په موسى كلا كې څلور طالبان وژل شوي دي

د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپانې په خپرولو سره خبر وكړى چې نن سهار شپږ بجې په موسى كلا ولسوالۍ كې ديوې وسلوالې نښتې په ترڅ كې د دولت څلور تنه مخالفين وژل شوي دي. خبرپاڼې زياته كړي چې د ملي اردو سر تيري په چاڼيزو عملياتو بوخت و چې نوموړې نښته رامنځته شوه.له نښتې وروسته د ملي اردو سرتيرو ته زيات شمير وسله او څلور موټر سايكلونه لاس ته ورغلي دي. موسى كلا د په هلمند كې پرته وسلوالي چې ايله څه موده وړاندې د دولت لاس ته ورغله له دې وړاندې دا وسلوالي له طالبانو سره وه.