په افغانستان کې د پاکستان لاسوهني او د افغانانو حالت

دا یو حقیقت دی چې پاکستان د پیدایښت له وخته د افغانستان په قضایاوو کې ښکېل دی، کله چې افغانستان د پاکستان له جوړیدو وروسته په ملګروملتونو کې د هغه د غړیتوب مخالفت وکړ نو پاکستان د افغانستان له قوي حکومت څخه په ډار کې شو، د افغانستان په داخلي چارو کې یې لاسوهنه پیل کړه چې افغانستان هم مجبورا د پاکستان په مقابل کې ایستاده ګي غوره کړه، دا چې پاکستان د افغانستان خاوره نېولې ده، چې په اوس مهال کې دا خاوره( پښتونستان) نږدې د ټول افغانستان معادل نفوس لري نو افغانستان هم په آسانۍ له خپلې غوښتنې نه تیریږي، نو د دې لپاره یې له هندوستان سره چې د پاکستان د هډ دښمن بلل کیږي، نږدې شو، چې دې کار پاکستان په اندیښنه کې کړ او پاکستان لا افغانستان ته متوجه شو.

په ۱۳۵۷ کال کې چې کله په افغانستان کې یو ملي نظام ړنګ شو نو پاکستان ته یوه موقع په لاس ورغله، چې ښي اړخي ډلې چې غړي یې په پاکستان کې وو، د کیڼ اړخو کمونیستي ګروپونو پر ضد وساتل چې نتیجه کې یې نږدې څوارلس کاله جنګ او د شوروي اتحاد د عسکرو د مداخلې باعث شول، په دې جنګ کې افغانانو ډېر تلفات ولیدل، خو شورویان ووتل او د هغوی ګوډاګی نظام نسکور شو، په دغه وخت کې بیا هم په افغانستان کې د قدرت پر سر سخته جګړه ونښته چې د دغه جنګ ځینې خواوې د پاکستان دوستان او ځینې بیا یې دښمنان پاتې شول، په دې سره د پاکستان د کالونو کالونو خوبونه په اوبو لاهو شول، مګر بیا هم پاکستان لاس تر زنې نه کیناست او په معادلو لارو چارو یې لاس پورې کړ، وروسته په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید وشو، پاکستان د هغه وخت افغان دولت سره اړیکې پرې کړې او د هیواد په جنوب کې د طالبانو سره په اړیکه شول، طالبانو انارشي ګروپونه مات او تر ۲۰۰۱ م کال پورې یې د افغانستان ۹۵ فیصده خاوره ونیوه، اسلامي امارت یې قایم او شرعي حدود یې نافذ کړل.

طالبان که څه هم د افغان جنګي ګروپونو په ضد یو حرکت و، خو بیا هم د جګړې مخالفو خواوو د پاکستان پلویان بلل، دا ځکه چې طالبانو خپلې وسلې د پاکستان نه تر لاسه کولې او زیات تجارت یې هم د پاکستان سره و، وروسته چې کله په ۲۰۰۱ کال کې د نیویارک او واشنګټن پېښې په کومو کې چې په زرګونو خلک ووژل شول د طالبانو د واک عمر ور لنډ کړ، ځکه چې د دغو پېښو مسؤل اسامه بن لادن چې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې و، وګڼل شو او طالبانو یې امریکا ته له سپارلو ډډه وکړه.

طالبان د امریکا د بمباریو په نتیجه کې له واکه لرې شول، خو سوګند یې وکړ چې هیڅکله به ماتي ونه مني، د طالبانو ستر مشر ملا محمد عمر مجاهد چې یو مبارز انسان و، خپلو ټولو جنګیالیو ته وویل؛ چې زه اصیل افغانان پیژنم، هغوی هیڅکله د پردیو زور نه مني، موږ به تر اخیري سلګۍ پورې وجنګیږو او هیڅکله به د پردیو په واسطه را منځته شوی حاکمیت ونه منو، یو څو کاله وروسته د طالبانو خوځښتونه ډېر شول، امریکايي او افغان ځواکونو پر طالبانو عملیات پیل کړل خو د طالبانو په ځپنه کې پاتې راغلل، امریکایي او افغان چارواکو د پاکستان څخه د طالبانو په ځپنه کې مرسته وغوښته، پاکستان هم په قباییلي سیمو کې د طالبانو پر ضد عملیات وکړل، مګر افغان طالبان لا پسې خطرناک شول او د هېواد په داخل کې یې امریکايي او افغاني اهداف تر اور لاندې ونیول، افغان چارواکو ویل د افغاني طالبانو سره د پاکستان پوځ او استخبارات مرسته کوي او یوازې هغه پاکستاني طالبان له منځه وړي چې د پاکستان د دولت پر ضد جنګ کوي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ نندرۍ زیاتې شوې، امریکا هم نه غوښتل چې د افغانستان لپاره پاکستان خپه کړي نو ځکه یې د افغان چارواکو خبرو ته غوږ ونه نیوه، سره د دې چې د طالبانو په رانسکورولو کې پاکستان د امریکا زیاته مرسته کړې وه، خو د طالبانو نه وروسته نظام او دولت یې د ځان لپاره په زیان وباله نو ځکه یې د امریکا سره د طالبانو په ځپنه کې فریب وکړ او لکه څنګه چې امریکا او افغان دولت غوښتل طالبان وځپي، و یې نه ځپل، وروسته امریکایانو هم د پاکستان څخه ګېلې پیل کړې، مګر پاکستان ته یې د طالبانو ختمول او ورک کول، د کاڼي کرښه ونه کښله، طالبانو د هېواد په مختلفو برخو کې پر امریکایي او افغاني ځواکونو چریکي عملیات پیل کړل، چې دغو عملیاتو د امریکایانو او افغانانو د سر او مال زیانونه زیات کړل، افغان دولت په ځلونو ځلونو د پاکستان نه غوښتنه وکړه چې طالبان له خپلې خاورې وباسي، خو پاکستان د افغان دولت او امریکایانو دغه خبرې بې بنسټه وبللې.

طالبانو هره ورځ پر امریکايي عسکرو فشار ډېر کړ، امریکا دې ته تیاره شوه چې د طالبانو سره خبرو ته کیني، په ۲۰۱۳ م کال کې په قطر دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر جوړ شو او امریکایانو د طالبانو سره تماسونه پیل کړل، په ۲۰۱۸ م کې یې زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه وټاکه، امریکایانو له طالبانو سره د ۲۰۲۰ م کال فبرورۍ کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې ټول امریکایي پوځیان تر ۲۰۲۱ م کال د می میاشتې تر نیمایي پورې له افغان خاورې وزي او اوس تقریبا د می نیمایي ته پنځه میاشتې پاتې دي.

د افغان سولې په نامعلوم برخلیک کې د پاکستان له روله هم انکار نه شي کیدای، داسې ویل کیږي چې سولې ته د طالبانو په حاضرولو کې پاکستان د امریکا سره همکاري کړې چې دې خبرې ته افغان دولت په اندیښنه کې دی او داسې فکر کوي چې هسې نه د امریکا او پاکستان په ګډ مصلحت کې پر دوی کوم څه وتپل شي، په هر صورت د افغان دولت اندیښنه یوازې له پاکستانه هم نه ده، بلکې د طالبانو له سیاسي ځواکه هم په وېره کې دی، ځکه افغان دولت فکر کوي چې که چېرې طالبان وسله ولري او کابل ته راشي نو اوسنی نظام به فلج کړي او د خپلې خوښې قوانېن به پلي کړي چې دا به د ځینو ډلو او افرادو د نابودۍ په مانا وي، چې له اغېزې یې خپله محمد اشرف غني او د ده ټیم هم ترې مستثنا کیدای نه شي، محمد اشرف غني چې د ځینو تعلیم یافته افغانانو په منځ کې یې تر ټولو زیات لوړ تحصیلات کړي دي خو په فکري لحاظ د طالبانو سره جوړ نه ښکاري، ځکه طالبان سوچه اسلامي سني ډله ده او د غنې په اړه بیا ویل کیږي چې افغان ملتپالی او په ایډیالوژیک لحاظ د افغانستان پخوانیو کیڼ اړخو ته مایل دی، نو په دې توګه د طالب او غني په منځ کې ډېر واټن لیدل کیږي، نو ځکه به راتلونکې کې طالبان اشرف غني او دده ځینې فکري ملګري ونه غواړي.

افغان دولت چې د امریکا په مادي او معنوي ملاتړ تر دې وخته وچلېد، اوس یې د کمزورۍ نښې له ورایه معلومیږي، دا ځکه چې د یوې خوا امریکایي عسکر له افغان خاورې د وتو په درشل کې دي او بل خوا طالبانو خپلو حملو ته د هېواد په مختلفو برخو کې زور ورکړی، چې په کې هره ورځ د افغان دولت پوځي او ملکي مامورین وژل کیږي چې ور سره د افغان دولت د اوربند او د عامو خلکو د سولې غږونه اوچتیږي، طالبان هم د سولې نارې وهي خو د اوربند لپاره زړه نه ښه کوي، طالبان ممکن فکر کوي چې تر څو دوی سره د سولې په یوه معتمد تړون توافق نه وي شوی، د اوربند کول ورته هیڅ مانا نه لري.