تېر کال له دې وخت څخه د مخه مې په همدې لارچې د څلور لارې څخه د خپل کلي پر لور را ګرځېدم پنځه وې ، دوه ورځې وروسته څلور شوې ، سږ کال په همدې وخت دوه شوې ،خبره مې د توتو د ونو کوله ، چې د ویالې په غاړه په اوږده لیکه کې د لارې څنګ ته د ښه راغلاست په دود ولاړې وې ،تر دې اندازې هسکې وې ؛ چې هغه د چا خبره چې په کتو به یې خولۍ له سر لوېدله ، د پسرلي له پیله به پاڼې او هیلې یوځای غوړېدلې ، د هسکو ښاخونو په کږلېچونو کې به مرغانو د خپل ژوند د پایښت په موخه مینارونه رغول ، چې دا به یې له نازکو خلیو سره اوبدل او نښلول ، پنځېدنه به د ماشومانو د ډېرښت لامل کېدله ،خېټې یې مړېدلې ، ځغاستل ، الوتل ، غورځېدل او چغېدل یې زده کول ،په نورو ښاخونو کې همدا حال و اوټولو په ګډه دلته د ژوند الفبا لوستې او کلی یې منځ ته راوړی و.
اوس نو پاڼو پوره خپله بڼه بشپړه کړې وه ، ورځو به اوږدوالی درلود ،لمر به تودوالی کړی و ،ترې لاندې به دېره به هم په ټغرو او لمڅیو ښکلې شوې وه ، څنګ ته به یې لوی مټ او خاورین جام د اوبو څښلو لپاره ايښي وو،شپانه به هم په غرمه کې ورته ډډه وهله ،شپېلۍ یې غږوله ،تر هغه به هرڅه غوږ غوږ وو، چې د نوموړي سترګې به ورغلې نه وې ، د اخترونو په ورځو کې به ځوانانو د همدې ونو په ښاخونو کې د زانګو ټال وهل ،عمرخوړلیو به څار اوشننې درلودې ،د خوښيوپه ورځو کې د اتڼ لپاره هم ترې لاندې تابیا کېدله ، ماشومانو لوبځی خو پرته له کوم ځانګړي مناسبت څخه مخکې له وخت او وروسته له وخت څخه دایم و او د کډو چارو او کلیوالو بنسټونو د رغونې لپاره پورته شوي غږ ته به ځواب همدې ځای ته رسول و.
هرڅه سم و؛ د ژوند د رنګینې پاڼې لا خزان وهلې نه وې ،د مینې دردمن زړه په همدې لار پېښه وکړه ، مجنون چې هر څومره خواږه د دې طبیعت له لمنې وڅکل ؛ هغو خوږو ته یې ځان رسولی نشوی کوم چې نوموړي لیدلي ،اورېدلي ، لمس کړي او خوړلي وو، هغه څه ته یې چې دمه ورکولی شوای نه وو ، پر دغه ښکلا یې سترګې نه مړېدې چې سیوری لري ، دمه ځای لري ، خواږه هم درته ډالۍ کوي او سربېره پردې یې هم نو ښېرا وکړه :
توره توته مات د شه شاخونه
زه درختی نشم لیلا په کې جوړ کړي دي ځایونه
وروستي