
نوراحمد عايل
نن سبا د فيس بوک کآرونکو په مجلسونو کې ترټولو داغ خبره داده چې: فيس بوک د ايميل اسانتيا رامنځ ته کوي، او له دې سره د فيس بوک هر غړى کولاى شي د فيس بوک له پاڼې څخه ايميل وکړي.
فيس بوک له ٥٠٠ ميليونه څخه د ډېرو گډونوالو په لرلو سره د نړۍ درېيم ستر هېواد دى. په دې ورځو کې به د ايميل په رامنځ ته کولو سره په نړۍ کې په تر ټولو ستر ايميل ورکوونکي شرکت بدل شي. په رښتيا سره که په فيس بوک کې د برېښناليک اسانتيا رامنځ ته شي نو په نړۍ کې به د ايميل کولو تر ټولو په ستر سروېس بدل شي ، چې له ياهو ،جيمېل ، هاټ مېل، او نورو... څخه به په ځلونو،ځلونو مخکې شي.
تر اوسه د فيس بوک ايميل نه دى جوړ شوى خو پرانيسته يې د ٢٠١٠ م زېږدي کال د نوامبر په ١٥مه نېټه شوې. خودم گړۍ کولاى شئ، د فيس بوک د برېښناليک په سروېس کې نوم ثبت کړئ، تر څو لومړني کسان واوسئ چې د فيس بوک ايميل کاروئ
١_ : ددې کار لپاره لومړى دا ځاى کېکاږئ
٢_ : د فيس بوک خپل اکاونټ ته ننوځئ!
اکاونټ ته چې ننوتئ لاندې په ښي لاس کې به په شنه رنگ Request an Invitation کليک کړئ ،چې کليک مو کړ نو ثبت نام مو وکړ اوپه همدې شنه ځاى به وليکل شي:
You will receive an invite soon
له دې وروسته په خپل ايمېل کې د فيس بوک له خوا د برېښليک په تمه اوسئ؛ چې ايميل پکې رآمنځ ته شو نو د فيس بوک لومړني کارونکي به تاسې ياست چې خبر درکول کېږي آو د فيس بوک برېښناليک جوړوئ!