په جرمني کې د انسان د غوښو خوړلو هوټل!

 
په جرمني کې يو خوړنځى( هوټل) چې د (انسان خوړونکو) هوټل په نامه يادېږي؛ په برلين کې په خپله وېب پاڼه کې اعلان کړى چې د غذا د يوه نوي لېست د جوړولو لپاره ، د انسان د بدن ځينو غړو ته اړتيا لري.
د جرمني د دولتي رسنيو له مخې چې ددې هوټل ځاى تر اوسه نه دى مشخص شوى، خو د هوټل مالکانو په خپله وېب پاڼه کې له ټولو هغو کسانو څخه چې په دې هوټل کې د غړيتوب هيله لري غوښتي ،چې د هوټل د ځانگړو فارمونود ډکولو لپاره دې د خپل بدن هر غړى چې يې خوښه وي ور ډالۍ کړي.
د ټيلگراف د راپور له مخې دا هوټل د جرمني د دولت له سختو نيوکو سره مخ دى خو د هوټل خاوندانو په خپل ويب سايټ کې ليکلي دي ،چې هوټل يې د برازيل هېواد( د واري کاکا) د قبيلې لپاره چې د انسانانو غوښې خوري جوړ کړى دى.
((ميشل براون)) د مسيحي ديموکراټ حزب مرستيال له (بيلډ ) ورځپانې سره په خبرو کې وويل ما تر اوسه ددې حيرانونکي هوټل په اړه ډېر برېښناليکونه تر لاسه کړي په لومړيو کې مې فکر کاوه چې دا يوه شوخي ده، خو دا سيمه د لعنت وړ سيمه ده.
نوموړي وويل چې که څه هم په برلين کې د انسانانوخوړل يو څه تاريخ لري ، خو دا ډېرحيرانونکى او د لعنت وړ کار دى.
دا په داسې حال کې ده چې برلين د انسانانوپه غوښه خوړولو کې پخوانى تاريخ هم لري د بېلگې په توگه په ٢٠٠٦ زېږدي کال ددې ښار يوه اوسېدونکي د خپل ملگري له وژلو وروسته هغه ټوټې ټوټې کړى و اود ډېر وخت لپاره يې په يخچال کې ساتلى و، هر ورځ به يې ترې يو څه غوښه خوړله چې دا راپور په تاند کې مخکې خپور شوى وو.