په قطر کې د خپل منځي خبرو ځنډېدل او ورو کېدل اصلي لامل یې څه دی؟

له کله راهسي، چې دواړه لوري جمهوریت او طالبان د میز خبرو ته سره کېناست، نو له ځان سره یې ګڼې هیلې ولرلې او ملت خوښي څرګنده کړه، چې ګوندې د جنګ دا اوږده کشاله نور تمامښت وکړي.

دا زمېنه څنګه برابره شوه، چې دواړه سره سلا شي، چې خبرو ته سره حاضر شي؟
په افغانستان کې له کله هم چې د طالبانو رژیم امریکا ختم کړ او راوپرځوه، نو طالبان د کسات او غچ اخېستنې ضد د جنګ یوه برخه شوه.

که څه هم د افغانستان جنګ اوږده سابقه لري، خو د طالبانو او امریکا ترمنځ دا پروسه نېږې شلو کالونو ته رسېږي.

دواړي لوري د همدومره مودې جنګېدنې وروسته بلاخره په یوه نوي فکر او پالیسۍ تغیر پسې شول.

که څه هم امریکایي چارواکو ویلې، چې تر هغې افغانستان نه پرېږدي، څو چې طالبان د جنګ له پښو نه وي غورځولي او جګړه یې ختمه کړې نه وي، خو طالبانو ویلې چې تر هغې به جګړې ته دوام ورکوي، څو چې امریکایې ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي.

خو دې هر څه تغیر وکړ، ولې یې تغیر وکړ؟
ځکه امریکا په دې پوه شوه، چې د طالبانو ترشا ملاتړي د دوی سخت مخالفه ملکونه ایران او روسیه دي.

نو سم له لاسه یې خپله تګلاره تغیر کړه او ویې غوښتل چې له طالبانو سره باید سوله وکړي او طالبان خپلې والکې ته یې را وغورځوي.

همداسې یې وکړل، طالبانو ته یې د خبرو وړاندیز وکړ، دواړه اړخونه سره سلا شول د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ یې توافق نامه لاسلیک کړه، چې یو شرط دا هم ؤ، چې د طالب بندیانو له ازادېدو وروسته به طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنې.

په لومړی وار خبرو کې د مخالفتونو سره سره په کاري اصولو یو څه همغږي شول، د سلا مشورو لپاره د لومړي وارې خبرې د شل ورځنۍ وقفې په اساس پای ته ورسېدې، چې د طالبانو غړي پاکستان ته ستانه شول.  او دویم وار خبرې داسې مهال پیل شوې، چې له څو ورځني دوام وروسته خبرې ورو شوې او لا هم معلومه نه ده، چې کله به دوام پیدا کړي.

حکومت وایي چې د طالبانو ځینې غړي لاهم د دا ځل خبرو لپاره قطر ته نه دي رسېدلي او ځکه یې خبرې هم وځنډېډې، خو طالبان وایي چې دا سلا مشورو لپاره په خبرو کې وقفه مهمه ده.

ولې خبرې وځنډې او ورو برمخ ځي؟
د افغانستان په جګړه کې ښکېل د سیمې او نړۍ هیوادونه د خپلو ګټو خونديتوب په لټه کې دي او دا د هیوادونو ډېرښت دی، چې موضوع یې سره وشړوله.

ایران او پاکستان د موقتې ادارې د رامنځته کېدو لپاره کلکه غوښتنه کوي او طالبان هم ځکه په نظام باندې بحث کول غواړي چې دا د پاکستان د بهرني سیاست د میکانېزم یوه برخه ده. که داسې ونه شي پاکستان کې د طالبانو خوندي ځایونه ختمېږي، ملاتړ یې ور پرېږدي او طالبان د واک لپاره بیا هیڅ نه شي کولی.

• که موقت حکومت رامنخته کېږي اففانستان د تجزیې اړخ ته ځي چې د کورنیو جګړو احتمال ترڅنګ د نیونې او انحصار فیصدي زیاتېږي، خو دېته بیا امریکا اماده نه ده، ځکه په اسیا او په خاص ډول د افغانستان جغرافیې ساتل د خپلو ګټو او سرسختو مخالفو ایران، روسیې او چین د کنټرول لپاره مهم دی. طالبان اوس د پړانګ او پاڼ ترمنځ دي، پاکستان او امریکا دوه هغه هیوادونه دي، چې به خپلو کې باید په موقته اداره او ګټو خوندېتوب  باندې بحث وکړي، نو ځکه خو خلیلزاد په پرلاپسې ډول اسلام اباد ته سفرونه کوي.

• د ایران لاسپوڅي هم د موقتې ادارې لپاره خواري کوي او په قصدي ډول د جمهوریت ننګونه کوي.

• د موقتې ادارې د راتلو لپاره داخلي سیاسون هم په بیړه شپې او ورځې تېروي، چې موقته اداره راځي رهبري به یې دوی ته ورکړل شي. د افغانستان د ویش لپاره موقت حکومت بهترینه لار ده، چې د سیمې هیوادونه ورته لمن وهي.

د سولې خبرې تر هغې ښې مخته نه شې تلی، څو چې طالبانو له خپلو شریکانو سره اړیکې نه وي برابرې کړې. او یا امریکا او پاکستان یوې هوکړه ته سره نه وي رسېدلي.
اوس د روانو خبرو لپاره هم د خلکو هیلې مخ په کمېدو دي او تمه ګېري یې ختمه شوه، ځکه ګټه یې ونه کړه، خبرې جاري او جنګ تود.

که طالبان سوله وکړي، په افغانستان کې به جګړه ختمه شي؟
که طالبان سوله کوي نو د جګړې د ختمېدو لپاره امکانات کم دي، ځکه دلته لا هم دوه ویشت نورې مخالفې ډلې شتون لري، چې د جګړې غځېدو احتمال ډېروي، چې داعش یې تر ټولو مخکښ دی.

• نور نو داعش مطرح کېږي او له دې ادرسه به د سیمې هیوادونه خپل اهداف ترلاسه کوي.
او د نیوکه ګرو دا یو نوی فکر هم، چې د یوې بدیلې ډلې په وسیله نور هدفونه باید تعقیب شي، ځکه د طالبانو پر ضد د خلکو کرکه ډېره شوې او د طالبانو په اړه د خلکو ذهنیتونه بدل او تغیر شوي دي.

• چې دا کلیشه یې موضوع نور باید پای ته ورسېږي.