د خوست د چاپي رسنيو په ډګر کې يو دنګ غر مستربل هم وځليد .

د خوست د چاپي رسنيو په ډګر کې يو دنګ غر مستربل هم وځليد . د مستربل مياشتنۍ جريدې د لومړي کال دويمه ګڼه خپره شوه . د مستربل جريدۍ موسس او مسوول چلوونکى نجيب الله الوخېل دى . د مستربل لومړۍ ګڼه ازميښتي ګڼه وه چې په لږ شمير کې چاپ شوې وه ، خو دا ګڼه يې په لوړ تيراژ خپره او چاپ شوېده. په نومړې ګڼه کې بيلا بيل ګزارشونه ،ليکنې، شعرونه او نور په زړه پورې او د ويلو وړ مطالب راغلي دي. د مستربل جريدې دا ګڼه د خوست ښار له کتابتونونو څخه په بيه اخيستلاى شئ.