عامې روغتیا وزارت کې بدلون او که د عطا محمد نور زورواکۍ بیا پیل؟

روهي ( جمعه /  ۱۲ د مرغومي)،  د روغتیا د وزیر احمد جواد عثماني د ګوښه کیدو له اعلان سره جوخت تیر ماښام ولسمشر غني روغتیا وزارت ته تللی او هلته یې له نورو مسوولینو سره یوه ناسته کې ګډون کړی.
 
ولسمشر ویلي چې وزارت کې به ژور بدلونونه راولي او ګواښ یې کړی چې زما له خپل لاسلیک پرته د مقرریو  هیڅ لیست هم د اعتبار  وړ نه دی.
 
 ولسمشر غني تیر ماښام د عامې روغتیا وزارت په انګړ کې د یاد وزارت معینانو او نورو مسوولینو ته ویلي چې دې وروستیو کې په عامې روغتیا وزارت کې رامنځته شوی وضعیت په واقعي توګه غمناک او ټولو ته سپکاوی دی. باید قانون ته درناوی وشي، ټول مسایل د قانوني مراجعو له لارې تطبیق او حق حقدار ته ورسېږي؛ همداراز هغه کسان چې له قانون یې سرغړونه کړې، مجازات شي.
 
غني ویلي دې وزارت ته سیاسي شخص نه راځي، مسلکي مسوول به ولري. په وزارت کې باید د همکارۍ، همدلۍ او پېوستون کاري فضا او د اصلاح لپاره ټینګه اراده موجوده وي.
 
ارګ وایي د درملو په برخه کې به واضح سیستم ایجادېږي او باید د ولایتي ریاستونو صلاحیتونه او مسوولیتونه په اساسي توګه وارزول شي.-زموږ طبي سیستم باید، د باور وړ، مسلکي، متعهد، د مهارت لرونکی او معیاري وي او موږ پرې پانګونه کوو.

طبي کادر، روغتونونو او خلکو ته وعدې باید واضح، مشخصې او د ضرب الاجل لرونکي وي او باید په راتلونکو څلورو میاشتو کې بین المللي شریکانو ته په ډاګه کړو چې طبي سیستم او په هغه کې د اصلاحاتو بهیر په شفاف او اغېزناک ډول مخته ځي.
 
عطا محمد نور د حکومت له خوا د عامې روغتيا وزير جواد احمد عثماني ګوښه کېدو ته غبرګونه ښوودلی.
 
عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې مونږ د هر هغې پرېکړې پر وړاندې چې عادلانه محکمې ثباته کړې نه وي، سخت ځواب ورکوو. 

عطا  لېکلي دي چې دا ډول پرېکړه حساسیت پارونکې، له سپکاوي ډکه، پر قومي تعصب ولاړه او ديکتاتورانه ده.