یواځې ملي دریځ د هیواد د نجات  لار ده

په ملي مسایلو کې د ریښتینوالي معیار ملي دریځ دی.ملي دریځ د خپل هیواد او خلکو د مادي او معنوي ارزښتونو په دفاع کې ټینګ ودریدل دي.د هیواد په موجوده حالاتو کې ایدیال سیاسي جریان ،آن ایدیال سیاسي شخصیت نشته،چې په ټوله معنی درست او سم وي،اما په ټاکلو پیښو او حالاتو کې د هر سیاسي سازمان او شخص په دریځ کې د هغه مثبت یا منفي رول څرګندیږي.ټولنیزې پیښې او بهیرونه لکه د هیواد اشغال،د خپلواکۍ له پاره جګړه...خورا پیچلې او څواړخیزه پدیدې وي،له همدې کبله پدې هکله د بیلابیلو اشخاصو اړیکې هم د پیچلتیاوو او ابهامو څخه ډکې وي.اما د ټاکلې پیښې یا بهیر په هکله د یو شخص یا سیاسي جریان د دریځ  ارزونه خورا ساده او روښانه کیدي شي،په تیره بیا کله ،چې ټاکلی معیار هم وجود ولري.

د امریکا له خوا د طالبانو د حکومت ړنګول، د افغانستان اشغال او روانه جګړه خورا پیچلې او څو اړخیزه نړیواله پروسه ده،چې درسته ارزونه یې خورا ګرانه چاره ده.د همدغې پیچلتیا پر بنسټ د هیواد خلک په دوو جبهو کې ویشل شوي دي:
- یوې خواته،یو شمیر هیوادوال د طالبانو په مشرۍ د بهرنیو پوځونو او د هغوۍ ملاتړی برحاله حکومت په مقابل کې جنګیږي؛

- بلې خواته،د ناټو ځواکونه او په اصطلاح ، د افغانستان د اسلامي جموریت ملي اردو،ملي پولیس...دي.

په مجموع کې ددې دواړو خواوو په هکله قضاوت او دریځ غوره کول خورا مغلقه چاره او دروند کار دی. اما  د سولې روانې پروسې او د هیواد د خپلواکۍ  په برخه کې موقف غوره کول خورا ساده او روښانه کرښه ده:

- لومړۍ ډله،د جګړې اصلي قربانیانو په توګه هڅه لري،چې خارجي پوځونه دې ،د جګړې اصلي علت په توګه، له هیواد څخه ووځي او د افغانانو ترمنځ دې سوله وشي؛

- دویمه ډله،غواړي د بهرنیو پوځونو په موجودیت کې ،چې د دوۍ د حاکمیت تضمینونکي دي،اوربند او سوله وشي.

دلته کوم ابهام او پیچلتیا نشته ،هر څه روښانه دي.لومړۍ ډله سوله او خپلواکۍ غواړي،دویمه ډله په بلواکۍ کې سوله غواړي.

په اوسني حالت کې، د بهرنیو پوځونو د بشپړ وتلو او د ریښتینې خپلواکۍ پلوي، د هیواد ټولو ریښتینو ملي شخصیتونو کړې ده. دا بشپړ ملي دریځ دی او د دوۍ سره مخالفت بشپړ ملي ضد دریځ کیږي.په هیواد کې ملي-آزادي بخښونکي غورځنګ په وروستیو څلورو لسیزو کې، د دنننیو او بهرنیو تو طیو په لومو کې بند پاتې دی او د مستقل قوت په توګه تبارز نه شي کولی،اما غوره موخه یې د هیواد ریښتینې خپلواکي ده.همدارنګه د طالبانو اصلي هدف له هیواده د بهرنیو پوځونو وتل دی. دا دواړه غورځنګونه دقیقاً همدلته په یوه ملي لار روان شوي دي.

د ناټو پوځونو په ضد د طالبانو معجزه آسا جګړه، د مودودي له افکارو څخه د طالبانو ایدیالوژیکي ریښې، په دیوبندي مدرسو کې د هغوۍ ښوونه او روزنه، د طالبانو د سرچینې په هکله د بې نظیرې، د پرویزمشرف او یا د امام کرنیل ...د څرګندونو فاکتونه ...،د یو واحد پیچلي واقعیت بیلا بیل اړخونه دي. طالبان د خپل قرون اوسطایي حکومت داري قهرجنې استبدادي شیوې سابقې او خپلو افراطي مذهبي عقایدو سره سره، په اوسني پړاو کې یواځنی وسله وال ځواک دی، چې امریکایي اشغال په ضد جنګیږي. په هیواد کې بل هیڅ پیاوړی ملي ـ ازادیبخښونکی غورځنګ، چې بهرنیو تیري کونکو په خلاف  د وسله والې مقابلې توان ولري، عملاً نشته. د خپلواکۍ له پاره د ملي غورځنګ پتنګانو ته پکار ده، چې د طالبانو څخه زیاتو قربانیو ته چمتو شي،تر څو د استقلال دودیزه مشرۍ په خپله غاړه اخیستلي وشي، هغه توان ،چې اوس په کې نه لیدل کیږي.

که ملي شخصیتونه، د امریکایي نیواک په ضد، د ملي پاڅون پلوي کوي او یا د عادلانه سولې د لارې چارې په لټون کې، کله ناکله د طالبانو سره همغږی کیږي، د همهغه سیاسي فورمول سره، چې د دښمن دښمن دوست دی، بشپړصدق کوي. دا ډول ملي شخصیتونه سره  ددې، چې سوچه مسلمانان دي، کله هم  مذهبي بنسټپالنې  او یا قومي تنګ نظریو ته ندي راټیټ شوي. «د افغانستان په تاریخ کې ملي پاڅونونو ... همیشه مذهبي ملاتړ درلود»، اما مشرۍ یې مدام ملي شخصیتونو کوله. د افغان او انګلیس په لومړۍ جګړه ،په دویمه جګړه  او د استقلال په جګړه کې همداسې وه.اما دادې دوه پلا کیږي،چې د ملي مقاومتونو رهبري مذهبي تنظیمونه په غاړه اخلي:

- لومړی ځل، د شوروي تیري په مقابل کې د افغان ولس په راس کې مذهبي سازمانونه ودریدل؛

- دا دی اوس د دویم ځل له پاره، طالبانو د امریکایي اشغال په ضد د هیواد ولسي پاڅون مشرۍ اخیستې ده.

که چیرې د سولې په روانه پروسه کې ،د  نړیوالو  حقوقو اګاه او د خپلواک او سرلوړي افغانستان ارمانجن ملي شخصیتونو  لارښوونې نه وي، کیدی شي د هیواد استقلال بیا هم د لومړي ځل په څیر د تنظیمي موخو قرباني شي.ملي شخصیتونو له هماغه پیله، کله چې امریکا د دموکراسۍ بنسټیز پرنسیپ ( ازادي ) په خلاف، د ولسونو د آزادۍ حق تر پښو لاندې کولو سره، افغانستان اشغال کړ،  د امریکایي اشغال  ضد  دریځ  نیولی دی. په اوسنیو حالاتو کې ملي دریځ، د نړیوال سیاست په وحشتناکه دښته کې، هغه یواځنی معیار دی،چې  افغانان پرې د قطب نما په څیر، خپله درسته لاره موندلی شي.

یواځې ملي دریځ کولای شي، طالبان د خپلې تنظیمي نیشې له پرامښۍ څخه راپورته کړي او د سولې له پاره یې د ریال سیاست ډګر ته  راکښ کاږي. «د ټول اسلامي امت د سرنوشت» کارت پاکستاني دولت په لاس کې اخیستی دی او هغه دوه مخی،د امریکا ستراتیژیک ملګری دی او یواځې  ریښتیني ملي دریځ کولای شي ،د ارګ د شاوخوا اوسنی حکومت د تاریخ د محاکمې له پنجو څخه وژغوري.