غني: د وروستیو تروریستي بریدونو عاملین به په سخته سزا رسوي

روهي ( نۍ/  6 د مرغومي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني اړوند ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د وروستیو تروریستي بریدونو عاملین د پیدا او په سزا یې ورسوي.

ارګ په خپاره کړل شوي اعلامیه کې  وايي، چې غني دفاعي ارګانونو ته د ملکي وګړو او په ځانګړي ډول دهیواد د سیاسي، مدني ،ټولنیزو فعالانو او خبریالان چې په دې وروستیو کې د تروریستي بریدونو موخه ګرځېدلي دي د لا ښه امنیت د تامین جدي لارښوونه وکړه او اړونده مسولینو ته یې دستور ورکړی چې د فرشتې کوهستانۍ د برید په ګډون د ټولو وروستیو بریدونو عاملین پیدا او په سخته سزا د ورسول شي.
 

نن شنبه د پلازمېنې کابل د څلورو مختلفو امنیتي حوزو له اړوندو سیمو د مقناطیسي ماینونو د چاودنو راپورونه ترلاسه شوي دي.
 
عامې روغتیا وزارت ويلي په دغو چاودنو کې څلور کسان وژل شوي او په همدې شمېر ټپیان دي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و "طالبانو د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې د ۳۵ ځانمرګو بریدونو او ۵۰۷ ماین چاودنو په وسیله زموږ ۴۸۷ تنه ملکي هېوادوال شهیدان کړي او ۱۰۴۹ تنه نور یې ټپيان کړي دي".
 
خو په ورته مهال تیره یوه میاشت کابل کې ۲۵۹ دولتي او غیر دولتي کسان وژل شوي.
 
د کابل په ګډون وروستیو هدفي وژنو هم خلک سخت اندیښمن کړي.
 
د دغو بریدونو مسوولیت تر ډېره څوک پر غاړه نه اخلي خو حکومت یې پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبان او نورې وسله والې ډلې د ځینو بریدونو مسولیت پر غاړه نه اخلي.