
نوراحمد عايل
د ټايوان هېواد په يوه طبي کالج کې د طب پوهنځي زده کړيال(محصلين) ژوندي په تابوت کې خښېږي، تر څو له دې لارې دوى د ژوند په ارزښت تر پخوا ډېر پوه شي او شکرگذاره واوسي.
د (رنده) طبي کالج زده کړيال(محصلين) دا عجيبه او حيرانونکي درسونه زده کوي او د دوى استادان او روزونکي په دې باور دي ،چې په زده کړيالو(محصلينو) کې بايد د مرگ په اړه دمتوجه کېدلو احساس پياوړى کړو، اودا د راتلونکي ډاکټران لاښه تنبې کړو، چې د ناروغانو د ژغورنې لپاره هېڅ راز مرسته ونه سپموي.
دا زده کړيال په لومړيو کې خپل وصيت نامه ليکي، بيا د مړو ځانگړى کفن په تن کوي او تابوت کې دننه ننوځي اوپه تابوت کې د واښو او پخو لاندې د څو دقيقو لپاره خښېږي.