړ، د تړون یوه مهمه برخه دا وه چې باید امریکایان خپل ټول عسکر د ۲۰۲۱ د می تر لومړۍ پورې له افغان خاورې وباسي، خو کله چې په امریکا کې د جو بایډن اداره را منځته شوه، نو ور سره د دوحې تړون د لوري د بدلیدو لپاره یوه بانه پیدا شوه، هغه دا چې امریکایان به د می تر لومړۍ له افغانستانه ونه وزي، چې دا به پرته له شکه د دوحې تړون یو ډول نقض هم وي.

اوس دلته درې خبرې دي، لومړۍ دا چې باید امریکایي ځواکونه د می په لومړۍ ووزي، که چېرته امریکایي عسکر په یاده نیټه ووزي نو طبیعي ده چې د سولې د خبرو جریان پاتې دی نو تر هغې به د افغان دولت او طالبانو تر منځ جګړه روانه وي چې تر څو افغان دولت او طالبانو تر منځ یو سیاسي توافق را منځته کیږي، چې ممکن په دغه موده کې دغه وضعیت د افغان دولت د کمزورۍ باعث شي او طالبانو به نورې ځمکې هم له افغان دولت څخه ونیسي، دویم دا چې امریکایان د طالبانو سره په همغږۍ کې د می له لومړۍ نیټې وروسته هم په افغان خاوره کې پاتې شي او په مقابل کې امریکایان طالبانو ته یو څه هم ورکړي، خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا طالبان به د امریکا دا غوښتنه ومني او که څنګه؟

 زما په نظر طالبان به هیڅکله دا غوښتنه او د تړون تمدید ونه مني، دا ځکه چې طالبان فکر کوي چې امریکا دا شل کاله په افغانستان کې د خپل ځان د پاتې کیدو او د خپلو ګټو لپاره پلمې پیدا کړي دي، نو دوی ته که دا تړون نور هم تمدید کړي بیا به هم دتمدید له ختم وروسته امریکایان د ځان د ګټو او دلته د پاتې کیدو لپاره بله پلمه جوړوي چې دا به بیا هم د یو بل جنګ سبب وي، ځکه د نن شل کاله مخکې امریکایانو په دې دلیل چې اسامه بن لادن د نیویارک او واشنګټن په تروریستي پېښو کې لاس لري او سره د دې چې په دې برخه کې یې هیڅ ثبوت هم وړاندې نه کړ، پر طالبانو حمله وکړه او د طالبانو نظام یې نسکور کړ، نو نن هم دوی د ډول ډول پلمو په لټه کې دي او غواړي چې خپل پوځي حضور ته په افغانستان کې دلایل پیدا کړي، طالبان فکر کوي چې د دوحې تړون په اساس که د امریکایانو د پاتې کیدو خبره تمدیدیږي نو دا په واقعیت کې د اشغال تمدید دی چې ممکن ځینې طالب مخالفه خلک یې د تبلیغ په حیث هم وکاروي او ووایي چې طالبانو اوس اشغال هم تمدید کړ، بله کیسه دا ده چې طالبانو د امریکا سره تړون د څوارلسو میاشتو په موده لاسلیک کړی و چې دوی به ووزي، نو کله که امریکا په څوارلسو میاشتو کې د تړون د تطبیق او د اسلامي نظام د جوړیدو د منلو لپاره افغان دولت خبرو ته د کینولو ظرفیت نه شي پیدا کولی نو په نور تمدید سره هم دا کار نه شي کیدلای، دریم دا چې فرضا امریکایي عسکر د می له لومړۍ نیټې وروسته هم په افغانستان کې پاتې کیږي نو طبیعي ده چې د طالبانو د عکس العمل سره مخ کیږي او طالبانو هم ویلي دي چې دوی به د امریکایي عسکرو په خلاف جګړه پیل کړي او مسولیت به یې هم د امریکایانو په غاړه وي، که چېرته دریمه خبره عملي کیږي نو دا به هم د امریکایانو، افغان دولت، افغان ملت او طالبانو ټولو لپاره په زیان وي، ځکه چې له دې وروسته یو خونړی جنګ پیل کیږي کوم چې ټولې خوا وې به په کې تلفات ویني، نه دا چې په دې کې به ځاني او مالي تلفات زیات وي، بلکې ممکن د سولې شته فرست له منځه لاړ شي، ځکه زما په نظر نور نو ممکن طالبان خپل مذاکراتي پلاوي ته دا واک او صلاحیت ور نکړي چې د امریکا او افغان دولت سره د سولې خبرې مخته یوسي، طالبان به جګړې ته زور ورکړي او دغه تاو تریخوالی به نور هم نهایي اوج ته ورسیږي.

په نتیجه کې ویلای شو چې باید امریکا د دوحې تړون پلی کړي او که ترې سرغړونه وکړي نو نه یوازې دا چې طالبانو او افغانانو ته ملامت کیږي، بلکې په نړیواله کچه خپل باور ته زیان اړوي، په دې صورت کې به روس او چین هم په کرار نه کیني او دوی به په افغانستان کې د امریکا وجود د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره ګواښ وبولي، زما په نظر طالبان هم اوس دې ته سترګې په لار دي چې امریکایان کومه لاره غوره کوي، اوس تازه په رسنیو کې راپورونه ورکړل شوي چې طالبان د پسرلي د عملیاتو لپاره په تیاري بوخت دي او افغان دولت هم ځان تیار بولي، نو هغه جنګ چې په تېرو دوو کالونو کې نسبتا یو څه لږ شوی و، که بیا په درز سره پیلیږي نو دا به د افغانانو یوه بله بدبختي وي، بل دا خبره چې افغان دولت او امریکا وایي چې طالبان له القاعده سره اړیکې لري نو د دوحې په تړون کې خو د طالبانو او القاعدې د اړیکو د پریکون خبره نه ده مطرح شوې، په تړون کې صرف ویل شوي چې طالبان به د افغان خاورې نه تروریستي ډلو ته د امریکا او د متحدینو پر ضد فعالیت ته اجازه نه ورکوي خو بیا هم طالبان وايي چې دوی د القاعده سره منظمې اړیکې نلري.

په پای کې وایم چې باید امریکایانو پر افغان ولسمشر زور را وړی وای چې اسلامي نظام ته یې غاړه ایښې وای، تر څو دغه معامله دومره اوږده شوې نه وای، ځکه دلته هره ورځ په لسګونو افغانان قتلیږي او هره ورځ بیګناه ښځې، ماشومان او نور تر خاورو لاندې کیږي، زما په نظر یوازې د طالبانو څخه د اوربند په غوښتنه دا مشکل نه حلیږي ځکه طالبان حالت ته ګوري چې تر څو افغان ولسمشر یو اسلامي نظام ته غاړه کیږدي او بیا به یو تلپاتې اوربند نافذ شي.