د نن کابل ته ښه راغلاست  

(کابل خوني ښار) دا مې نه ویل ، خو په ډیره سخته یې وایم!!
کابل ته مې د داسې وروستاړو ورکول هیڅ پیرزو نشي او نه مې زړه مني خو کله کله درباندې د حالاتو بدمرغي ډيرې کانې وکړي او ډیرې ناویلې درباندې و وايي. 
دلته دا شیبې د مرګ غږونه کوي، څوک یې اوري او چا پرې غوږونه ټپ کړي دي تر هغې چې د هغوی د مرګ غږ هم پورته شي.

پوهیږئ زه مې ژوند ته دومره په تمه نه یم، خو هغوی چې په تمه دي چې څه ګټه به ترې وکړي او څه ارمان به یې ترسره شي، د هغوی د تمو نیمګړي پاتې کیدل مې ځوروي.
د ژوند د نن سهار کیسه درته کوم، له لمانځه وروسته مې پر بالښت تکیه وهلې وه چې د یوې چاودنې غږ مې د تخت څنګ ته د کړکۍ شیشې و کړنګولې، د کور خوا ته سړک کې مو چسپکي بم یو رینجر نښه کړی و، یو ارمان یې قتل کړی و او دوه نور یې ټپیان کړي وو. دا یې وروسته بیا خبرونو کې و ویل!

ورپسې دویم خبر مې د کاري میز پر سر واورید، له ملګري او د شمشاد تلویزیون همکار؛ درویش صیب سره مې پس له مودې چټ کاوه ، راته یې کړه چې صبر پر یوسف رشید برید شوی دی هغه را اخلم! ما ویل څه څه ...؟ نا؟؟ یوسف رشید!

پر ټاکنو د څار د یوې کمیټې مشر یوسف رشید چې فقط دوه که درې ځل مې له نږدې لیدلی او دواړه ځل مې یې له اخلاص پرته نور هیڅ نه دي لیدلي، اوس یې د مرګ خبر اورم.

سخته ده کنه چې، له یو چا سره دې لیدلي وي او بیا یې د مرګ او هغه هم د بل پر لاس د ساه اخیستو له خبر خبریږې. غوره دا ده چې ښې خاطرې دې ترې ذهن کې پاتې وي؛ ښه ده کنه، هم هغه ته او هم تاته!

نه پوهیږم، او نه هم تخمین وهلی شم، چې دا لړۍ دریږي او که دوام پیدا کوي، زه پکې هم نښه کیږم او که ژوندی پاتې کیږم خو باور وکړئ چې د کابل دا ورځې ښې نه دي!! د کابل دا ورځې مو بیخي نه وای لیدلي نو ښه به وه! دا به مو بیا په عمر هیرې نشي.

رښتیا ورسره مې پر ټویټر د سلیمان لایق یو بیت هم مخ ته راغی؛ داسې څه یې ویلي و:
زمانې په کابل هغه چارې وکړې 
چي هرات لیدلې نه وي له چنګېزه

د کابل دا ورځې د ارمانونو، روحونو، زړونو او وجودونو سوځوونکې دي، د کابل دا ورځې هیڅ ښې نه دي!

زړه مې و چې اوس ولیکم چې حکومت باید یو څه چاره وکړي، بیا مې ژر پام شو چې حکومت خو تر موږ هم کمزوری دی، ما ویل چې له حکومت ګیله وکړم خو شکایت به نو له چا، چاته کوم؟ زه تر اوسه په دې لوبه نه یم او نه مې پرې سرخلاصیږي، ځکه زما ذهن تر ټکو او الفاظو پورته د ژوند او حالاتو په هیڅ لوبه نه خلاصیږي. 

سر مې در خوږ کړو خو یاددښت یې وګڼئ! زه تر دې پورته "اوس" هیڅ نشم کولای او که څوک یې کولای شي او نه یې کوي نو د ولس آه دې ورسره مل شي او خدای دې پر خپل سخت غضب اخته کړي چې د ژوند تر وروستۍ شیبې ترې و نه رغیږي.

خدای ته مو پناه وړې ده، تاسې یې هم یوسئ ځکه ژغورونکی او سزا ورکوونکی دواړه هماغه دی!
_____
کال ۱۳۹۹ – ژمی – د جدي دریمه ، سهار ۱۰ او ۵۰ دقیقې