محیط کې د وګړو د خواصو پرتله

دا هر چا ته بهتره معلومه ده چې یواځې انسانان نه بلکې ټول کاینات الله تعالی پیدا کړي،   پیدا کوونکی، روزونکی،  پالونکی،  او ساتونکی همدغه ستر او سپیڅلی الله تعالی دی، نو ځکه خو ورته د کایناتو رب هم وایي.

 هر موجود هغه که ژوندي موجودات دي او که غيرې ژوندي،  یو بل ته یې د ژوند تکیه ګرځولې ده ، بېل،  بېل یې د هر یو ژوند تعريف کړی دی، تر څو په خپل مسیر او تګلاره ژوند وکړي.

که چېرته په حقیقي ډول ورته نظر وکړل شي انسان یې تر هر موجود بهتره ګڼلی او ټول موجودات یې د همدې انسان تابع کړي دي، او هر انسان ته یې د ذهنی قوې په درلودلو سره جلا، جلا فکر او استعداد ورکړی دی چې انسان یې د بشر یو ستر شخصیت بللی.

خو دغه قوت او د مهار ته ډک ځواک  چې الله تعالی انسان ته ورکړی،  څوک منظمه او پر ځای  ګټه ترې پورته کوي او څوک بیا د همدې تګلارې نه برعکس استفاده کوي چې هم خپله شخص ته تاوان رسوي او هم ترې نور متضرره کېږي، چې دغه کمه غلطي د زیات زیان او تاوان سبب شي.

خو شخصیت جوړونه په ټولنه او سیمه کې د انساني ژوند کردار او د یوې منظمې لارې چې شخصیت جوړونه یې هدف وي مخه ته ولاړه شي بهترین او پر ځای عمل سره، سره بلکې یوه لوړه بریا هم ده.

د انسان سلوک او کردار په محیط کې د  وګړو د حرکاتو او عمل سره پر مخ بیولو کې جوړیږي،  یعنې د یو وګړي په شخصیت جوړونه کې د محیط اغېزه مستقیم رول لري چې خپله شخصیت تعریفوي.

د هرې سیمې خلک د خواصو او حرکاتو په پرتله جلا، جلا توپیر لري او د خواصو پرتله یې سره ډیره واضح او روښانه یي. 

انسان همېشه د ژوند په اصولو کې د ښې تګلارې او عمل  پیروي کوي، او همېشه خپل راتلونکې ته یوه مثبته تګلاره انتخابوي ، نه پرېږدي، د ژوند مخې ته هغه عوامل اجاد کړي چې ستونزه  یې بنسټ وي.

خو بیا ځینې  وګړي د نورو وګړو په درنښت سترګې پټوي او شخصیت وژنه یې کوي، دا یو ډول رواني رنځ دی، چې د سادیزم په نوم یادیږي.

ټول وګړي په ظاره سره بیلا، بیل توپیر لري یعنې اشکال یې سره تغیر کوي چې دغه بدلون (ښکلا، ټیټ قد،  لوړ قد، تور او سپین......) په غونډه نړۍ کې یو ستر بدلون دی، نو دا چې د وګړو (انساني) توپيرونه په نړۍ کې حتمي دي، نو بیا ولې هغه څه چې موږ یې نه لرو ارمان یې کوو او کله، کله په غیر انساني عمل (شخصیت وژنه) روږدي کېږو.

خوشحال خان بابا ته یو کس راغی او ورته یې وویل: د کلي خلک در پسې سپکې او سپورې کوې! د خوشحال خان بابا کس په ځواب کې وویل: "په سپکو سپک او په درندو دروند".