د اداري فساد ضد اداره: ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت کې د ورځې په اوسط ډول ۷۰۰ زر ډالر شخصي جیبونو ته ځي

روهي ( درې نۍ / ۳۰ د مرغومي)، د افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ضد ادارې نن په خپله رسمي فیسبوک پاڼه باندې مالومات خپاره کړي.
 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزارت یو د مهمو عایداتي ادارو څخه شمیرل کیږي.‌ د شبکې د ځینو باوري سرچینو په وینا چې په یادو وزارت کې د فساد له امله په ملیونونو افغانۍ شخصي جیبونو ته ورځي او د غه ادارې د قانون څخه لوړې اداري دي.
 
د مسولینو په خبره د ورځې په اوسط ډول ۷۰۰ زره ډالر د وسایطو د تم ځایونو له لارې شخصي جیبونو ته ځي.
 
  په یاد وزارت کې د فساد لوی لامل د روڼتیا نه شتون دی او د روڼتیا نشتوالی ولس او مدني ټولنو سره د اطلاعاتو نه شریکول دي.‌
 
 
افغانستان د ادراي فساد پر وړاندې د مبارزې شبکې AACN   دوه ځل د نوموړي وزارت څخه د اطلاعاتو غوښتنه وکړه چې په دې غوښتنه شاوخوا پنځه میاشتې ووتې ولې تر دې دمه یادو وزارت د اطلاعاتو په ورکولو کې هیڅ  ګام نه دی پورته کړی. 
 

د فساد ضد اداره وایي ولس سره د اطلاعاتو نه شریکول د قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. هغه اطلاعات چې ولس سره نه شریکیږي او هلته فاحش او پراخ غبن ترسره کیږي. دا ډول ښکاره سرغړونې باید د قانون مطابق مجازات شي او له یادې ادارې څخه نه یواځې ولسمشر باید پارلمان هم پوښتنه وکړي ترڅو په راتلونکې کې هر څوک قانون ته غاړه کیږدي. 

د یادو څرګندونو غبرګون کې تر اوسه د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت مسولینو څه نه دي ویلي.