د وخت له ټکي ناوړه ګټه پورته کول!

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا، چې کله له یوه جګپوړي افغان مامور، او ځینو سیاستوالو څخه پوښتنه وشي، چې ولې پدغه شلو کلونو کې کوم ګټور پایدار کار په افغانستان کې سرته ندی رسېدلی، نو د دوی متحدالمال ځواب همدا وي، چې هر شی وخت ته ضرورت لري.
یعنې، دغه (۲۰) کاله وخت، دوی ته هېڅ وخت نه ښکاري.

پدغه (۲۰) کلونو کې آیا د برېښنا د تولید یوه فابریکه هم نشوای جوړېدلای!؟
همدارنګه، پدغه (۲۰) کلونو کې د سرطان د تشخیص او تداوۍ لپاره یوه شفاخانه هم متأسفانه جوړه نه شوه. یا په بل عبارت، دغه (۲۰) کلونه هم ځینو افغانانو ته کم وخت ښکاره کیږي؛ او حقیقت خو دا دی، چې دغه شل کلونه یو ډېر زیات وخت دی.

زه غواړم، چې د وخت په هکله یو څه معلومات درته وړاندې کړم.
کېدای شي، ځینو ته دغه ۲ ټکي د تعجب وړ معلوم شي، چې ځینې شیان، د مثبت صفر، او منفي صفر ترمنځ ډېر تغیر کولای شي.

غواړم، لومړی دغه ۲ ټکي، یعنې مثبت صفر، او منفي صفر تاسو ته لږ شانته واضح کړم.
فرض کړئ، د کابل په ښار کې دوه نفره، یوې ثابتې نقطې ته، له ۲ مخالفو سمتونو په حرکت کې دي، او غواړي، چې دواړه هغه معینې نقطې ته ځان ورسوي. که د دغه نقطې کوردېنات مطلق صفر وي، او د دغه نقطې ښۍ خواه مثبت، او کیڼه خواه، منفي وګڼل شي، او که چېرې د لومړي سړي فاصله له دغه ټاکلې نقطې څخه، د ښۍ له خواه یو مایکرو متر وي، نو دغې ته، د مثبت صفر خطاب همړکیږي. یعنې مطلق صفر ندی، لېکن باالکل صفر ته ډېر نیږدې دی. نو پدې خاطر، چې له ښۍ خوا څخه صفر ته ډېر ډېر نیږدې دی، نو دغې ته مثبت صفر ویل کیږي. مایکرو متر دېته وایي، چې که یو متر فاصله په یوه مېلیون برخو ووېشل شي، نو یوې برخې ته یې، چې نیږدې صفر ده، مایکرو متر ویل کیږي.

همدارنګه، که د هغه بل سړي فاصله له دغه ټاکلې نقطې څخه، د کیڼ طرف څخه یو مایکرو متر وي، نو دغې ته، د منفي صفر خطاب هم کیږي. یعنې مطلق صفر ندی، لېکن صفر ته بالکل ډېر نیږدې دی. نو پدې خاطر، چې د کیڼې خواه څخه صفر ته ډېر ډېر نیږدې دی، لېکن بیا هم له صفر نه کم دی، یعنې منفي دی. نو پدې خاطر دغې ته منفي صفر هم ویل کیږي.

یا په بل عبارت، مثبت صفر، او منفي صفر، سره فرق لري. خو مطلق صفر ته دواړه ډېر ډېر نیږدې دي.

د مثبت او منفي صفر موضوع په الکترانکس کې، ډېره د اهمیت وړ ده. یعنې د یوه Capacitor د جریان مقدار په مثبت او منفي صفر کې ډېر تغیر کولای شي.

همدارنګه، د یوه Inductor ولتاژ هم په مثبت او منفي صفر کې ډېر تغیر کولای شي.
نو راځم اوس اصلي خبرې ته، چې ځینې جګپوړي دولتي کارکوونکي، هر وخت دا بهانې او عذرونه وړاندې کوي، چې هر شی وخت ته ضرورت لري. یعنې دغه ۲۰ کلونه، دوی ته هېڅ وخت نه ښکاري.

دغه د کمال خان بند، چې هروخت یادیږي، ما پخپلو سترګو په ۱۳۵۷ شمسي کال کې لیدلی دی. مونږه د کابل پوهنتون، د انجینرۍ د پوهنځۍ (۳) استادان، د انجینرۍ د محصلینو د کارونو د کتلو لپاره د نیمروز ولایت ته تللي وو. په هغه وخت کې د هغه بند کارونه نیږدې په خلاصېدو وو، او د غروال په نامه، یو سړی د دغه بند آمر و.

په هغه وخت کې د نیمروز سرک ډېر کپرک درلود، او زما هېڅ له یاده نه وزي، چې کله مونږه زرنج ته ورسېدو، نو یوه هوټل ته د ډوډۍ دپاره لاړو. کله چې د لاس مینځلو ځای ته ولاړو، نو ما خپل ملګري ته په ځیر ځیر کتل، او ما د ګرد او دوړو له کبله خپل ملګری نه پېژانده.

د کمال خان بند د ایران سرحد ته ډېر نیږدې و، او د ایران خوا ته، ونې له لېرې ځایه معلومېدې.

نو زما مطلب دا دی، چې دغه د کمال خان بند څو څو ځله یاد کړل شو.
که ښه په غور سره فکر وشي، ځینې افغانان، په همدغه ۲۰ کلونو کې میلیونران شول. لېکن په همدغه ملک کې بیا پدغه ۲۰ کلونو کې، نه یوه د برق د تولید فابریکه، او نه یوه سمه شفاخانه، جوړه شوه، او دا ځکه چې د ځینو په اصطلاح، دغه کارونه خو بیا وخت ته ضرورت لري!

شل کالونه خو په خروارو وخت دی، او که ښه په غور سره فکر وشي، همدغه یوه ځانګړې کړۍ خلک، د اَرَټ د ډولچو په شان کښته، او پورته کیږي. یعنې همدغه خاص خلک، کله په یوه دنده، او کله په بله دنده مقرریږي.

دغې ډلې خلکو، چې پدغه ۲۰ کالونو کې دغه مظلوم ملت ته څه ونکړل، نو دوی به اوس څه وکړي!؟

د پام‌ وړ ټکي:
که بادرده افغانان، لږشانته په غور سره فکر وکړي، نو دوی ته به معلومه شي، چې ځینو افغانانو دغه ملک په ډېر کم وخت کې چور کړ. یعنې چور کولو ته، زیات وخت ضرورت نه و. لېکن، چې خبره بیا آبادۍ ته راشي، نو بیا د وخت لرلو مسىٔله هروخت په هرځای کې د جګپوړو دولتي کارکوونکو له خولې اورېدل کیږي.
غواړم یوه کیسه درته وړاندې کړم.

یوه ګیدړه، له یوه زمري سره چېرته روانه وه، چې ګوري یوه چاغه غوا یې ولیده. زمري ګېدړې ته وویل، چې زړه مې دی، چې دغه غوا وخورم، او هغه و، چې غوا ته یې ورټوپ کړل. غوا له ډېره ډاره، د خټو یوه ډنډ ته ورټوپ کړل، او زمري هم د خټو ډنډ ته پسې ټوپ کړل. زمري چې هرڅومره ټوپونه وهل، هغومره د خټو په ډنډ کې کار ته تللو، او د وتلو امکان یې نه و، ډېر ستړی او ستومانه شوی و، او ګیدړې یې سیل کاوه. نو پدې وخت کې زمري ګیدړې ته وویل، چې ډېر ستړی دی، او څه وکړي!؟

ګیدړه په ځواب کې ورته وایي، چې تر اوسه خو د غوا څښتن نشته. که چېرې د غوا څښتن پیدا شو، نو بیا دې ته خپل حال ته ګوره، چې له تا سره به څه کیږي!

په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، د دعا لپاره لاسونه پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او همدارنګه، الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.