
نوراحمد عايل
د ټوکيو پوهنتون پوهانو په خپلو نوو څېړنو کې جوته کړې ده ،چې دهر ځل سترگو رپولو په وخت کې د ٤٥٠ ميلي ثانيې په اندازه هغه اطلاعات ،چې د سترگو له لارې مغزو ته ځي درېږي.ياني په هره دقيقه کې په منځني ډول ٦ ثانيې اطلاعات د سترگو رپولو له امله له لاسه ورکوو.
د ټوکيو پوهنتون څخه ښاغلى ناکانو وايي: داپه دې مانا ده چې د يوۀ ١٥٠ دقيقه ييز سينمايي فلم د کتلو په پايله کې موږ ١٥ دقيقې فلم نه وينو اوپه سترگو رپولو يې تېروو،خو څېړنې ښيي ،چې د انسان ماغزه په يو ډول نه يوډول دا له لاسه وتي اطلاعات جبران کوي.
څېړنې ښيي، چې د انسان د سترگو رپول په هغو صحنو پورې اړوند دي چې ورته گوري، په دې څېړنو کې يوه ډله خلک د يوه سينمايي فلم د ليدلو په حال کې تر څېړنې لاندې ونيول شول، دې کسانو چې فلم ته کتل په هغه صحنه کې به يې سترگې ډېرې کمې رپولې چې صحنه به حساسه او مهمه وه، اوکه به صحنه حساسه اومهمه نه وه، بيا به يې سترگې ډېرې رپولې په دقيقه توگه په هغه وخت کې چې د فلم اتل به په صحنه کې نه وو.
بله په زړه پورې خبره چې مشخصه شوې داده،چې په ډېرى وختونو کې ددې فلم د کتلو په وخت کې د ورته ناستو کسانو د سترگو رپول مشابه وو.