طالبان ولې په کور دننه د سولې خبرې نه کوي؛ صالح وایي چې دوه لاملونه یې تر شا دي 

روهي (پنځه نۍ/۲۷ د لېندۍ)، ولسمشر محمد اشرف غني، د جمهوري رياست لومړی مرستيال امرالله صالح، د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب او د حکومت يو شمېر نور لوړپوړي چارواکي نن سویلي کندهار ولايت ته تللي وو. 

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح کندهار کې په خپلې وينا کې پر طالبانو غږ وکړ چې د بهرنيو هېوادونو پر ځای دې په کور  دننه د سولې خبرې تر سره کړي. 

امرالله صالح د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي، دا چې طالبان په افغانستان کې د سولې خبرې نه کوي؛ تر شا یې دوه لاملونه شتون لري. د نوموړي په وينا چې يو دا چې د طالبانو لاسونه د افغانستان د خلکو پر وينو ککړ دي او بل یې دا چې که چېرې دوی په افغانستان کې د سولې خبرې پيل کړي بيا نه شي کولی، چې له خپلو بهرنيو ملاتړو سره سلا - مشورې وکړي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال د کندهار خرقه شريفه، غزني، بغلان او د هېواد يو شمېر نورې سيمې طالبانو ته د بين الافغاني خبرو لپاره وړانديز کړې دي. 

له امرالله صالح وړاندې د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب، په خپله ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر طالبانو غږ کړی وو، چې د سولې خبرو دويم پړاو دې افغانستان کې تر سره کړي. 

له بلې خوا د طالبانو وياند ډاکټر نعيم د دغه پوښتنې په ځواب کې چې ويلي طالبان په افغانستان کې د سولې خبرې نه کوي، رسنيو ته ويلي دي چې افغان ولس ته سوله سپيڅلي ده او دا چې د دوی مخالف لوری په افغانستان کې د سولې خبرو په تر سره کولو ټېنګار کوي، د سولې پر وړاندې د خنډونو جوړلو او بهانې کول دي. 

ډاکټر نعيم ويلي چې د دوی او د حکومت د سولې مرکچي پلاوو په دې سلا کړې چې د سولې خبرې به دوحه کې تر سره کيږي. د نوموړي په وينا چې افغانستان کې بهرني ځواکونه شتون لري او دا په دې مانا نه شي کېدلی چې افغانستان کې د سولې خبرې به د بهرنيانو له لاس وهنو خالي وي. 

طالب وياند ټېنګار کړی چې سولې ته رسېدلی د ولس هيله ده؛ دلته او يا هلته تر سره کول یې د هغه چا غوښتنه ده چې د سولې پر وړاندې بهانې راپورته کوي.