(۶۱) په نیکیو باندې د همیشوالی څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: «أَحَبَّ الْأَعْمَالِ إِلَى اللَّهِ أَدْوَمُهَا وَإِنْ قَلَّ».
ژباړه: غوره او خوښ عمل الله تعالی هغه دی چې همیشه وي که څه هم لږ ولې نوي.
(۶۲) الله جل جلاله د رضا په خاطر د جومات جوړولو څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: «مَنْ بَنَى لله مَسْجِداً ، بَنَى اللهُ لَهُ بَيْتاً فِي الْجَنّةِ».
ژباړه:« څوک چې د الله جل جلاله د رضا لپاره جومات جوړ کړي، الله تعالی به ورله په جنت کې کور جوړ کړی.
(63) سحر د دو رکعتو سنتو كولو څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«رَكْعَتَا الْفَجْرِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا».
ژباړه: د سحر دوه رکعته سنت د دنیا او هغه څه نه غوره دي چې په دنیا کې دي.
(64) بې له ګټې چاته د قرض ورکولو څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُقْرِضُ مُسْلِمًا قَرْضًا مَرَّتَيْنِ إِلَّا كَانَ كَصَدَقَتِهَا مَرَّةً».
ژباړه: داسې څوک مسلمان نشته چې یو مسلمان ته دوه ځلې قرض ورکړي، دا داسې ده لکه یو ځل چې یې صدقه کړي وي.
(65) د فرضي لمونځ څخه وروسته د اذکارو ویلو څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:« مَنْ سَبَّحَ اللَّهَ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، وَحَمِدَ اللَّهَ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، وَكَبَّرَ اللَّهَ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ، فَتِلْكَ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ» ، وَقَالَ: « تَمَامُ الْمِائَةِ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، غُفِرَتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ».
ژباړه: څوک چې د هر فرضي لمانځه څخه وروسته (۳۳) ځله سبحان الله (پاکی ده الله تعالی لره) ووایي،(۳۳) ځله الحمد الله(حمد او ثنا ده الله تعالی لره) ووایي ,او (33) ځله الله اکبر(لوى دي الله جل جلاله ) ووایي، نو دا (۹۹) ځل شو، بیا سل د پوره کیدو لپاره دا کلمات ووایي:( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) نشته دى مستحق دبندګى (معبود په حقه سره) مګر يوازې يو الله جل جلاله دى، هيڅ شريک نه لري، هغه لره پاچاهى ده، او هغه لره حمد اوثنا ده، هغه په هر څه برلاسه دى، ټول ګناهونه به یې وبښل شي اګر که سمندر د زګ هومره ولې نوي.
يادونه: پورتني ټول حديثونه صحيح دي.
وروستي