پانگه اچوونه او د هغې اغېزې د افغانستان پر اقتصادي پراختیا

مخکې له دې چې په پانګه اچوونه او د هغې اغېزې د افغانستان پر اقتصادی پراختیا بحث وکړو، ښه به دا وي چې د پانګې اچوونې او اقتصادي پراختیا په مفهومونو یو لڼد لرلید وړاندې کړو. 
 
- پانګه اچوونه: که څه هم پانګه اچوونه بېلابېل تعریفونه لري، او بېلابېلو څېړونکو ورته بېلابېل تعریفونه وړاندې کړي دي؛ خو د یو ساده تعریف له مخې ویلی شو چې هره هغه کاروباري کړنه چې موخه یې د ګټې لاسته راوړل وي پانګه اچوونه بلل کېږي. دا چې په انګریزۍ ژبه کې د ( پانګه اچوونې – Investments) او (نوښتګری  - Entrepreneurship) مفهومونو تر مېنځ پوره توپیرونه شتون لري؛ خو  په دې لیکنه کې د پانګه اچوونې څخه زمونږ موخه  ټولې هغه کاروباري هڅې دي چې موخه یې د ګټې او عاید لاسته راوړل وي، هغه که د نوې آیډیا سره د نوي کاروبار پیلول وي او یا هم د یو چا شته یا هم نوي کاروبار څخه مالي ملاتړ وي په داسې شکل چې د هغې په ګټه او تاوان کې په پوره توګه برخه واخلي. دا چې پانګه اچوونه بېلابېل ډولونه او شکلونه لري؛ او په هکله یې مالومات وړاندې کول یو جدا بحث ته اړتیا لري؛ نو غوره ګڼم دلته  مونږ هم یوازې په همدې مالوماتو بسنه وکړو.
 
- اقتصادي پراختیا: غوره ګڼم د ليکنې په دې برخه کې د اقتصادي پراختیا (Economic Development) او اقتصادي ودې (Economic Growth) تر مېنځ په توپیر پوه شو. که څه هم یاد مفهومونه خورا زیات ورته والی لري خو د علمي اړخه دواړه بېلې-بېلې ماناوي لري. اقتصادي پراختیا په ټول کې د یو هېواد په کچه د خلکو د ژوند کولو پر څرنګوالي، روغتیا، د زده کړو کچې، بېکارۍ، ټکنالوژۍ او همدارنګه ټولنیز ژوند کې د مثبت بدلون راوستل او پرمختګ دی. بل خوا اقتصادي وده بیا د یو هېواد د (GDP)  په اندازه یا هم په ساده ډول په یو مالي کال کې د یو هېواد په کچه د توکو او چوپړتیاوو پر تولید کې زیاتوالي ته ویل کېږي. نو ویلای شو چې د اقتصادي پراختیا لپاره د اقتصادي ودې شتون حتمي دي او اقتصادي ودې لپاره بیا د نوي کاروبارونو، پانګوونو، نوښتګری او دې ته ورته نورو کړنو شتون په لویه کچه مرستندویه فاکتورونه دي.
 
دا چې اوس مو د پانګه اچوونې او اقتصادي پراختیا په هکله څه نا څه مالومات حاصل کړل، ښه به دا وي تر څو پانګه اچوونه او د هغې اغېزې د افغانستان پر اقتصادي پراختیا په پوره توګه تحلیل او وڅېړو.
 
۱. د بیکاری کچې ټیټوالی:
په پښتو کې یو مشهور متل وایي: بیکاري د بدبختۍ زانګو ده، مانا دا چې هر کله یوه ټولنه د بیکارۍ سره لاس او ګریوان شي هغه ټولنه به ضرور د بدبختۍ سره مخ کېږي. کله چې یوه ټولنه کې پانګوال پانګه اچوونه پیل کړي، هلته به ضرور کاري فرصتونه هم رامينځته کېږي، د نویو کاروبارونو پیلول، فابریکې او صعتي خونې جوړول او پانګوونه  به وکولای شي په یوه ټولنه کې ګڼ شمیر وګړي په کار بوخت کړي، کله چې یوه ټولنه کې کاري فرصتونه زیات شي د وګړو عایدات به مخ په زیاتېدو شي، د عایداتو د سلنې په زیاتیدو سره به د وګړو د پېرلو قدرت (کچه) یا هم (Purchasing Power)  زیات شی، د هټیوال توکې به وپلورل شي او په دې سره به په بازار کې  پېر او پلور پيل شی، چې په پایله کې به د یو هېواد اقتصادي انجن به په حرکت راشي او په دې سره به د وګړو د ژوند څرنګوالی (Standard of Life)  هم مثبت اړخ ته لاړ شي، چې دا د یو په پښو ولاړ اقتصادي ځواک له نښانو څخه ګڼل کېږي. نو ځکه خو ویلی شو چې پانګه اچوونه به د بیکارۍ کچه راټیټه کړي او په پایله کې به د متوازنې اقتصادي پراختیا لامل وګرځي.
 
۲. د مالیاتو په عوایدو کې زیاتوالی:
کله چې پانګه اچوونې زیاتې شي، مانا داچې ګڼ شمیر کسان به هڅه وکړي نوې کمپنۍ او کاروبارونه پیل کړي؛ او یادې کمپنۍ او کاروباریان اړ دي د خپلو شته عوایدو څخه یوه خاصه سلنه ګټه د مالیې په توګه دولت ته هم وسپاري: نو په دې سره به د دولت کلنې عواید زیات شي، د دولت د عوایدو زیاتوالی مانا دا چې د یو دولت د ملي بودیجې به کچه کې به زیاتوالی راشي او بیا د یادې بودیجې څخه کولای شو د هیواد لپاره د لویو او کوچنیو پروژو لکه بندونو، سړکونو، کانونو په رایستلو او پروسس کې، ذ پلچکونو، روغتونونو، ښوونځۍ، پوهنتنونو او نورو ګڼ شمیر ملي مسایلو او برنامو په جوړښټ او پلې کولو کې ترینه ګټه پورته کړو. د یادو ملي پروژو پلې کول، د پرمختلو پوهنتنونونو، روغتونونو، سړکونو او اوبو بندونو درلودل د یو پیاوړي اقتصادي ځواک نښه ده او ډیر کله د نورو فاکتورونو ورهاخوا یاد فاکتورونه یو پرمختللی اقتصاد د شاته پاتې اقتصادی ملکونو څخه جلا کوي. نو په دې توګه ویلای شو چې پانګه اچوونه به د دولت عواید زیات کړي او د دولت د عوایدو په زیاتیدو سره به د یو هېواد اقتصاد د پرمختګ په لور حرکت وکړي.
 
۳. په ملي تولیداتو کې زیاتوالی:
کله چې په یو هېواد کې پانګه اچوونه زیاته شي، هومره به تولیدات هم زیاتېږي. مانا دا چې پانګوال به ضرور یا په تولیدې برخه کې پانګوونه کوي او یا هم چوپړتیاوي؛ نو په دې سره به هېواد کې د ننه د توکو د تولید کچه زیاته شي، په هېواد کې د ننه د توکو تولید به  زمونږ د هېوادوالو د توکو لپاره اړتیا پوره کړي، همدارنګه د اړتیا په صورت کې به وکولای شو یاد تولیدات بهرنیو ملکونو ته هم صادر کړو، له هغې ورهاخوا د یادو تولیداتو څخه ګټه اخیستنه به زمونږ په هېواد کې د ننه د توکو لپاره اړتیا بسیا کړي او دا به د وارداتو لپاره زمونږ اړتیا را ټیټه کړي. د وارداتو د  کچې ټیټوالی او صادراتو زیاتوالی به د یو ملک ټریډ بیلانس (Trade Balance)  مثبت اړخ ته بوزي چې دا بیا د یو پرمختللي اقتصاد بېلګه ده.
 
 ۴. د وګړو ژوند په کچه کې مثبت بدلون:
کله چې په ملک کې پانګه اچوونه زیاته شي، هومره به وګړي په کار او روزګار بوخت شي او دا به د وګړو د عوایدو په کچه کې د زیاتوالي لامل شي، د عواید زیاتوالی به د وګړو د پېرودلو قوت او انتخاب لوړ کړي، او په دې سره به  وګړي وکولای شي غوره څیزونه وپېري، غوره ډوډی وخوري، په غوره روغتونونو کې درملنه وکړي او همدارنګه په لوړه سطحه او آرامه فضا کې زده کړي وکړي. د وګړو ژوند په کچه کې مثبت بدلون او پرمختګ د یو پرمختللی اقتصاد بیلګه ده.
 
۵. په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون:
کله چې په ملک کې پانګه اچوونه زیاته شي، د ټولنې وګړي به په کار بوخت شي او دې سره به د غلا، اخططاف او نورو ګڼ شمیر چارو څخه چې د ملک او ټولنه امنیت ته ګواښ وي مخنیوی وشي. څومره چې په یو ملک کې امنیتي حالت مخ په ښه کېدو وي هومره به د هېواد اقتصاد هم د پرمختګ پر لور روانېګي.
 
۶. په هېواد کې د ننه د صنعتي فابریکو زیاتوالی:
هغه هېوادونه معمولا تر نورو هغو ډیر لوړ اقتصاد لري، کوم چې د غوره صنعتونو او صنعتي فابریکو درلودونکي دي، پانګوال به معمولا د نور برخو ورهاخوا په صنعتي برخه کې هم  پانګوونه کوي او یاده پانګوونه د یو هېواد د اقتصادي سکتور د پراختیا لپاره د ملاتیر حیثیت لري. د لوړو صنعتي فابریکو شتون د لوړ اقتصاد درلودلو په مانا دی.
 
۷. د بنسټیزو پروژو لپاره لار هوارول:
بنسټیزې پروژې لکه د اوبو بندونو جوړول، لوی-لوی هوایي ډګرونه جوړول، سړکونه، کلینیکونه، روغتونونه او د معدنونو رایستل معمولا د یو هېواد د سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي بقا لپاره بنسټیز رول لوبولی شي. پانګه اچوونه په اصل کې د یو ملک عمومي او پوره سیستم په حرکت راولي، کله چې په هېواد دننه پانګه اچوونه زیاته شي، ملي تولیدات به زیات شي، تردې چې وبه شو کولای بهر ته یې هم صادر کړو او په دې سره به یو مثبت بیلانس او عاید ترلاسه کړو، مالیات به زیات شي او په دې سره به وشو وکولای د خپلې کلنې بودیجې په کچه کې زیاتوالی راولو.  کله چې مو مالي بودیجه زیاته شوه؛ نو بیا ډیره په آرامه سره کولای شو له یادې بودیجې څخه د ملي او بنسټیزو پروژو په پلې کولو کې ګټه پورته کړو. او د یادو پروژو پلي کول به مو د پرمختللیو هېوادونو په قطار کې راولي.
 
دا چې د پانګه اچوونه د یو هېواد د سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي پایښت لپاره تر بل هر څه زیات ارزښت لري: نو دولت ته په کار ده تر څو د پانګوالو د تشویق په موخه دوی ته ګڼ شمیر سهولتونه او فرصتونه وړاندې کړي تر څو پانګوال تشویق شي او پانګه اچوونې ته زړه ښه کړي، له بل اړخه هېوادوالو ته په کار ده د خپلو داخلې تولیداتو څخه ګټه پورته کړي او په دې سره د خپل کورني پانګوال ملاتړ وکړي او خپله هېوادنۍ مينه او مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.
 
په پای کې د یو پرمختللي، سوکاله، آباد او پر خپل اقتصادي ځواک ولاړ افغانستان په هيله.
تل دې وي افغانستان!