د یما سیاووش مرګ تر شاه پټې کیسې څه دي؟

روهي ( پنځه نۍ/  ۴ د مرغومي)،  د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یما سیاوش د پلار محمد داوود سیاوش لیک چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ټولنې یوناما ته هم لېږل شوی دی راغلي دي، د افغانستان حکومت نه دا چې د سیاوش مړینې ته هیڅ پاملرنه ونه کړي بلکې امرالله صالح د داوود سیاوش دوسیه په رسنیو کې د یو جنجال په توګه وکاروله.
 
داوود وایي چې زما کورنۍ یوازې د دوه سندونو د څېړنې غوښتنه لري، نه منل کېږي.
هغوی وایي: د بانک موټر په داسې پارکېنګ کې درېږي چې د CCTV کمرو تر څار لاندې دي؛ مونږ غواړو د حادثې نه یوه ورځ مخکې د دې کمرو فلم وګورو. دویم دا چې، د بانک ټول موټر GPS لري، د موټر ټوله ګرځېدا په سیستم کې ثبت ده؛ غواړو پوه شو چې دا موټر کومو کومو ځایونو ته تللی دی؟ مګر دا اسناد مونږ ته نه راکول کېږي.
 
په دې لیک کې راغلي، ولسمشرغني او د افغانستان بانک رییس اجمل احمدي نه غواړي چې د یما سیاوش قاتلین ونیسي او خلکو ته یې ښکاره کړي.

امرالله صالح بیا د تیرو ۴۶ ورځو امنیتي کمرو ویډیو سپارښتنه کړي وه چې و دلیدل شي خو پایله او مجرمین ورک دي.
 
نوموړي په دې لیک کې لیکلي، هغه موټر چې یما سیاوش یې بانک ته پکې رسولو (جي پي اس) یې هم درلود کله چې د پنجشنبې په ورځ یما سیاوش په دې موټر کې تر کوره ورسېد دغه موټر باید بېرته د بانک په پارکینګ کې درېدلی وي چې جمعه هم تېره شوه د شنبې په ورځ بېرته همدا موټر د یما سیاوش لېږدولو ته ورځي او په لاره کې چاودنه کوي چې د یما سیاوش په ګډون د دوو نورو کسانو ژوند هم اخلي.
 
هغه په دې لیک د یما پلار پوښتنه کړې چې ولې امنیتي چارواکي (جي پي اس) نه ګوري چې دغه موټر مخکې تر دې چې بانک ته لاړ شي چېرته تللی دی او دا ماین په کومه ساحه کې ځای پر ځای شوی دی؟
 
هغه غوښتنه کړي چې حکومت د ورته امکانات برابر کړي ترڅو وکولای شي په ازاده او امنه فضا کې د خپل زوی د قاتل پیدا کولو لپاره غږ پورته کړي.
 
یما سیاوش پخوا د طلوع نړیوال تلویزیون خبریال او وروسته په افغانستان بانک کې سلاکار په توګه دنده ترسره کوله چې د عقرب میاشتې په ۱۷مه نېټه له خپلو دوو همکارانو سره په یو چسپکي ماین چاودنه مکرویانو کې ووژل شو، د نوموړي د مړینې مسوولیت تراوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې یا شخص په غاړه نه دی اخیستی.
 
د یما سیاوش وژلو ته په کور د ننه او بهر غبرګونونه او د خواشیني پیغامونه خپاره شول.

محمد اشرف غني وویل د دا ډول ترهګریزو بریدونو ډېرېدل به "زموږ د پرمختګونو او لاسته راوړنو مخه ونه نیسي."
 
کابل کې دې وروستیو کې د هدفي بریدونو، چاودنو او چسپکي ماینونو پېښې ډېرې شوې دي.
 
کابل کې د هالنډ سفارت ویلي افغانستان کې د مدني ټولنې غړو  ترڅنګ هیواد کې پر خبریالانو  وروستیو بریدونه اندیښمن ښایي.
 
د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني هم د فیفا اجرایوي مشریوسف رشید وژل کېدو ته په اشاره له ولسمشر غني غوښتي چې د کابل د امنیتي چارواکو په اړه له سره بیا غور وکړي.
 
نوموړي ویلي: "په کابل ښار کې د نا امنیو وضعیت او هدفي وژنې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي، دغه ډول بریدونو خلکو رواني حالت هيلې او ارمانونه یې زیانمن کړي دي، د هغوی اندېښنې او وېره یې زیاته کړې ده، له ښاغلي ولسمشر نه غواړو چې د کابل د امنیتي مسئولینو په اړه له سره بیا کتنه وکړي، تجربه لرونکي او ژمن خلک په دندو وګماري".