د بائیډن حکومت څخه افغانستان څه لاسته راوړلی شي..؟

جوبائیډن د متحده ایالاتو شپږڅلوېښتم تجربه لروونکی منتخب ولسمشر به په داسې وخت کې لوړه وکړي چې د امریکا ډیموکراسي د خلکو تظاهراتو له لوري ننګول شوې ده چې دا ډول پیښې د امریکا په تاریخ کې کمرنګه لیدل کیږي او دا ډول حرکتونو د نړۍ مفکورین  اندیښمن کړي چې د نړۍ عصري لیبرالیزم د ډیموکراسۍ ننګول د دوی له تصور څخه لرې وو اما د امریکا تر ټولو پخوانۍ ډیموکراسي په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې په مساواتو باندې ټینګار کوي خو دا ډول حرکات دا ښایې چې انفرادي یا افرادو ټولنه په اسانۍ سره ماتېدلی شي پدې معنی چې د امریکا په ټولنه کې اکثره خلک جذب شوي له نړۍ مختلفو ټولنو څخه خلک ورغلي دي چې د دې ډول حرکاتو څخه داسې هم انګیرل کیږي چې په ټولنه کې د افرادو بعضې فردي حقوق هېر شوي دي ځکه چې په شپږم د جنوري  ۲۰۲۱م کال کې د خلکو غبرګون د ټولنیزو جوړښتونو له نګا څخه نه وو بلکې د مختلفو هېوادونو څخه ورغلي افراد پکې ډېر لیدل شوي دي چې د امریکا  د دولت له لوري د امریکایي اتباعو په توګه پخوا منل شوي، داسې اټکل هم کولی شو چې د پخوا څخه په اوسنيو حالاتو کې ډېر فردي  حقوق او یا ډیمرکراتیک حقوق په پام کې نیول کیږي چې سیاسي فیلسوفانو پخوا هم په فردي حقوقو باندې ټینګار کړی او فردي حقوق په پام کې نه نیول ډیموکراټيکه فضا هر وخت ننګولې او د بدلون هڅو ته به کوښښ شونی وي چې ممکن نه جبرانېدونکي پايلې به ولري.
 
په متحده ایالاتو کې به اساسآ ورته نورې ستونزې هم شتون ولري اما پدې لیکنه کې ډېر تمرکز پدې باندې کوو چې د افغانستان حکومت له جوبائیډن څخه څنګه ګټه اخیستلی شي..!؟
 
د متحده ایالاتو شپږڅلویښتم منتحب ولسمشرجوبائیډن ته د کور دننه ستونزو تر څنګ یو خروار نړیوالې ستونزې هم د حل و فصل لپاره ورپاتې دي اما اوس ویلی شو چې امریکا د موقتي غوربت سره مخ ده چې لومړی د کرونا وبا سره مبارزه ، د دې وبا له لاسه یې د روغتیایي ستونزو پشمول اقتصادي زيانونه، بیکاري او تر ټول لویه ستونزه چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري هغه د امریکا نییشنلیزم دی چې اوس وخت کې د مذهب، مهاجرت، نژادي او توکمیز تعصب ښکار شوی ده چې د جوبائیډن ماموریت به د دې ډول ستونزو ختمولو ته جدې مبارزه پیل کړي چې د ټرمپ حکومت له لاسه ورته ضرر رسیدلی دی او د دې تر څنګ د ډونالډ ترمپ ماموریت له لوري نورو مهمو نقطو بدلون ته هم ډیموکراتیکې هڅې پیل کړي دي چې پدې کې د کډوالو قانون ، ټاکنیز سیسټم په عصریت بدلول ، انتخاباتي قانون ، مشوراتي نهادونه ، سازماني اصلاحات او ورته نور ډیموکراتیک بنسټونو ترمیم او عصری کولو هڅې د يادونې وړ  دي او دا ډول هڅو یې پراخ بحثونه  را پارولي چې دې ډول بحثونو په امریکا کې خلک سره وویشل ، اوس به د متحده ایالاتو ولسمشر جوبائیډن ته به د نړی  د تهدیدونو تر څنګ په هېواد دننه تهدیدونه خورا مهم وي او دې سره سره به داخلي سیاست کې پدې هم ډېر ښکېل وي چې داخلی سیاست ودې ، د خپل ګوند تقاضا او غوښتنو ، جمهوري غوښتونکو سره مبارزې ته به ډېر ارزښت ورکړي او هم به د دې کوښښ کوي چې راتلونکي ټاکنې بیا وګټي.
 
په نړیوالوستونزو کې لومړی د امریکا متحدینو سره اړیکې رغول دي چې ډونالډ ټرمپ له لخوا د اقلیم  بدلون ، ایران سره اټومي تړون او د نړیوال روغتیایي سازمان څخه د امریکا په ایستلو ورته ضرر رسیدلی اوهم یې د چین سره د سوداګرۍ سوړ جنګ پریښی دی، د دې مواردو تر څنګ ورته نورو مسائیلو څخه داسې انګیرلي شو چې د جوبائیډن ماموریت به ډېر له مصروفیت ډک او توجه به یې د دې ستونزو رغولو او خپلو ګټو ته وي.
 
 پدې حالاتو کې اوس کابل ته څه کول پکار دي..!؟
د کابل اړیکې نور باید د امریکا باندینو چارو وزارت یا خاص استازي پورې محدودې نه شي د واشنګټن سره مستقیم لار پیدا کړي اما د ډونالډ ټرمپ بعضو مبالغې ډکو خبرو چې کړي یې دي دا معنی ورکوي چې ډونالډ ټرمپ د افغانستان باره کې کره معلومات نه لرل او نه ورته کره معلومات په وخت ورسیدل که چیرته کابل مستقیم واشنګټن سره اړیکې محکمې نه کړي او د جوبائیډن حکومت سره د نږدې اړیکو لرلو کوښښ ونه کړي لرې به نه وي چې کابل د پاکستان ، ایران او بعضې نورو هېوادونو فرمایشاتو ته ورپاتې شي او همدارنګه د کابل حکومت اړیکې د امریکا سپیني ماڼې په شمول ملی امنیت ، دفاع وزارت ، اقتصادي او سوداګريز سازمانونو ، څیړنیزو مراکزو او تر ګانګرېس پورې مستقیما ورسیږي ، جوبائیډن د اوباما ماموریت کې چې د سپینی ماڼې مرستيال پاتې شوی او همدارنګه د اوباما ماموریت له پاکستان سره چندان اړیکې هم نه درلودې بيا هم د اوباما د ماموریت وخت کې د امریکا لوی ستراتیژیک هدف ترلاسه کړ چې د  القاعدې مشر آسامه بن لادن په ايبټ اباد کې وژل وو او هم پاکستان د نن په څیر د تروریستانو او طالبانو ته خوندي ځایونو ، همکاریو او مرستو باندې تورن وو او پاکستان دا ځل هم د جوبائیډن ماموریت پیل څخه مخکې د طالبانو مشران بالل اسلام اباد ته ، د پاکستان په مختلفو روغتیایي مرکزو کې د طالبانو تداوي ، په افغانستان کې زخمي شویو طالبانو تداوي او د پاکستان خاورې له لوري د طالب مشرانو د طالب جنګالیو سره په پټه لیدۀ کاتۀ هغه څه وو چې پاکستان اوس په ښکاره نړۍ ته وښوده چې طالبان د دوی په لاس کې دي او د دوی په همکارۍ او مرستو يې په افغانستان کې جنګ تود ساتلی یعنی د کابل شکونه چې پخوا راهیسې یې لرل اوس په ریښتیا شول، اما د دې تر څنګ په پدې وروستیو کې پاکستان په لاهور ښار کې په تروریستي حملو کې ملوث مشهور مشر ذاکر الرحمن نیول کیدل او بندي کیدل او هم حافظ السعید ساتل ، په پاکستان کې مختلفو سیاسي ګوندونو غورځنګونو خصوصا په پاکستان کې دننه او د نړۍ په کچه د پشتون او بلوچ سولییز لریونونه او ورته نور حرکاتونو له امله نړیوال په پاکستان باندې نور هم شکي کولی شي او ممکن پاکستان د مختلفو فشارونه لاندې ونیول شي ، اما پاکستان د دا ډول فشارونو په مخنیوي کې ښه عالي تجربه لري او اوس یې هم د فشارونو په مخنیوي کې ښه اقدامات کړي چې ښه مثال یې کابل سره د اړیکو جوړول ، په افغانستان کې د سولې بهیر څخه ملاتړ، سعودي عربستان ته بیرته ځان نږدې کول او د ترکیې،  مالیزیا ، روسیې ، توجه جلب کول ، چین ته نږدې کیدل او ورته نور اقدامات دي چې پاکستان د نړۍ مستقیم فشارونو څخه ځان ساتلی، هېره د نه وي چې پاکستان غیر مستقیم هندوستان سره موضوعاتو حل ته هم نرموالی ښودلی چې ښه مثال یې له ټرمپ څخه د درېیم ګړي په حیث رول غوښتنه وه او هم یې د هندوستان نیول شوي استخباراتي شخص اعدام ځنډیدل او په کشمیر باندې پراخ غبرګون نه ښودل ، مومبايي حملو کې ملوث مشر ذاکر الرحمن نیول او بندې کول ، حافظ السعید محدودول دا هغه څه دي چې پاکستان نور د هندوستان دښمنۍ څخه ځان ساتي اما دا به وخت سره معلومیږي چې دغه ډول نرموالی به پاکستان ته څه ډول ګټه وکړي؟
 
که چیرې د سولې مزاکرات پېچلي کیږي کابل ته د نړیوالو تر څنګ متحده ایالاتو ملاتړ او همکاري خواره مهمه ده او هم هغه امتیازات چې سوله کې ګاونډيان بیا خصوصا پاکستان اخلي د امریکا سره نږدې اړیکو ساتلو باندې کابل کولی شي چې دا ډول امتیازات راوګرځوي پدې شرط چې کابل تر اخیره پورې په خپلو ګټو باندې کلک وفادار پاتې شي او هم کابل کولی شي چې د امریکا سره په نږدې اړیکو کې د سولي خبرې بریالی کړي.
 
پدې وروستیو کې د امریکا او هندوستان نږدی کیدل کابل ته یو بل فورست هم په لاس ورکوي چې ستراتیژیک دوست هېواد هندوستان څخه د سیمې په سیاست کې او همدارنګه اقتصادي همکاریو تر څنګ کابل هند څخه د امریکا سره د نږدي اړیکو جوړولو کې مرسته وغواړي لکه څرنګه چې پاکستان د سعودي عربستان څخه د ټرمپ ماموریت سره په اړیکو جوړولو کې مرسته اخیستې وه پدې شرط چې کابل په نوي ډهلي  افغانستان سفارت کې ریښتوني باتجربه  ډیپلوماتان ولري اما نن ستراتیژیک دوست هېواد کې دغه مهم سفارت د ماشومانو په لاس کې دی چې زیاتره ډیپلوماتان د هندوستان شخصي پوهنتونونو کې محصلین دي چې نیمه ورځ شخصي مصروفیاتو کې مصروف او نیمه ورځ د سفارت په کارونو کې..!!
 
هغه کورنۍ وظیفه چې نړیوالو مرستو پوري مشروط ده،کابل یې باید په وخت او په پوره مسولیت سره اداکړي چې د دې کورنۍ وظیفې په درست او سمه توګه ترسره کول هم د دې سبب کرځیدلی شي چې د واشنګټن توجه جلب کړي،
 
پدې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې د څو ورځو راهیسي د سولي مزاکراتي بحثونه د نامعلومو دلایلو امله ولاړ دي چې دا د ضعف نقطه ښایي پدې معنی چې دلته د جوبائیډن ماموریت پيل ته انتظار کول او د جوبائیډن ماموریت به څرنګه نړیواله پالیسي اختیار کوي داسې انګیرلي شو چې دواړه لوري د امریکا ګټو څخه پرته هیڅ تصمیم نشي نیولی او یا د دواړو لوریو خپلواکۍ احساس تر پوښتنی لاندې راتللی شي، پدې مهمو خبرو کې پرمختګ د امریکا راتلونکي ماموریت توجه لا ښه جذب کیدلی شوه خو متاسفانه چې د ځنډ دلایل به یې څه وي..!!؟ 
 
د دې تر څنګ د کابل حکومت د ښې حکومتوالۍ، اتحاد، د افغانانو ملاتړ، فساد سره مبارزه، عدالت تامین او غښتلي نظام ته په هڅو کولو سره هم نه تنها د امریکا نوی ماموریت بلکې د  نړۍ هېوادونو توجو هم جلب کولی شي چې دغه توجه په همکارۍ او مرستو باندې مثبت اغیز لرلی شي.