د کمال خان بند ارزښت مو لیدلی وخت ناوخت یې ایران ولې د جوړیدو مخالفت کوي؟

روهي ( څلور نۍ / ۲۳ د مرغومي)، د نیمروز ولايت د کمال خان بند د اوبو ذخيره کولو ته چمتو دی.
 
د اوبو د چارو د تنظيم د ملي ادارې مشر خان محمد تکل وايي، په دې بند کې به د سږنیو اورښتونو او سېلابونو اوبو ذخيره شي.
 

ايران وخت ناوخت هڅه کړې، چې د دغه بند د جوړېدو مخنیوی وکړي.
 
دا بند چی د ۷۸ ميلیونه ډالرو په لګښت د افغان دولت له بودجې جوړېږې د نهه میګاواټه برېښنا د تولید ترڅنګ ۸۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکو ته اوبه ورکولی شي.
 
ایران ته له افغانستانه د بهېدونکو اوبو د کنټرول او مدیریت پر سره په دې ورستیو کی د افغانستان او ګاونډي ایران تر منځ د نظر اختلاف رابرسیره شوی.
 
د کمال خان بند د نیمروز د چهاربرجنک په ولسوالی کی د هلمند پر سيند جوړېږی. د اوبو د زیرمه کولو ظرفیت یی د سلما او د بخش آباد تر بندونو کم خو اهمیت یې ډېر بلل شوی.
 

کمال خان بند د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې یو له سترو پروژو څخه ده چې د اوبو مدیریت، برېښنا تولید، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د سېلابونو مهار او خلکو ته د کارموندنې په موخه جوړېږي چې ۹۵ سلنه رغنیزې چارې یې بشپړې شوي او په نږدې راتلوونکي کې به د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس انجنیر خان محمد تکل لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 

د کمال خان بند له بشپړېدو وروسته، ۲۷۸۸ میلیونه متر مکعبه اوبه مهار کوي؛ ۵۵ ملیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي؛ ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي او د ۹ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري.