د بین الافغاني مذاکراتو پیل او وجودی فلسفه تر ډېره د سیاسي زعامت او قدرت د ویشلو، ټاکلو او لیږد په بهیر پورې تړلي دی.
طالبان د خپلو تاریخی ارمانونو، داعیو او تجربو پر بنسټ پدې باور دی چې که څه هم د واک لیږد حتمی او د قدرت د وېش په دریځ کې له بشپړ ملي مشروعیت او نړیوال قوت څخه برخمن دی، نو ځکه هم د نورو اړخونو په نسبت د راتلونکي افغانستان د اقتدار له میزان څخه ویره نه لری، بلکي هڅه یې دا ده چې د دوحی د سولې هوکړي په اساس خپلو تاریخی او د حیثیت د اعادی دریځونو ته چې د بهرنیانو د کرغیړن نظامي شتون پایته رسېدل، د اسلامي حکومت رامنځته کول او په ټوله کې د بندیانو خلاصون او له تور لیست څخه د طالب مشرانو ایستل دی راټولي دی.
ولي په مقابل جهت کې بیا وضعه کاملا بدله دی، دلته د سولې ضد دریځونو ته انعکاس ورکول کیږی، سولې ته شرایط ټاکل کیږی، هره ورځ د جګړې د بندېدو او سولې ته د رسېدو په لار کې د ښځو د خیالی حقونو، جمهوریت، ډیموکراسی او ۲۰ کلنو لاسته راوړنو په نوم سوله غوښتونکي تکفیر کیږی، سوله د پنجاب غوښتنه ګڼی، ټول جهتونه ویشلی، پاشلی او د شخصی ګټو په ناپاکو ګردونو کې ورک او نا کرار دی، سیاسي اجماع خو له سره محال ده، د جګړې د چمتوالی اعلانونه کیږی او تر دې ټولو د فاجعی څخه ډکه یې دا چې هند او ایران له پخوانیو تنظیمی پاټکیانو او ټوپکیانو سره د قوم، ژبي، صمت او مذهب په نوم د بلي جګړې تابیا نیسي.
کابل ته د دوستم راتګ، د ملي امنیت په فوق العاده غونډه کې یې ګډون، په نظامي چارو کې د محمد محقق د ارګ ارشد سلاکار کېدل او د بیا مقاومت غږونه پدې مانا ده چې د سولې په روان جریان کې د سولي او افغانستان د بریاه او عزت دښمنان هم لاس تر زنی نه دې ناست.
بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نیم اخطار د لیک ترڅنګ چې کله امریکا د سولې او سیاسي واک د بدلون کومه طرحه وړاندی کړه، د دی طرحي سره د موقت، لنډمهاله یا د سولې سرپرست حکومت د مشرتابه اړوند هم په ټولنیزو رسنیو او په ځانګړي ډول سیاسې مجلسونو او ناستو کې یو مخیزه کمپاین روان دی.
همداوس د کرزی د حکومت پرمهال د مالیی وزیر او په پاکستان کې د ډاکتر غنی د سفیر حضرت عمر زاخیلوال، د حکمتیار د حزب اسلامی ګوند غړی او د پوهني پخوانی وزیر غلام فاروق وردګ، ډاکتر فاروق اعظم، پخوانی ولسمشر کرزی، د پیر صاحب د زوی حامد ګیلاني او په ځانګړې ډول د پخواني پاچا علی حضرت ظاهر شا د کورنی سره تړلي او د کرزی د حکومت پر مهال د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول نومونه مطرح دی.
د یادونې وړ دی چې د یادو کسانو ترمنځ پخوانی ولسمشر کرزی، حامد ګیلانی، زاخیلوال او فاروق وردګ خو دی احتمالی چانس ته سم کار ویلی، منظمی لیدنې ـ کتنې لری، زاخېلوال خو د افغانستان د نجات په نوم د حرکت جوړول هم اعلان کړې او ښاغلی حامد ګیلاني بیا د ډاکتر غنی مخالف سیاستوالو، غربی سفارتونو او طالبانو ته نږدی څېرو سره مسلسلي کتنې او د خپل چانس ډیرولو لابی کوی.
پدې منځ کې که څه هم د اصلی پریکړی مرجع لومړی د دوحی د سولي تړون او بیا سیاسی لوری، حکومت او په ځانګړې ډول طالبان دی، ولي که د را روانې اپریل میاشتي تر نیمایی د ترکیی په استانبول کې د امریکا له طرحي سره سم د افغان مسالي د حل هڅه کوی نو پدې بهیر کې د موقت حکومت رامنځته کېدل حتمي او د موقت ولسمشر نوم به یو له مهمو کښالو څخه وی.
که د افغان کښالی د اطرافو علایق، ګټي، حساسیتونه او د سیمي او نړۍ د هېوادونو شرایطو او فشار ته وکتل شي نو د دي ټولو څېرو تر منځ د ښاغلی حامد ګیلانی او ډاکتر زلمی رسول چانس او هغه شرایط چې د کښالی اطراف یې د یوه دریمګرې چانس لپاره لری په دوی کې څه نا څه وجود لری.
د بېلګي په توګه دا دواړه څیرې د طالبانو، حکومت او ښکېلو ډلو ټپلو ترمنځ ناپیلي، په عینی حال کې نږدی او تر ټولو مهمه داچې د شخصی، ټیمی، ګوندی او سیاسي ګټو او نفوذ کوم اوږدمهاله کردار نه شی اداء کولای، ځکه هم ویره تری نشته، د دی ترڅنګ د سیمی او نړۍ د هېوادونو لپاره د دوی شتون د اندېښني وړ نه شی کېدای او هغه شرایط چې نړۍ او په ځانګړې ډول د طالبانو او نورو جهتونو ترمنځ د نزاع او د واک د لیږد په بهیر کې د سولې او سیاسي تفاهم د ماتېدو څخه مخنیوی کوی د ناپیلو، منځ لاری دریځ خاوندانو او د نزاع اړخونو ته منلو څېرو شتون پکې ګټور تمامیدای شي.
بل لور ته هغه تړاوونه چې په افغانستان کې د دودیز سیاست او مصلحت له مخی اړین دی دا د قوت ټکي هم په حامد ګیلانی او ښاغلی زلمی رسول کې تر ډیره ښکاره دی.
د یادونې وړ دی چې طالبانو د ترکیی په استانبول کې د خپل ګډون اړوند تراوسه لا په ښکاره څه نه دی ویلی او د حکومت اړخ خوو په داسي دریځوونو لا ټینګار کوی چې د ترکیی د ناستي او د امریکا د طرحي او غوښتني سره کورټ په تقابل کې دی.
نو اوس به وګورو چې د واک پدې ګرمه سیالۍ کې د مطرحو نومونو او را روانو نږدو بدلونونو ترمنځ به څه پېښ شي.
وروستي