کمرغان، کمرغو او که کمر افغان؟

څرنګه چې مو په مخکنیو لیکنو کې ورته اشاره کړې ده ؛ د ځینو کلیو نومونه ځانګړی شالید لري، په کې پراته رازونه سړی نه پرېږدي چې قلم ترې پورته کړي د بېلګې په ډول ایریاب (د بڼ اوبه)،سبسنګ (سبا څنګ )، نک (ووړ کلی) دي خو همدا ډول اوس نو د کمرغان په نوم کې شته اسرار څېړو او د همدې کلي جوړښت  ته یوه لنډه کتنه کوو.

کمرغان چې د سبزسنګ (سباڅنګ) د کلي په لويديځ لور د څو کیلومترو په لېرېوالي د غرونو په منځ کې پروت دی،د ښو څړ ځایونو په لرلو سره د څارویو روزنې ته ښه چاپېریال رامنځ ته کړی دی،د کلي د کټې وټې تکیه هم تر ډېره پر مالداری ده، دې تر څنګ یوشمېر ابي او للمي ځمکې هم لري ، د رسمي او کلتوري اړخه له سباڅنګ سره تړلی دی، دا کلی چې رسمي شتون د سبا څنګ په سیمه کې راښیي، د معمول له مخې لوی کلي له ځان سره واړه کلي لري ، کمرغان یو له همدې کلیو څخه دی که څه هم  خو د لېرېوالي، سخت او اوږده ژمي ،د سختو لارو ،روغتیایي اسانتیاوو نشتون به هغه څه وي چې بېل کلی وپېژندل شي تر څو د ژوند د بنسټیزو خدمتونو څخه برخمن شي ، پاملرنه ورته زیاته شي، د کال په ګرمو موسمونوکې د سیاحت لپاره خوندوره سیمه ده خو اړینه ده چې نیمه ورځ د غرونو په منځ کې پلی تک وکړئ،که چېرته ستاسو سفر د پسرلي په لومړیو یا د مني په ورستیو کې وي باید د سړې هوا او واورې لپاره چمتو والی ولرئ. 

کمرغان چې د سیمې په ژبه د شنو غرو په منځ کې پروت دی، له منځ څخه یې د شملتو درې ته لار ورماته شوې ده خو دلته که ژبه او قوم بېلیږي خو ملت نه بيلیږي ،ښه ګاونډیتوب هغه څه دی ؛چې د دې سیمې د خلکو او قومونو په منځ کې د تاریخ له پاڼې رانيولې ان په ژوندی بڼه یې خواږه د خلکو په سینه کې خوندي دي. 

کمرغان یو ترکیبي نوم دی؛ چې کمر او غان دی ، کمر په پښتو کې د لویې ډبرې په مانا ژباړل کیږي، د ډبرې درول د کلیوال دود له مخې  هغه پوله ده چې دوو څنګ لوریو ترمنخ  حقونه خوندي کوي، واکونه یې محدودوي، د شیخړو د حل لامل کیږي ، چې له مخې یې دواړه لوري کولی شي په خپل منځ کې ارام او سولیز ژوند وکړي ، خو بلخوا غان شاید د افغان وروستاړی وي چې اوغان هم د ځینو لهجو له مخې ویل کیږي، همدې ته ورته هغه لاره چې په استرالیا هېواد کې افغانانو جوړه کړې ده؛ د همدوی د ستاینې په پار غان په نامه سره یادیږي،یا دا چې د غزني ولایت اړوند د ناور ولسوالۍ سره د وردګو ولایت اړوند د جغتو ولسوالۍ وروستۍ کرښه ده؛ چې پښتو او دري ژبې د ویونکو ترمنځ بېلوالی راځي ،د ناور دشملتو سیمې خلک یې په سیمه ایزه لهجه کمرغو نوم ورته کاروي چې موخه یې د وردګو سرحدی کلی دی؛ کوم چې په خپل منځ کې په پښتو ژبه خبرې کوي،همداشان پورته څېړنو ته په کتو دا نوم کمر افغان دی؛ د پښتنون یا افغان کلی  په نوم دی چې د لنډیز په بڼه ترې کمرغان جوړ شوی دی.