ملي امنیت په کابل کې 'پیریانو پر ځاله'  عملیات کړي د چین وګړو لس کسیزه خطرناکه ډله یې نیولي

روهي ( یوه نۍ/  ۷ د مرغومي)،
ملي امنيت ’د پېريانو پر ځاله‘ عمليات کړي؛ په افغانستان کې د پاکستان او چين د ګډو جاسوسانو خونړۍ شبکه نيول شوې د افغانستان ملي امنيت د کابل په دوو سيمو کې دا ځل "د پېريانو پر ځالو" عمليات کړي او څو تنه چينايي جاسوسان يې ژوندي نيولي دي.
 

دموضوع دحساسیت په خاطر یوه نظامي کارپوه د نوم نه ښودنې په شرط  ویلي چې  دا عمليات ځکه تر نورو ځانګړي دي چې پکې افغان استخبارات د يوې داسې جاسوسي شبکې ريښو ته رسېدلي چې سرچينه يې له چينه اخيستې، پاکستان او د هغه هېواد استخباراتو ورسره ګوتې پټې کړې او معامله يې له حقاني شبکې سره کړې ده.

 
تیره ورځ د کابل لویدیځ خیرخانې سیمه، ۵۰۰ فامیلۍ او همدا شان د نوي پروژې سیمې د افغان ملي امنیتي ځواکونو له لوري سختې کلا بند شوې وي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې غبرګونونه راپارولي وو. مدني فعال قیس لیکلي وو " له کوره راووتم تر څو وچه ډوډۍ واخلم خو بیرته کور ته دتګ اجازه نه راکول کیده."
 
په ورته مهال ډیری نورو دولتي کسانو ټولیزه میډیا کې لیکلي وو" امنیتي ځواکونو ته مو د هویت کارتونه وښودل خو په هیڅ صورت نه له کوره بهر او نه هم کور ته د داخلیدو اجازه راکول کیده.

خو نن چې دیادو چینایي خطرناکې ډلې پر وړاندې عملیات ترسره شوي په نیول کیدو یې خوښي ښايي".
 
ځينې شنونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د چينايي جاسوسانو دغه شبکه چې خورا پرمختللې او پېچلې جوړه وه، له حقاني شبکې سره پر دې جوړه وه چې دغه شبکه به د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې ايغور او نور د چين ضد جنګيالي ورته وژني او دوی به په کابل کې ترورونه، تښتونې او وژنې ورته کوي خو د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو تر اوسه د یادې ډلې په اړه کوم اسناد نه دي شریک کړي چې دوي د کابل په کومو سیمو کې هدفي وژنې ترسره کړي.
 
د کابل په ګډون یو شمیر ولایتونو کې د مدني فعالانو، خبریالانو او سیاسي مطرحو کسان د وسله والو کسانو له لوري هدف وګرځیدل چې ویره او غبرګونونه له ځان سره لري، ولسمشرۍ ماڼۍ تیره ورځ د ورستیو تروریستي او هدفي پیښو ترسره کوونکو ته د سختې سزا ورکونې امر امنیتي ځواکونو ته کړی.
 
څو ورځې وړاندې د افغانستان ملي امنيت د کابل په څلورمه کارته سيمه کې پر عسکري بلاکونو ناببره عمليات کړي دي. 
 
په سوشیل میډیا فیسبوک کې له چین هیواد څخه د چین غوټۍ په نوم یوه خبریاله هم د افغانستان رسمي پښتو ژبه باندې خبرې کوي او په ژوندۍ بڼه د چین بیلابیلې سیمې معرفي او له افغان مینوالو کله کله د افغانستان سیمو او کلتورونو په اړه مالومات غواړي چې افغانستان کې یې ډير زیات مینوال پیدا کړي وو خو اوس ځینې فعالان د چین یادې شبکې په نیول کیدو سره اندیښنه ښایي چې ګاونډي هیوادونه د بیلابیلو لارو د افغنستان په داخلي چارو کې لاس وهنه کوي او خپلې سیاسي موخو ته ځانونه رسوي.
 
د افغانستان ملي امنيت په همدې ورځ او عين  وخت د کابل پر يوه بله سيمه شېرپور کې هم د همدې شبکې پر ضد عمليات کوي او هلته د شا هونګ په نامه ښځه له کټ مټ همداسې وسلو او چاودېدونکيو توکو سره نیولي.
 
په همدې ورځ او همدي وخت د کابل په يوه بله کې سيمه کې هم عمليات کېږي او هلته د چینایي جاسوسې شبکې  اته تنه نیول شوي.

  سرچينه  وايي، لي يانګ‌يانګ او شا هونګ دواړه په افغانستان کې د چينايي جاسوسانو د شبکې سرلاري او د ملا تېر بلل کېدل چې له حقاني شبکې سره يې هم د پاکستان د څارګرې ادارې ای‌ايس‌ای په منځګړتوب ګوتې پټې کړې وې. 

 دسرچینې په خبره  ملي امنيت ولسمشر ته د دغو عملياتو راپور ورکړی او هغه د ولسمشر لومړي مرستيال او د ملي امنيت پخواني رييس امر الله صالح ته دنده سپارلې چې له نيول شويو جاسوسانو پوښتنې ګروېږنې وکړي.