بې له مینې زما پاتې شاعري ده

سید کمال ستېج ته ودرېد، د شعرونو وړه کتابچه یې مخې ته پرانیسته، غاړه یې تازه کړه، شعر یې لکه خوږه نغمه او زړه راکښونکې سندره داسې واوراوه،  ټول یې داسې تر اغېز لاندې راغلل تا به ویل چې یو وتلی او خوږ ژبی سندرغاړی یې په وړاندې سندره وبولي، د لاسونو پړکا پورته شوه، ډېری کسان یې په درناوي ودرېدل، ټولو یوه بل ته وروکتل. په راټول مجلس کې غوغا ګډه شوه.
ـ څه عالي شعر!
بل تن یې د غږ په ستاینه بل ملګري ته وویل:
ـ څه غږ!
درېم تن رانارې کړې.
ـ شعر مه وایه، سندره وایه سندره!
له هغه سره خوا کې ناست ملګري یې وویل:
ـ که سندرې له ساز سره ووايي، ولا که به احمد ظاهراو فرهاد دریا ورپسې ورسېږي. 
بل یې په منډه د هنري استعداد د ارزونې لنډ جاج واخیست، د ده خوا ته یې په ځیر وروکتل.
ـ دا به یوازینی سندرغاړی وي چې له خپلو شعرونو به خپلې سندرې ووایي. 
خو د دوي په منځ کې داسې یو په عمر پوخ شاعر هم وو چې د ټولو ستاینې، هڅونې او وړاندوینې یې وننګول.
ـ دومره یې مه هڅوئ، تاسو سندرې پرې وايئ او سندرغاړی ترې جوړوئ، خو زه وایم که څوک یې شاعرۍ ته هم په کرار پرېږدي، شکر دې وباسي.
ټول هک پک شول، هغه چې دده د شعراو غږ کمال ته ګوته په غاښ و، زر ورغږ کړ.
 
ـ ولې سندرې څه ګناه ده؟ 
ده زر ورغبرګه کړه.
ـ نه، نه سندرې ګناه ده او نه شاعري.
شاعر ته یې مخ ورواړاوه، په شونډو یې موسکا خپره شوه.
ـ پوهېږئ دا د چا زوی دی، پلار یې څه کاره دی؟ 
ټولو یې ځواب ته غوږونه څک ونیول، ده ځواب ورکړ.
ـ د ملا زوی دی او ډېری ملایان لا شاعري ښه نه ګڼي، تاسو لا سندرې وایئ. 
 
 سید کمال له دې د مخه هم ستایل شوی و، خو د دومره لویې شمېرې شاعرانو او لویې مشاعرې په منځ کې یې دومره تود هرکلی او ستاینه داځل بې ساري وه. خورا خوشال و، د خوشالۍ له دې احساس سره کورته راغی. لمر سترګه لا نه وه ولېدلې چې له مشاعرې راووت ـ خو چې کور ته راورسېد، لمرسترګه پناه شوې وه، تیارې نوی سیوری غوړاوه، کور ته په راننوتو یې پلار ولید چې تندی یې تریو دی، چې څنګه یې په ده سترګې ولګېدې، وار له مخه یې لکه څارنوال د پوښتنو او ګروېږنو لاندې راوست.
ـ چېرې تللی وې؟ 
ده هم په بېړه ځواب ورکړ.
ـ مشاعرې ته 
د پلار یې ټنډه نوره هم تروه شوه.
ـ شعر دې ووایه که سندره؟ 
سید کمال هک پک شو، د پلار دا رنګه تحقیق یې په زړه بوج راوست، ټکان یې وخوړ.
ـ شعر مې ووایه خو په ترنم کې! 
پلار یې لاسونه پورته واچول ، لکه له ده چې لویې ګناه سر وهلی وي او اقرار ترې اخلي.
ـ په ترنم کې؟ 
ـ هو په ترنم کې! 
لکه په ترنم کې چې د شعر ویل شرعاً ناروا وي.
ـ خلک په ترنم کې نعتونه وایي او ته شعرونه؟ 
ـ نعتونه!؟
ـ هو، نعتونه، ایاتونه، حدیثونه..
د پلار سترګې یې له غوسې نورې هم بقې راووتې، مخ یې سور شو، په لوړ آواز یې وویل:
ـ ته د ډم زوی نه یې، ته د یو ملا زوی یې پوهېږې که نه. 
ده لکه لویه تېروتنه یې چې کړي وي، سترګې ټیټې ونیوې، شېبه غلی شوـ خو بېرته یې په ورو سر راپورته کړ، پلار ته یې راڼه وروکتل.
ـ نو شاعري پرېږدم؟ 
پلار یې نورهم شین او سور شو.
ـ شاعري مه پرېږده، ډمتوب پرېږده!
دی حیران دریان شو.
ـ کوم ډمتوب؟ 
ـ دا شعر په ترنم کې!
ده لکه د قاضي په وړاندې چې په محکمه کې د خپل تور سپیناوی کوي، په سړه سینه وویل:
ـ نو څه فرق کوي که داسې یې ووایم که په ترنم کې یې ووایم؟ دې کې نو څه خبره ده پلار جانه؟ 
ـ دا دې ورو ورو پخپله سندرو ته ورکاږي. 
ده ته خندا ورغله او پخپل دلیل او خبرو یې پلار بیا وننګاوه.
ـ ساده کېږه مه پلاره، سندرې ساز غواړي، کمپوزغواړي.
خو پلار یې قانع نشو کړای.
ـ تاته دا د کفرمخلوق نه دی معلوم، نن یې درباندې شعر په ترنم کې ووایه، سبا درباندې هماغه شعر په ساز کې وايي. 
ده ولي وخوځول، وریږدېد، سترګې یې رډې ونیوې، پلار یې لکه د روانپېژندنې ماهر ښوونکی چې د زده کوونکو په وړاندې لکچر ورکوي، وویل:
ـ دا داسې ده لکه یوې پیغلې ته چې په لوڅ سر د ګرځېدو اجازه ورکړئ. 
ده بیا راونیو، که یې بحث او خبرو کې پړ کړي.
ـ نو څه؟ ډېرې ښځې دي چې سرتورې ګرځي خو چا خو په خراب کار نه دي لیدلي. 
د پلار یې لاس پورته شو تا به ویل ګوزار ته ځان جوړوي، په قهر یې وویل:
ـ خو ته نه یې خبرچې همدا ښځې ډېری یې بیا لنګۍ ګرځېدلي دي. 
ـ یعنې تاسې وایئ که زه شعرونه په ترنم کې ووایم، سبا به یې په ساز او اواز کې وایم؟ 
پلار یې سر وخوځاوه.
ـ خود!دی کې خو شک نشته .
دی چې پوه شو له پلار سره خبرې اوږدول او دلایل بې ګټې دي، غلی شو، لکه په خبرو کې چې پړ شي او خپله تېروتنه ومني.
ـ ښه چې داسې ده، نور نو شعر په ترنم کې نه وایم. 
د پلار تندی یې وغوړېد، غوسه یې کښېناسته، په غیږ کې یې کلک ونیو.
ـ شابس، خو که په دې شاعرۍ دې هم له سره لږ غور وکړې. 
دا ځل ده ته غوسه ورغله، شاته راغی، سترګې یې بقې راووتې.
ـ نو څه وکړم؟ شاعري بیخي پرېږدم؟ 
پلار یې په ورو له غوږه ورتېره کړه.
ـ نه شاعري مه پرېږده، په شاعرۍ کې عاشقي پرېږده. 
ده وخندل، زریې د رحمان بابا دا شعر ورته تېر کړ.
ـ دا څنګه ممکنه ده پلار جانه، تا دا نه دي اوریدلي.
دا دنیا ده خدای له عشقه پیدا کړې    د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا
د پلار سترګې یې تنګې شوې، شونډې په غاښو کې ونیوې.
ـ دا د چا شعر دی؟
ده په ځیر وروکتل، ښه شېبه غلی شو، ته وا د پلار پوهه ننګوي.
ـ دا څنګه نه پېژنې پلاره؟ 
پلار یې ببر شو.
ـ ماته شاعران مه یادوه، ماته د پیغمبرانو خبرې کوه، د اولیاوو خبرې کوه، د فقهاوو خبرې … شاعران هم که پوره نه دي، نیمايي ډمان دي.
ـ دا رحمان بابا دی پلاره!
ـ ښه ښه دا هغه بابا دی چې قمرګلې ډمې یې شعر سندره کړی. 
ـ هو کنه پلاره هغه څومره ښه شعر دی، په هغه کې هم د عشق فلسفه ده کنه:
چې مې مینه خدای په تا باندې پیدا کړه    ترکه ما په هغه ورځ بله دنیا کړه
د پلارغوسه یې بیا راوپارېده.
ـ کفر مه غږوه، په سندره کې د هر کلام ویل سور کفر دی. هغه شاعرهم ډم دی چې په ډم خپل کلام وایي. 
ده په کړس وخندل، اخ یې کړل.
ـ دا څه وایې اخر دې ډم هم رانه جوړ کړ!؟
ـ ډم نور تور وي او که بور، که ډم نه وای، د مکتب په ځای به دې مدرسه ویله، اوس به دې د شعرونو پر ځای د خدای کتاب، آیاتونه او حدیثونه لوستل. 
دده خوله وازه پاتې شوه.
ـ یعنې له شعره د عشق مضمون وباسم؟ 
پلاریې سروخوځاوه، ورلنډه یې کړه.
ـ که ما خوشالوې او د خدای رضا غواړې، له دې بل ښه کار شته؟
دی شین شو، سور شو، پلار ته یې په ځیر وروکتل، خندا ورغله.
ـ ولې داسې نه راته وایې چې بیخي شاعري پرېږدم. 
د پلار ټنډه یې هم وغوړېده.
ـ ولاکه خو دې دا هم لا بده ویلي وي، ددې پر ځای چې په مشاعرو کې اشعار وایې، ولې زما غوندې په ختمونو کې قران نه وايې چې هم خرما ده او هم ثواب. بله دا چې د شعر په باب هم فقها هم یوه خوله نه دي چې ګناه ده که ثواب؟ 
ده ترخه موسکا وکړه، نور یې هیڅ ونه ویل، چې د باندې یې وکتل، آسمان تورو ورېځو نیولی و.
یدینګ ـ لندن 
د مازیګر شپږ نیمې بجې 
د۲۰۲۱ میلادي کال د فبرورۍ ۱۸