د مسلمانانو د بې اعتباره کېدو ځینې علتونه

دغه خبره باید هر لوستونکي ته ښه واضح شي، چې دغه څه چې زه لیکم، دغه زما شخصي نظر دی، او دغه په هېڅ صورت کې ددې معنٰی نه ورکوي، چې هغه به د نیمګړتیاوو څخه خالي وي.
په اوسني وخت کې زیاتره مسلمانان په دغه فکر کې ډوب تللي دي، چې ولې د نړۍ په اسلامي او غیر اسلامي ملکونو کې، یو زیات شمېر خلک په مسلمانانو بې اعتباره شوي دي. ډېرو خلکو به، پدغه هکله ډول ډول نظرونه وړاندې کړي وي. زه هم پدې هکله خپل شخصي نظر په لاندې ډول سره وړاندې کوم.

زما په نظر سره د مسلمانانو د بې اعتباره کېدو یو اصلي علت د مسلمانانو د قول او د عمل تر منځ څرګنده او ښکاره توپیر دی، او دغه د خبرو او عمل تر منځ‌ توپیر ورو ورو مخ په زیاتېدو هم دى.
چه حتٰی په اسلامي نړۍ کې هم زیاتره خلک، ځینو دیني علماوو او سیاستوالو ته د شک په سترګه ګوري، او شک کول د ټولو بد بختیو سرچینه ده.

ځینې مسلمانان ډېرې ښکلې خبرې کوي، لیکن عمل یې بیا باالکل سرچپه وي. په اوسني وخت کې د هر ملک خلک له خپلو سیاستوالو څخه ښې خاطرې نلري، او ټولو ته دا تقریباً منل شوی حقیقت دی، چې د ځینو وګړو، د خبرو او عمل تر منځ ډېر توپیر شته دی.

د اسلامی هیوادونو وګړي هم له دغه ناوړه حالت څخه په امن کې ندي پاته شوي، او همدغه علت دی، چې ځینو مسلمانانو متأسفانه خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

د مسلمانانو دپاره، الله(ج) دغه خبره په واضح ټکو په قرآن شریف کې ذکر کړېده، چې هغه څه مه وایئ، چې د هغو د کولو نیت او اراده نلرئ!

د خبرو او د عمل تر منځ د ښکاره توپیر ناوړه نتیجه هره ورځ د ژوندانه په هر اړخ کې په خپلو سترګو لیدل کیږي.

د مثال په توګه، که یو پلار خپل اولاد ته د ښو کارونو سپارښتنه کوي او ورته وایي، چې هېڅکله دروغ مه وایئ، نو کله چې اولادونه بیا خپل پلار ویني چې د دنیوي ګټو په خاطر بیا بربنډ دروغ وايي، نو اولادونو ته د خپل پلار قدر ډېر کمیږي، او هغوی ورو ورو پخپل پلار بې اعتباره کیږي. که چېرې خدای مکړه، د یوه کور پلار د هغه د اولادونو په نزد یو ځل بې اعتباره شو، نو هغه کور ته بیا کور نه ویل کیږي.

د یادولو وړ یې بولم، چې په یوه سالمه کورنۍ کې، د کورنۍ غړو ته د هغه د مشر، قول او عمل ډېر د اهمیت وړ وي.

همدارنګه، د دیني علماوو قول او عمل، بیا تر ټولو مهم دی. د مثال په توګه، که یو دیني عالم د سود حراموالی بیانوي، لېکن، همدغه دیني عالم پخپله بیا د سود کاروبار کوي، نو دغه دیني عالم د خلکو په نزد ډېر بې اعتباره کیږي، او بیا خلک دده ښو خبرو ته هم، کوم اهمیت نه ورکوي.

د یوه مسلمان سیاستوال قول او عمل، د خلکو په نزد ډېر د اهمیت وړ دی. ځینې مسلمان سیاستوال د یو څو رأیو د لاسته راوړلو په خاطر خلکو ته ډېرې غوړې وعدې ورکوي، لیکن هغه بیا په عمل کې نه پیاده کوي. چې په نتیجه کې یې هغه سیاستوال د خلکو په نزد اعتبار له لاسه ورکوي.

که خدای مکړه، یو څوک د چا په نزد یو ځل خپل اعتبار، له لاسه ورکړي، نو هغه به بیا خپل ټول عمر، هغه پخوانی اعتبار لاسته رانه وړای شي. هرڅه چې خام وي، پخیږي، خو انسان چې یوځل خام شولو، بیا نه پخیږي.

مونږه وینو چې اوسنۍ نړۍ د یوه وړوکي کلی په شان ده، چې هره خبره په ډیر لنډ وخت کې، پرته له کومې ستونزې د هغې له یوه سر څخه تر بل سر پورې مزل کولای شي.

د اسلامي ملکونو، ولسمشران، علماء، سیاستوال، او عادي وګړي، باید دې حقیقت ته ښه متوجې وي، چې دوی د نړۍ د ټولو مسلمانانو، څخه استازیتوب کوي، او د دوی کړنې ، په نورو مسلمانانو مستقیماً ښه او بد تأثیر لرلای شي.

د یادولو وړ ده، چې الحمدلله! د اسلام سپېڅلی دین، هر وخت خپلو پیروانو ته د نېکو اعمالو د سرته رسولو امر کوي، او زمونږه یوازینی مسىٔولیت دا دی، چې هغه د اسلام په رڼا کې، په عمل کې پیاده کړو، او بس.

د پام وړ ټکي:
یو مسلمان باید هر وخت کوښښ وکړي، چې خپل قول په عمل کې پیاده کړي. نن سبا ټول خلک د یوه چا عمل ته ګوري، او هیڅوک هم د چا په تشو وعدو نه غولیږي. ټول خلک د خپلو دیني علماوو، خپلو سیاستوالو، او مشرانو عمل ته سترګې په لاره وي، او له هغوی څخه د ښو کړنو انتظار لري، نوځکه موږه ددې لپاره چه خبرې او عمل مو سره یوشی شي، باید خپلې نیکې وعدې په عمل کې پیاده کړو، ترڅو خلکو ته خپله اسلامي سپېڅلتیا ثابته کړو.

کله چې یو څوک د خلکو په نزد بې اعتباره شو، نو بیا د هغه په صحیح خبره هم څوک باور نشي کولای، او هغه هېڅکله هم بیا خپل لومړنی اعتبار نشي لاسته راوړلی.

هغه دیني عالم چې څه وایي، او هغه په عمل کې پیاده کوي هم، هغه خلکو ته ډېر د قدر وړ ښکاري، د هغو خبرو ته خلک ښه غوږ‌ نیسي، او د هغه خبرې د زړه له کومي مني.

د یادولو وړ ده، چې هغه مسلمانان چې په غیر اسلامي ملکونو کې ژوند کوي، هغوی باید خپلو کړنو ته ډېره جدي پاملرنه وکړي. دا پدې خاطر، چې هغوی د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه استازیتوب کوي. یعنې د دوی ښه او‌ بد کارونه، په ټولو مسلمانانو یو رغنده مثبت او منفی تأثیر لري. د دوی ښه او یا بد کارونه، پخپله د مسلمانانو په کورنیو او د هغه ټولنې په نورو وګړو، ښه او بده اغېزه کولای شي.

په اوسني وخت کې ډېر کم خلک، په غیر اسلامي ملکونو کې د اسلام په هکله غواړي سمه پلټنه وکړي، چې ترڅو د اسلام په اړه کره معلومات لاسته راوړي. دوی ټول، اسلام د مسلمانانو د خبرو او اعمالو څخه پیژني.

حتٰی لرې به نه وي، چې د مسلمانانو ښې کړنې او ښه عمل ددې سبب شي، چې دا نور ډیر خلک هم د اسلام سره د خواخوږۍ په درلودلو سربېره، اسلام قبول او مسلمانان شي. خو خدای مکړه داسې ونشي، چې د یوه مسلمان د بدو کړنو په خاطر، د هغه ټولنې وګړي، له اسلام او مسلمانانو سره پخپلو زړونو کې کرکه پیداکړي.

که چېرې، د یوه مسلمان ناوړه کارونه، د یوه چا د اسلام د نه منلو سبب وګرزي، نو دا بیا یوه بله ګناه ګڼل کېدلای شي.

په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته په ډېره عاجزی خپل دواړه لاسونه پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه سوله راولي، چې الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي، او الله (ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یا رب العٰلمین.