بيتونه
خيال مې ستا په طرف يون کا
زړه مې تا پسې کړون کا
عاقبت به وينې وچوم
ستا جفا مې خوار مجنون کا
په زړګي مې اغزي شنه دي
ليونى به مې بيلتون کا
حوره مخي ظالم خوى دي
ژوندى ښخ مرد په مړيستون کا
بس چې حسن يې نو ډير شي
بيا نو کبر د قارون کا
*مومند محمدي اڅړ*
وروستي