د سقاو له خټې

په رسنیو کې دا خبر چې پنجابي واکمن غواړي اسلام اباد کې کومه کوڅه د احمد شا مسعود په نوم ونوموي، ښکته پورته کیږي! ریښتیا هم د پنجاب د تاریخي دښمن، افغانستان په ویجاړۍ او د افغانانو په سپکاوۍ کې چې احمدشا مسعود او برهان الدین رباني کومه ونډه اخیستې، د مسعود او رباني په نوم یوه کوڅه څه چې که خپله پلازمېنه، اسلام اباد هم ونوموي، پنجاب به تاوان نه وي کړی، بلکې پوره ګټه به يي کړې وي.
 
که په ۱۹۲۹ کال پاکستان شتون درلودلی، د اوسني اسلام اباد پرځای به يي د خپلې پلازمینې نوم سقاواباد ایښی وای!
 
کوم خدمت چې سقاو او ډلې يي په ۱۹۲۹ کال د اماني غورځنګ په ړنګولو سره انګریز ته وکړ، د ۱۳۵۲ کال راهیسې د ارواښاد سردار داوودخان له واکمنۍ راوروسته احمدشا مسعود او برهان الدین رباني، په ورته ډول د انګریز میراثخور اسلام اباد ته ترسره کړ.
 
په افغانستان کې سقاویان او پاکستان کې پنجابیان په لویه کې د یوې انګریزي پروژې دوه برخې جوړوي چې د ډیورنډ تپلې کرښې دواړو غاړو ته، وخت ته په پام سره کارول کیږي!
 
پخواني سقاو او ډلې يي په ۱۹۲۹ کال د غازي امان الله خان د هېوادپالنې او د افغانستان لپاره يي د نوموړي د سوکالۍ او پرمختګ تګلار شنډه کړه، همداسې په ۱۹۹۲ کال بیا برهان الدین رباني او احمدشا مسعود افغان هېواد ویجاړ او افغانان يي د لويې سپکاوۍ او بدبختي سره مخ کړل.
 
د مسعود او ربانې ډله نن هم، د ولسمشر غني په مشرۍ د هغې کړنلار په وړاندې لوی خنډ جوړوي چې د غازي امان الله خان د اصلاحاتو نیمګړی فصل پليتوب لپاره په پام کې نېول شوې.
 
نصیراله بابر د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر، د مجاهدینو او طالبانو روزندوی او سمبالونکي، د وطن نومې مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي ول:
«ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجنير حبیب الرحمان بیا حکمتیار، احمدشا مسعود او وروسته رباني او نور دلته راغلل. هغوی ته موږ تریننګ شروع کړ... د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ تر ۱۹۷۷ پورې ما تریننګ ورکولو. په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته وو. دوی به د کابل له کالج او یونیورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ به تریننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي. مونږ دلته دوی هر یوه ته بېل بېل کارونه سپارل. رباني به شبنامې او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کول.
 
لیکن د داوود په وخت کي مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داوود ته یو درس ورکړو. مونږ احمدشا مسعود پنجشېر ته ولېږه. مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عملیات وکړل ( ۱۹۷۵ کې ) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره تریننګ شوي دي. هغو عملیاتو داوود ته پوره تاوان اړولی وو.
 
...بیا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ویل یی چې پيسې هم نشته او بل شی هم نشته، مونږ په ډېر بد حال یو ...نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ایران ته پيغام ولیږه چې مونږ دا خلک تریننګ کړی دي، ته له دوی سره مرسته وکړه ...بیا ما دوی امریکا ته بوتلل. زه خو له صوبه سرحد څخه وتلی نه شوم. زما یو دوست وو په اسلام اباد کې هغه هم کور جوړولو او ما هم، نو ما به دا مجاهدین د هغه کور ته ورلیږل، خو په شفر کې به مې خبره ورته کوله، ورته ویل به مې چې ګلکار درغی (ګلبدین) به ورغی او که به مې ورته ویل چې د بجلي والا ( برقي )  درغی نو احمدشا مسعود به ورغی.»
 
په ۱۹۹۲ کال او وروسته مسعود ــ رباني پخپل حکومت کې د جهاد وخت د ملاتړ په بدل کې د اسلام اباد د رضا لپاره لوی خدمتونه ترسره کړل. د پاکستان د استخباراتو مشر، جنرال حمیدګل يي د خپلو استخباراتو او ریاست لوی سلاکار وټاکه. افغان اردو يي له منځه یووړه او پوځي ټول وسایل يي وړیا او یا په ټيته بیه اسلام اباد ته ورکړل او یا يي د سوغات پتوګه ورکړل. د هېواد پلازمېنه کابل يي هدېره او کنډواله کړ، ۷۰ زره کابلښاریان يي له تیغه تېرکړل او د پاکستاني جنرالانو (اختر عبدالرحمان) دا خبره «Kabul must burn » يي په عمل کې ثابته کړه!
 
دا چې خلیل الله خلیلي د سقاویانو پاتېشونی، د افغانانو د قاتل جنرال ضیالحق په مړینه مرثیه وايي، تصادفي پېښه نه ده. دا ټول له یوې خټې جوړ دي!
شو ضیاالحق چراغ ارزوی مسلمین
علمدار مسلمین شو میهن سرباز دین
جانشین شیر یزدان شو در خیبر ګشا
در مقام خالدی، میدان محشر زمین
او تر پایه            
 
نن چې اسلام اباد احمد ولي مسعود هلته غواړي او کومه کوڅه يي د ورور(احمدشا مسعود) په نوم ورنوموي په حقیقت کې پنجاب ته د مسعود د تېرو خدمتونو په بدل کې ترسره کیږي. بلخوا نن هم اسلام اباد د مسعود کورنۍ ته تر پخوا زیاته اړتیا احساسوي. اسلام اباد چې د ولسمشر غني حکومت ړنګولو لپاره د ګلبدین او طالبانو په ژبه د موقت حکومت بولاله توده ساتي، د مسعود کورنۍ ته هم باید په دې تړاو نوې دنده ورپه ګوته کړي.
 
همدارنګه فکر نه کیږي چې ټوله خبره به یوازې د کومې کوڅې نومول وي، د موقت حکومت د غوښتنې تر تاوده ساتلو وراخوا، ډېرې نورې دندې هم شته چې اسلام اباد يي غواړي مسعود کورنۍ ته يي وسپاري. یوه زړه خبره به د ډیورنډ کرښې په اړه احمد ولي مسعود ته نوې سپارښتنې وي. بل پلو پنجاب غواړي چې مسعود خېل په افغانستان کې د هغې دندې ترسره کولو ته وهڅوي چې د اسلام اباد په اند يي د پښتنو د تحفظ مومینټ (PTM ) په لره پښتونخوا کې ترسره کوي. اسلام اباد باید افغان مرکزي حکومت په کور دننه بوخت وساتي. که په راتلونکې کې د طالبانو پروژه پیکه کیږي، بدیل يي باید مخکې تر مخکې  چمتو شوی وي.
 
ډیری افغان فکر کوي چې احمد ولي مسعود به د یو سرک د نومولو بدل کې په هېواد دننه  د څو سرکونو، ښوونځيو، پروژو او ماڼیو د تخریب دنده په غاړه اخیستې وي!
 
که پنجاب په اسلام اباد کې هره کوڅه د احمدشا مسعود په نوم نوموي، خو د مسعود په څنګ کې دې ورسره دا هم ولیکي: د بجلي ګر کوڅه!