د سنګاپور د پرمختګ بنسټیز او مهم لاملونه او د افغانستان لپاره یې درسونه

(لمړۍ برخه) 
لمړی د سنګاپور د پرمختګ کیسه
د سنګاپور په هکله ځکه دا لیکنه ځکه ترتیب او شریکوم چې زما په اند موږ افغانانو ته زیات درسونه لري. سنګاپور که له غربي نړۍ زیات څه زده کړي، خو خپل ملي تفکر او ځانګړتیاوې یې ساتلې. خو موږ افغانان چې د سترو لوبو او ښکېلاکګرو د مداخلو او خپلو ټولنیزو شرایطو له کبله په افراط او تفریط کې راګیر خلک یو، یو شمېر خلک مو کله د شورویانو او کله د غرب د تهذیب په هکله افراطي نظر خپل کړي. بیله له دې چې د خپلې ټولنې شرایطو ته وګوري، داسې  فکر کوي چې که غربي دموکراسي هېواد ته هوبه هو راوړو، دا ملک به ګل او ګلزار شي. خو یو شمېر بیا د تفریط ښکار یو او د غرب هرڅه ردوو. خو سنګاپور داسې نه دی. تاسو به په دې لیکنه کې چې د سنګاپور د صدراعظم د مرستیال د مرکې په بنسټ تیاره شوې د دوی تدبیر وګورئ او ځکه نن نړۍ ورته ګوته په غاښ ده. 
 
د داسې پرمختګ بل ښه مثال چین دی. په سنګاپور کې« لي کوان یو » او په چین کې  « دینګ سیاوپنګ » دوه هغه رهبران وو چې هغه څه یې له غربه واخیستل چې د دوی په درد یې خوړل خو هغه چې د دوی له شرایطو سره برابر نه و، رد یې کړل. 
 
سنګاپور په ختیځه اسیا کې یو وړوکی هېواد دی چې ټول اوسېدونکي یې ( 5.7 ) میلیونه دي چې یوازې 61% (3.4M)  سلنه خلک یې د سنګاپور تابعیت لري او نور بهرنیان دي. ملي ژبه یې ملې  (Malay) او رسمي ژبې یې انګلیسي، ملې، مندرین او تامیل دي، له زیاتو نژادونو جوړ هېواد دی، ټول مساحت یې ( 728.0 km2    ) ده، کوم معدن، لویې ځمکې او طبیعي منابع نه لري، خو د پنځوسو کلونو په شاوخوا کې یې حیرانوونکی پرمختک کړی، ناخالص ملي عوایېد یې ($337.45 ) میلیارده ډالره چې سړي سر کلني عوایید یې (58,480$) کېږي او تر هالند لوړ خو له ډانمارک سره برابر دي او د پاکستان هېواد ناخالص ملی عوایید چې زیات نفوس، خاوره او منابع لري بیا یوازې  ( $270 ) میلیارده ډالره دي. 
 
که سنګاپور ته له بلې زاویې وګورو هلته په دې واړه ملک کې په ۲۰۰۵ ام میلادی کال  (66,000) بین المللي محصلانو په مختلفو مسلکونو کې درس لوسته او په همدې   (2005) ام کال د نړۍ په کچه  (16) غوره پوهنتونو هلته شتون درلود چې په مختلفو پروګرامونو کې یې په لوړه کچه محصلان روزل او اوس به لا نور زیات شوي وي. الازهر چې د اسلامي نړۍ هاروارډ پوهنتون هم ورته ویل کېږي په کال (2005)  کې یې په سنګاپور کې د اسلامي ټولنې سره په ګډه سره یو پوهنتون پیل کړ چې په اسلامي علومو کې تر مافوق لیسانس پورې به محصلان روزي. اوس بېرته د سنګاپور صدر اعظم له مرستیال او د مالیې له وزیر سره مرکې ته راځو:
 
د سنګاپور اقتصادي پرمختګ، ټولنیزې پالیسۍ او د ټولنیز محافظت او یا د بېوزلو د لاس نیوي سیستم نړیوال شهرت لری. د بي. بي. سي. خبریال «سټیفن سکر» د سنګاپور نړیوال شهرت لرونکي شخصیت، د هغه هیواد د صدارت مرستیال او مالیې وزیر ښاغلي      ( Tharman Shanmugaratnam ) «ترمن شنموګرتنم » د سویس هېواد په « سنټ ګلن سمپوزیم » کې د سلهاوو پوهانو په مخکې د سنګاپور د پرمختګ د لاملونو په هکله یوه مهمه مرکه وکړه. د دې مرکې ځینې مهمې برخې زه دلته رانقلوم او فکر کوم چې زموږ د ملي مشرانو او کادرونولپاره له زده کړو ډکه ده.
 
خبریال په پیل کې وویل: « سینګاپور په یوه نسل کې د دریمې نړۍ د کچې هېوادونو له ډلې راپورته او د پرمختللو هېوادونو په ډله کې د لمړۍ درجې اغیزمن قوت شوی دی. د ۱۹۶۰ لسیزې په کلونو کې له خپلې خپلواکۍ اخیستلو راهیسې په اقتصادي ډګر او نورو پرمختګونو کې یې یوه معجزه ښودلې ده. له دې پرمختګ څخه د نړۍ ټول هېوادونه او موږ ټول زیات څه زده کولی شو.»
 
خبریال لمړۍ پوښتنه وکړه: که  مهرباني وکړي په تېرو پنځوسو شاوخوا کلونو کې د سینګاپور د دې حیرانوونکی پرمختګ یو تر ټولو مهم او بنسټیز لامل په ګوته کړي او هغه داسې ځواب ورکړ:  
 
« د فکر یو خاصیت. موږ له کمښتونو او سختیو ګټه پورته کړه. موږ دوام لرونکې کمزورۍ په تلپاته قوت بدلې کړې. او دا د انساني تفکر او مغز یو تر ټولو مهم خاصیت دی. موږ کوم کمښتونه لرل؟ موږ یو داسې ملت نه و چې اړتیا وه او باید وی. دا د هغو خلکو یو ګروپ و چې له مختلفو استعماري سیمو په مختلفو ډولونو را مهاجر شوي و، زیات مختلف بنیادونه یې لرل، زیاتې مختلف عقیدوي او مذهبي سیستمونه یې لرل. موږ خورا کم وو، کوم کورنی مارکیټ مو نه درلود، استعمارګرانو یو دم پریښودو او برېتانیا خپل ولسوال قوتونه په چټکۍ وایستل چې زموږ په وړوکي اقتصاد یې خورا بده اغیزه وکړه. موږ د زیاتو سترو ګاونډیانو په منځ کې یو. زموږ سویل ته، د سنګار په پرتله پنځوس ځله یو ستر هېواد پروت دی چې له لمړۍ ورځې یې د سنګاپور او مالیزیا له رامنځته کېدو سره مخالفت وکړ. موږ ټول کمښتونه او کمزورۍ لرلې چې تاسې د یوه ملت لپاره ورباندې فکر کولئ شئ او موږ تمه نه لرله چې د یوه هېواد او ملت په توګه به ژوندي پاته شو، له موږ تمه نه کېده چې بقا د ولرو.
 
خو دا ننګونې د سنګاپور د بنسټګر « لي کوان یېو » او د مخکښو رهبرانو ټیم، په فرصت او قوت بدلې کړې، ځکه دا تفکر تاسو اړباسي چې درک کړئ، ټوله هغه څه چې لرئ یې، یوازې خپله تاسو یاست، نړۍ د تاسو په هېڅ شي کې پوروړې نه ده او له تاسو سره بل څوک نه مرسته کولی شي او نه یې کوي. ستاسو د ډبرینې وړې خاورې ټوټه – د خوښۍ ځای دی چې سنګاپور یو ډبرین ځای دی – کوم داسې ځای او کوم غر نه لرې چې اجازه درکړي لږ برېښنا په کې تولید کړې، هېڅ شی نه وو. یوازې د خلکو یو ګروپ د مختلفو بنیادونو او سابقو لرونکي وو چا چې غوښتل ګډ او سخت کار وکړي او اړ وو د ځان لپاره یو څه وکړي چې د یوه ملت په توګه ژوندي پاته شي او هم ځان د نړۍ لپاره رابطه لرونکی او مناسب ملګری جوړ کړي. دا لیدلوری او تفکر، چې د ځان په هکله فکر کوې او د پراخوالي او تاریخ مرسته درسره نشته او دا چې تاسو اړیاستئ د ځان لپاره یې خلق کړئ، ثابتېږي چې یو فوق العاده قوت او فرصت دی.»
 
زموږ لمړیو رهبرانو داسې یو سوچ او تفکر رامنځته کړ چې د هېواد د خاورې په مساحت او تاریخ نه بلکه یوازې په ځان او خپلو خلکو اتکا ولرو، په ماضي کې بند پاته نه شو بلکه راتلونکي ته وګورو. دا یو داسې فوق العاده او استثنايي تفکر دی چې ملتونه د غفلت څخه ساتي، په ماضي کې د پاتې کېدو او یا ناهیلیو په ځای زیاته ملي انرژي خلق کوي او د زیاتو بریاوو لامل ګرزي.  
 
خبریال: نو دا د ټولیز هوډ او یوه اجتماعي قرارداد یوه لاسته راوړنه وه.  چې کله د ختیځې اسیا ملکونو د ۶۰ مه لسیزې په شاوخوا کې  له استعماري قوتونو ازادي ترلاسه کړه، د زیاتو سترو ملکونو لکه اندونیزیا، پیلیفین، میانمار او نورو په هکله داسې فکر کېده چې زر به د قدرت مرکزونه شي، خو هغوی په مختلفو لارو لاړل او تر اوسه مبارزه کوي چې د رښتیني پرمختګ لاره ومومي، خو سینګاپور بیا داسې نه و، آیا د نورو سیمه ایزو هېوادونو په پرتله ستاسو وړوکی مساحت خو به ستاسو لپاره اسانتیاوې نه وي رامنځته کړې چې اداره او کنترول یې کړئ؟ 
 
ترمن: دا خورا سخت سوال دی. خو اجازه راکړئ په دې هکله خپل نظر تشریح کړم. زیات خلک د سنګاپور په هکله یوازې د اقتصادي پرمختګ او د لوړو سړی سر عوایدو لرلو فکر کوي، خو زموږ د ملک د پرمختګ مهم لامل زموږ ټولنیزه ستراتېژه وه، موږ خپلو مختلفو ژبو، نژادونو، مذاهبو او کلتوري تنوع ته د ستونزې په ځای د خپل فرصت او قوت په سترګه وکتل او ګټه مو ورنه پورته کړه. 
 
موږ تل د پالیسیو او ستراتيژيکو پلانونو په مرسته هڅه کړې، اوس هم دوام ورکوو او په راتلونکي به هم همداسې وي چې داسې یو کلتور رامنځته کړو چې د سنګاپور هر یو کس د هېواد په وړاندې د مسؤلیت احساس وکړي، موږ دې احساس ته د قدر په سترګه ګورو، قدر یې کوو او ځکه زیات کادرونه مو هم دا کلتور خپلوي. 
 
خبریال: خو ایا هغه له پاسه راجوړه شوه؟ او موږ د « لي کوان ییو » له شخصیته دا پرمختګونه نه شو بېلولی، تاسو ښه پوهېږی. دا خبرې له لمړي سره نه وې. هغه رامنځته او په خلکو یې پلې کړې. ترمن ځواب ورکړ: که د رهبرۍ مداخله نه وی، نو د ټولنو طبیعي کړنو به دا ټول نه وی رامنځته کړي. خبریال، بیخي همداسې ده. 
 
ترمن: نه یوازې په سنګاپور کې داسې ده بلکه د نړۍ په هرهېواد کې همداسې ده. د ټولنې طبیعي کړنو به ارو مرو یوازې په اسانۍ سره د بې باورۍ، ناآرامۍ، تعصباتو او کرکو لاره اواره کړې وی، هغه څه چې موږ یې نن سبا په زیاتو هېوادونو کې ګورو. 
 
د سنګاپور د لمړي وزیر مرستیال او د مالیې وزیر څخه د سوال او ځواب په وخت چا پوښتنه وکړه چې ولې په هند کې پرمختګ او د بېوزلۍ ورکول او ټولنیز عدالت ورو دي. هغه ځواب ورکړ چې هند که څه هم د نړۍ ستره دموکراسي او پېچلی هېواد دی، زیات امکانات او وړتیا لرونکي کادرونه لري خو داسې سیاسي کلتور یې نه دی رامنځته کړی چې له سیاستوالو سره حساب وشي او هغوی د مسؤلیت احساس وکړي. په یوه بل ځای کې یې وویل: د هند هر ځوان سیاستوال د کومې سترې کورنۍ غړی دی او عام خلک چې د غریب پاړکي څخه وي نه شي راپورته کېدی او دا د یوه ملک لپاره بده خبره ده. 
 
دا وتلی سیاستوال زښته زیات تاکید په دې کوي چې ښاري ساحې د پالیسیو او ستراتېژیکو پلانونو په مرسته باید داسې وده وکړي چې مختلف نژادونه او قومونه سره ګډ ژوند وکړي، داسې شرایط برابر شي چې د ټیټ پاړکي خلک منځنۍ کچې او لوړې کچې ته ارتقا وکړی شي، د هغه په وینا که په کومه ټولنه کې له ټیټ پاړکي څه کسان په څو نسلونو کې راپورته نه شي هغه ټولنه په پالیسیو، سیاسي او اقتصادي نهادونو کې ستونزې لري او سم برمختګ نه شي کولی. د نړۍ دې وتلي سیاستوال او کارپوه د چین هېواد د سیاستوالو په حساب ورکولو، د قانون په پلي کولو او نورو دموګرافیکی مقرراتو کې وستایه او د چین د نړیوال قدرت کېدلو یو لامل یې هم دا وباله. 
 
خبریال: سنګاپور څنګه بېزولي ټیټه وساتله او ان د لږ عاید لرونکي پاړکي زیات خلک هم کور لري.
ترمن: موږ یو عادت لرو چې هېڅکله مغروره کېږو نه، تل هڅه کوو چې نوښت وکړو، تل په خپلو پالیسیو شک کوو، موږ تل د نورو تجربو او پوهې ته تږي یو چې ورنه زده کړه وکړو او په خپلو شرایطو کې یې وکاروو، زه څو ځلې د مثال په توګه د جرمني په تخنیکي ښوونځیو ګرزېدلی یم، چې ورنه زده کړه وکړم، موږ تل په هر سکتور کې هم خپله تجربې کوو او هم یې له نورو یې زده کوو. 
 
خبریال: د سنګاپور دولت زیات قوي دی، خلکو ته هر څه دوی ټاکي، دا به تر څه وخته داسې وي، په امریکا کې بیا خلک وړوکی حکومت غواړي او باور لري چې خلک باید نوښتونه وکړي. تاسو تشویش نه لری چې کله به دا پالیسي له ستونزو سره مخ وي، خلک به نوښت نه شي کولی. 
 
ترمن: موږ باید متواضع و اوسو، موږ تل زده کړه کوو، خو باید ووایو چې په ټولو غربي ملکونو کې د امریکې، جرمني او انګلستان په ګډون په ښاري پالیسیو کې ستونزې رامنځته شوې، ښاري سیمې په شتمنو او بېوزلو ویشل شوې، سیمې په نژادي بېلو بېلو خلکو پورې اوس اړه لري، په بریتانیا کې مسلمانان په لس سلنه تر ټولو ټیټو ښاري سیمو کې اوسي، نو د دولت رهبري زیاته مهمه ده، یوازې مارکېټ هر څه نه شي سمولی. خلک د مشرانو په ویناوو نه شو هڅولی او رهبري کولی، نه یې شو یو موټی کولی او له تنبلۍ یې نه شو ساتلی، بلکه دا غوره پالیسۍ دي چې د خلکو عادتونه سم لوري ته رهبري کوي، داسې پالیسۍ په کار دي چې هم خلک رهبري کړي او هم ورسره مرسته وکړي او هم یې نوښتونه، د مسؤلیت احساس او د زیار ایستلو مینه تاواني نه کړي بلکه لا زیاته وده ورکړي.
 
په بله برخه کې به په هغو درسونو خبرې وکړو چې د افغانستان لپاره ګټور کېدی شي.
د یوه اباد او سرلوړي افغانستان په هیله
نور بیا....