روهي ( پنځه نۍ / ۱۸ د مرغومي) ، د افغانستان بریښنا شرکت مسولینو په خبره هېواد کې د برښنا کمښت ستونزې حل لپاره د افغانستان برښنا شرکت مشرتابه د پرلپسې هڅو پایله کې ازبیکستان څخه د وارداتي برښنا تخنیکي ستونزه تر حلیدو ورسېده.
خبر پاڼه کې راغلي دا مهال نایب آباد کې د برښنا کچه تر ۳۰۰ میګاواټو لوړه شوي او د تاجیکستان برښنا کچه له ۸۰ میګاواټو څخه ۱۲۰میګاواټو ته لوړه کړل شوي، چې له شمالي ولایتونو وروسته یې ۲۱۰ میګاواټه کابل ته را رسیږي، خو دا چې د شپې مهال د برښنا اړتیا لوړیږي، نو د افغانستان برښنا شرکت دې اړتیا ته په پام سره ۴۴ میګاواټه له ماهیپر، ۲۲میګاواټه له سروبي او ۹۶ میګاواټه له نغلو برښنا تولید فابرېکې څخه تر لاسه کوي، چې له شته وارداتي برښنا سره یو ځای ټولټال ۳۷۲ میګاواټه برښنا کیږي.
د بریښنا شرکت وایي هېواد کې د برښنا له ټولو پېرودونکو غوښتنه کیږي، چې د برښنا نسبي کمښت ستونزې تر بشپړ حل پورې دې د برښنا په لګښت کې سپما ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
وروستي