اجـــــــــرونه (نهمه برخه)

(۴۱) ناروغ د پوښتنې  څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَعُودُ مُسْلِمًا غُدْوَةً إِلَّا صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ حَتَّى يُمْسِيَ، وإِنْ عَادَة عَشِيَّةً صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ حَتَّى يُصْبِحَ، وَكَانَ لَهُ خَرِيفٌ فِي الْجَنَّةِ».
ژباړه: داسې هېڅ یو مسلمان نشته چې د سحر په وخت د یو بل ناروغ مسلمان تپوس وکړي مګر دا چې تر بیګاه پورې به ورله (۷۰۰۰۰) ملائکې د رحمت سوال کوي، او که چېرته د شپې لخوا یې پوښتنه وکړي نو تر سحره پورې به ورله (۷۰۰۰۰) ملائکې د رحمت سوال کوي، او د ده لپاره به په جنت کې د خرماو باغ وي.

(۴۲) د «سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ،سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيمِ» ویلو څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «كَلِمَتَانِ خَفِيفَتَانِ عَلَى اللِّسَانِ، ثَقِيلَتَانِ فِي الْمِيزَانِ، حَبِيبَتَانِ إِلَى الرَّحْمَنِ، سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ، سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيمِ».
ژباړه: دوه کلمې او جملې دي، په ژبه یې ویل اسانه دي، په تللو کې درنې دي، او الله جل جلاله ته ډېرې خوښې دي(سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ، سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيمِ)، پاکی ده الله تعالی لره سره د ثنا او ستاینې د هغه، پاک دی الله تعالی چې لوی ذات دی.

(۴۳) په مخلوق باندې د رحم او شفقت کولو څه اجر دي؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهُمُ الرَّحْمَنُ ارْحَمُوا مَنْ فِي الأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ».
ژباړه: په(مخلوق) رحم کوونکو باندې الله تعالی رحم کوي، تاسې په هغه چا رحم او مهربانې وکړئ چې په ځمکه کې دي، هغه ذات به په تاسې رحم او مهربانی وکړي چې په اسمان کې دی.

(۴۴) د مؤذن لپاره د اذان کولو څه اجر دی؟
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي:« فَإِنَّهُ لَا يَسْمَعُ مَدَى صَوْتِ الْمُؤَذِّنِ جِنٌّ وَلَا إِنْسٌ وَلَا حَجَرٌ وَلَا شَيْءٌ إِلَّا شَهِدَ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».
ژباړه: یقینا پېریان، انسانان کاڼې، او هر شی د مؤذن د اذان غږ نه اوري مګر دا چې د قیامت په ورځ به د ده لپاره ګواهي ورکوي.

(۴۵) د هغه چا لپاره چې د شپې د خوب نه د راپاڅیدو پر وخت دعا وکړي څه اجر دي؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ تَعَارَّ مِنَ اللَّيْلِ فَقَالَ حِينَ يَسْتَيْقِظُ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، يُحْيِي وَيُمِيتُ، بِيَدِهِ الْخَيْرُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ للَّهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ، ثُمَّ قَالَ: اللَهُم اغْفِرْ لِي وَدَعَا اسْتُجِيبَ لَهُ، فَإِنْ قَامَ فَتَوَضَّأَ ثُمَّ صَلَّى قُبِلَتْ صَلَاتُهُ».
ژباړه: څوک چې د شپی راویښ شو او د پاڅیدو پر وخت یې وويل: چې نشته دى مستحق د بندګى (معبود په حقه سره) مګر يوازې يو الله جل جلاله دى، هيڅ شريک نه لري، هغه لره پاچاهي ده، او هغه لره حمد اوثنا ده، هغه ژوندي کول او مړه کول کوي، دهغه په لاس کې ټول خير دي او هغه په هر څه برلاسه دي، پاکی ده الله تعالی لره، او ثنا ده الله تعالی لره، او نشته دى مستحق دبندګى مګر يوازې يو الله جل جلاله دى، الله لوی ذات دی، نشته دى اړوونکي د بدى او مرسته کوونکى په نيکۍ باندې مګر يوازې الله جل جلاله دي، او بیا ووایي: ای الله: ماته بښنه وکړي او دعا وغواړي نو دعا به یې قبوله شي، که چېرته پاڅیږي اودس وکړي او بیا لمونځ وکړي نو لمونځ به یې قبول شي.

يادونه: پورتني حديثونه ټول صحيح دي.
دوام لري...