په لومړي ځل په افغانستان کې د کوڅې شل بال ايزه کرکټ وشو

په لومړي ځل د کرکټ د يو نوې بڼې يعنې د کوڅې شل بال ايزه يا سټريټ ټونټي بال کرکټ په افغانستان کې د لوبې سپورټي روزنيزې مؤسسې ايل ايس ټي اوو له خوا د خوست په ولايت کې وشو، دا نوې بڼه کرکټ د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا منل شوی او له نور عادي کرکټ سره خورا زيات تفاوت لري.
پدې کرکټ کې دوه لوبډلې وي او هره لوبډله له شپږ لوبغاړو مشتمله ده، پدې ډول کرکټ کې يو اوور څلور باله حسابيږي او د يوه ټيم هر لوبغاړی بايد څلور باله يعنې يو اوور وکړي خو ويکټ کيپر ته د بولينګ اجازه نشته او په مقابل کې ويکټ کيپر بايد د خپلې لوبډلې د بېټينګ په پړاوو کې لومړی بېټينګ ته راووځي يعنې اوپنينګ بايد وکړي.
وايډ په درېيو منډو حسابيږي او که بېټسمين شپږه ووهي نو سوځي ولې د شپږې منډې يې د خپلې لوبډلې په نفعه ګڼلې کيږي، نور اصول يې د عادي کرکټ غوندې دي.
د کوڅې شل بال ايزه کرکټ په لومړي ځل د خوست په ولايت کې ايل ايس ټي اوو چې د کرکټ ودې لپاره کار کوي ترسره کړ، پدې ټورنمنټ کې دوولس لوبډلو برخه اخېستې وه او پايلوبې ته د باختر رڼا عالي ليسې او شهيد محمد داود خان د ليسې لوبډلې ووتې او پايلوبه د باختر عالي ليسې لوبډلې وګټله او پدې توګه دا ليسه په افغانستان کې ددې ډول کرکټ لومړنۍ اتله لوبډله ګڼلې کيږي.
د ايل ايس ټي اوو د مؤسسې د روزنې د څانګې مسؤل زراب شاه زهير وايي ددې کرکټ ليدو ته په زرګونو خوستي تماشه چيان راتلل او په وينا يې چې په زړه پورې لوبې وې، ښاغلی زهير وايي دا کرکټ بيخي نوی دی، خو په زړه پورې، اي سي سي سره رسميت لري او ايل ايس ټي اوو پدې وياړي چې دا ډول کرکټ په افغانستان کې رواجوي.
له ايل ايس ټي اوو سره د سټريټ ټونټي بال کرکټ په دې ټورنمنټ کې د ملي لوبډلې لوبغاړو دولت احمدزي او احمدشاه احمدي هم مرسته کړې، ددې مؤسسې چارواکی زراب شاه زهير زياتوي چې دا مؤسسه په پام کې لري څو نور د کوڅې شل بال ايزه کرکټ ټورنمنټونه هم په لار واچوي.
د ايل ايس ټي اوو چارواکي وايي چې دوی د دوولس لوبډلو هر لوبغاړي ته د لوبو جامي ورکړي چې پدې ډول له لوبغاړو سره مرسته شوي وي دا ډول ګټونکې لوبډلې او د ټورنمنټ دوهمې لوبډلې ته جايزې هم ورکړل شوي.
لوبه سپورټي روزنيزه مؤسسه يا ايل ايس ټي اوو هڅه کوي ترڅو په افغانستان کې د کرکټ لوبې ته وده ورکړي او په همدې خاطر په کرکټ کې د ظرفيتونو په لوړولو ګڼ پروګرامونه لري.