د سولې دوهم پړاوو خبرو کې په څه بحث کیږي او اختلاف په څه دی؟

روهي ( څلور نۍ / ۱۷ د مرغومي)، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی د دویم پړاو مذاکراتو د پيل لپاره دوحې ته تللی دی. 

ټاکل شوې وه چې پلاوی وړمه ورځ دوحې ته لاړ شي او پرون مذاکرات باید پيل شوي وای، خو د هوا د خرابوالي له امله سفر ځنډېدلی و.

 ارګ وایي چې په مذاکراتو کې باید تر هر څه وړاندې پر اوربند خبرې وشي، سره له دې د ملي مصالحې عالي شورا هم دا تمه لري چې په دې پړاو کې مذاکرات د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي. له دې سره جوخت زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی و او دلته یې د سولې په تړاو له ګڼو سیاسي څېرو سره لیدلي دي ویل کیږي چې خلیلزاد به لومړی ترکمنستان او بیا دوحې ته لاړ شي.
 
د ولسی جرګي غړي وایي مذاکراتي پلاوي دې ژر تر ژره پر اوربند هوکړې ته ورسېږي.

ولسي جرګه وایي د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ باید مذاکرات چټک شي.  په خبرو کې نرمښت وښيي او د جګړو د ختمېدو لپاره دې خبرې چټکې کړي.
 
اورپایي ټولنه وایي، په افغانستان کې روان تاوریخوالی د اندېښنې وړ دی او که طالبان په ریښتیا سوله غواړي اوربند دې وکړي.
 
د ولسي جرګې غړي وایي د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ باید مذاکرات چټک شي. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو په پیلېدو  اړتیا ده چې ژر تر ژره جګړه ختمه شي او اوربند تامین شي.
 
 د سولې مرکچي پلاوي  غړي شریفه زرمتۍ وایي  اوربند د افغانانو تر ټولو ستره غوښتنه ده او دواړه لوري دې ژر تر ژره دې هدف ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې کوي.
 
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په خپلو تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلې، چې جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کیدلی شي او په وینا اختلافات باید د خبرو له لارې حل شي.
 
د افغان دولت مرکچي پلاوی چې پرون د دویم پړاو خبرو لپاره دوحې ته ولاړ وایي، چې د خبرو په دې پړاو کې به یې ټینګار د جګړې په دریدو او اوربند وي.
 
ددې ترڅنګ چې د خبرو د دویم پړاو په پېل کې به د واک پر شریکولو هم خبرې وشي خو د ملي پخلاینې عالي شور وايي، چې د خبرو په دویم پړاو کې به تر ډېره په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت او د جګړې پر بندېدو ټینګار وشي.
 
بلخوا افغان حکومت وايي چې مذاکرات باید د جګړو د پای ته رسېدو سبب شي او مذاکراتي پلاوی به په دویم پړاو کې پر اوربند او د جګړې پر ختمېدو بحث کوي. د ولسمشر ویاند په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، مذاکراتي پلاوی دوحې ته تللی او د حکومت بشپړ ملاتړ له ځان سره لري. د ده په خبره: ((یاد پلاوی د افغان دولت او خلکو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري او د افغانانو لومړیتوب ژر تر ژره د تاوتریخوالي درېدل، اوربند او تلپاتې سولې ته رسېدل دي)).
 
د سیاسي چارو شنونکی نذیر زاهد وایي  هیواد کې روان وضیعت هیچا ته د قبول وړ نه دی.

زاهد وایی د "دوهم پړاو خبرو لپاره هم هیلې شته او هم ناهیلې ځکه له حالاتو نه پوهیږي چې سولې ته رسیږي او که به بیرته هیواد کې جګړه پیل کیږي.
 
ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې د سولې له خبرو سره هممهاله روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلي او تاوتریخوالی کم کړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له خلیلزاد سره د خبرو پر مهال ویلي چې خبرې باید د سولې سبب شي او دلته دې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره اغېزناک ګامونه اوچت کړل شي. هغه هم اوسنی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی دی.
 
اورپایي ټولنه وایي، په افغانستان کې روان تاوریخوالی د اندېښنې وړ دی او که طالبان په ریښتیا سوله غواړي اوربند دې وکړي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د استازي مرستیال ارناوت پاولس ويلي، په دې اساس وخت کې د جګړې دوام هیڅ د منلو وړ نه دی.
 
د افغان دولت او طالب مرکچي پلاویو ترمنځ د خبرو د پېل درې میاشتې تیریږي چې په لومړي پړاو کې د له دریو میاشتو خبرو وروسته دواړو ډلو د کړنلارې پر سر هوکړه وکړه چې اوس به یادې ډلې د اجنډا پر سر بحثونه پیلوي.