د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو پروژو اهمیت

د پنجشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو پر مهال د افغانستان او ترکمنستان د دواړو هیوادونو ترمنځ، درې مهمې اقتصادي او زېربنایي پروژې رسماً پرانیستې.

دغه درې واړه پروژې چې په کې د اقینه ـ اندخوی اورګاډي پټلۍ، د کرکي ـ اندخوی ـ پلخمري 500 KV برېښنا لېږد لین پروژه او د امام نظر ـ اقینه ـ سرحد اباد ـ تورغونډۍ د نوري فایبر د وصل پروژې شاملي دي، د ویډیو کنفرانس له لارې په کابل او د ترکمنستان لباب ښار کې د دواړو هیوادونو د جمهوررئیسانو په فرمان رسماً پرانیستل شوې. 

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دغه پروژې د اړیکو د لازیاتې پراختیا او سیمه ییز اتصال لیدلوري د تحقق په برخه کې مهمې بلل شوي دي.

د اقینه ـ اندخوی اورګاډي پټلۍ په مجموعي توګه ۳۰ کلیومتره اوږده ده چې ۲۴ کیلومتره پټلۍ یې اصلي او ۶ کیلومتره یې د اندخوی په سټیشن کې فرعي کرښې دي او افغانستان له دې لارې له زیاتو هیوادونو سره وصلېږي.

افغانستان او ترکمنستان تمه لري چې دا ګام د اسیا د څلور لارې په توګه د افغانستان د اقتصادي بدلون لپاره مهم دی. 

دېته ورته د کرکي ـ اندخوی ـ پلخمري برېښنا لېږد پروژه کې له اقینې څخه تر شبرغان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ او له شبرغان څخه تر مزارشریف پورې ۲۲۰ کیلوولټ لېن غځولو کار بشپړول، شاملېږي.

همداراز د نوري فایبر پروژه چې د ساختماني کېبل کار  یې په اقینې بندر کې بشپړ شوی، له مهمو پروژو څخه یوه ده چې د ترکمنستان هیواد له لارې د ۲۵۰۰ میګابایټ انټرنیټ په عرضه کولو سره به یې زموږ وطنوال په هرات او ګاونډیو ولایتونو کې له انټرنیټي خدمتونو برخمن شي.

دا پروژې د افغانانو او ترکمنانو له پراخ تود هرکلي سره مخ شوي چې کولی شي دا دوه هېوادونه نور هم سره نږدې او ګټې یې مشترکې شي.

افغانانو په خواله رسنیو کې له افغان حکومت مننه او قدردانی کړی چې داسې ستره پروژه یې په داسې سخت وضعیت کې پرانیسته چې کولی شي د افغانستان لپاره ډیرې ګټې راوړي.

اوس ځینې هېوادونه دې پایلې ته رسیدلي، که په افغانستان کې ثبات راشي، سیمه ییز اتصال رامنځ ته کوي چې د ټولو ګټې به پکې خوندي وي.

په ځانګړي ډول د سویلي او مرکزي اسیا لپاره ضرور ده چې د اقتصادي ودې او ترانزیټ لپاره د افغانستان خاورې کار واخلي، خو دا کار هغه وخت شونی دی چې په افغانستان کې ترهګري له منځه لاړه شي او ثبات رامنځ ته شي.

که هېوادونه د افغانستان په تړاو سالم رقابتونه رامنځ ته کړي، د ټولو په ګټه دي او په سیمه کې به یو صنعتي او تجارتي انقلاب رامنځ ته کړي.