روهي ( یوه نۍ/ ۷ د مرغومي)، کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د تېرو ۴۸ ساعتونو په موده کې یې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۲۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، دویمې، درېیمې، څلورمې، پنځمې، اتمې، لسمې، یوولسمې، دیارلسمې، پنځلسمې او شپاړلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وژنو، د وسایطو غلا کولو، د غیر قانوني وسلو د لېږدونې، لار شکونې، د موبایل غلا، د عامه امن او نظم د اخلال، د وسلهوالو غلاوو او د نشه یي توکو د پلور په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې له نیول شویو کسانو څخه څلور میله وسلې او دوه عرادې لېږدوونکې واسطې هم ترلاسه شوي دي.
تیره ورځ هم کابل کې څلور بیلابیلې سیمو کې چاودنو ۱۱کسانو ته مرګ ژوبله اړولي وه دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار په دې وروستیو کې یو ځل بیا د جنايي پېښو، مقناطیسي ماین چاودنو او هدفي وژنو زور اخیستی.
وروستي