په ايټاليا کې د پلاستيکي کڅوړو پر استعمال بشپړ بنديز ولگېد!

 ايټاليا د نړۍ د لومړني هېواد په توگه  د پېر او پلور په وخت کې په پلاستيکي کڅوړوبشپړ بنديز ولگآوه.
 نن سبا د ايټاليا  چاپېريال دې پلاستکي کڅوړو دومره چټل کړى چې د تجزيه کېدو لپاره يې ٢٠٠ کلونو وخت ته اړتيا ده.
د چاپېريال ساتنې پلويانو د ايټاليا له دې تصميم څخه هرکلى کړى دى.
د ډيلي ټليگراف د راپور له مخې  ايټالويان هر کال تر ٢٠ ميليارده پلاستيکي کڅوړې د پېراو پلور او همدارنگه د کور د خاشاک او خځلود  لپاره کاروي.
د ايټاليا د حکومت دا هوډ د چاپېريال ساتنې د پلويانو له خوا له تود هرکلي سره مخ شوى ، خو پلورنکي او عام وگړي په دې باور دي چې د پلاستيکې کڅوړو په له منځه تگ به کاغذي کڅوړې چندان کارونکې او گټورې  نه وي،ځکه دوى  وايي نشي کولاى په کاغذي کڅوړو کې په باراني هوا کې له يو ځاى څخه بل ځاى ته يو څه يوسي، او يا يې په موټرسايکل او بايسکل وتړي.
ويټوريو بانچټي د روم ښار يو هټۍ وال ټيلگراف ته وويل: موږ په کافي اندازه کاغذي کڅوړې لرو، او ټولو پېرېدونکو ته وړانديز کوو چې له هغو څخه استفاده وکړي ، خو پېرېدونکي سربېره پر هغه هم پلاستيکي کڅوړې خوښوي ؛البته موږ داسې کڅوړې هم لرو چې په محيط کې  ژر تجزيه کېږي، او دومره چټلي نه رامنځ ته کوي، خو له بدمرغه د هغو بيه يو څه لوړه ده.
 
ويټوريو کاگلياټي د چاپېريال ساتنې د ډلې يوه غړي وويل:له  ژر تجزيه کېدونکو کڅوړو څخه استفاده به زموږ هېواد، او همدارنگه زموږ راتلونکي پښت (نسل)  ته خورا گټه  ولري.
همدارنگه نوموړي زياته کړه: ددې لپاره  چې د ايټاليا دښارونو په هټيو کې  پلاستيکي کڅوړې ژر تمامې شي نو  هټۍ وال يې بايد په سودا اخيستلو کې پېرېدونکي ته  وړيا ورکړي.
ياده دې وي چې  که په ايټاليا کې که يو شى له هټۍ وال څخه اخلې نو د  پلاستيکي خلتې د رانيولو لپاره به ځانگړې پيسې ورکوې. يانې داسې نه ده، لکه افغانستان چې ورته ووايې (دوکاندار کاکا! يوخلته بله هم راکړه سودا درنه ده ،په سايکل يې تړم، وبه شلېږي!)
 
 
                             دا په داسې حال کې ده چې کرزي هم په خپله پنځلس ورځنۍ راډيويي ويناکې په  افغانستان کې د پلاستيکي کڅوړو په اړه يادونه کړې ده، او ويلي يې دي چې د پېر او پلور په وخت کې    د کڅوړو له نورو ډولونو څخه استفاده وکړئ، خو په افغانستان کې دا  دومره خورا ډېره د اندېښنې  وړ او تر ټولو مهمه خبره نه ده ،ځکه د افغانستان اقليم وچ او ډېر سوړ دى، لمر يې په اوړي کې ډېر سوزنده لگېږي.  يوازې به يو څه وخت په پلاستيکي کڅوړو  چاپېريال ککړ وي، خو دا يخه، وچه او کله،کله هم ډېره  گرمه هوا او سوزنده لمر  به دا کڅوړې ډېر ژر په چاپېريال کې تجزيه کړي. تر دې ډېره  مهمه او خطرناکه خبر د پټو،ناقانونه ډالري کڅوړو استعمال دى چې ضمير او وجدان  خرابوي.  او تاريخ چاپېريال نه دى چې دا تورې ډالري کڅوړې په ځان کې تجزيه کړي.
 همدارنگه  د ضمير رغول او بېرته عادي حالت ته راوستل د چاپېريال تر رغولو ډېر مشکل او ستونزمن دي، ځکه هر شى چې تکرار شي، عادت کېږي ،چې عادت شي رواج کېږي ، چې رواج شوه نو دکولتور برخه گرځي. که څه هم  د تورو کڅوړو او په نورو سلگونو ناروا لارو د پيسو لاس ته راوړل خو د ډېرى دولتي ادارو تر  عادت پورې رارسېدلي دي  او زياتره  دولتي ادارې او دفترونه  هېواد ته له نه ژمنتيا او رشوت خوري سره عادت شوې ،خو ستر څښتن دې په تورو کڅوړو کې د پيسو اخيستل راتلونکو نسلونو او ټول هېواد ته ساري نه کړي ،چې بيا به يې قابو کول  بېخي ناشونى کار وي.