د سولې بهیر او د صالح کارونه

امرالله صالح د افغانستان د پنجشېر ولایت اوسیدونکی دی، په یو وخت کې د شمال اتحاد د پخواني وژل شوي پوځي مشر ښاغلي احمدشاه مسعود تر څنګ و، خو کله چې نوموړی ووژل شو نو د امریکایانو سره یې تازه اړیکې پیدا کړې، د احمدشاه مسعود د وژنې په اړه هم پر امرالله صالح شکونه موجود دي کوم چې تر اوسه پورې سم روښانه شوي نه دي، داسې ښکاري چې د احمدشاه مسعود د وژنې د مدعیانو په اړه هیڅ څیړنه نه ده شوې، ځکه د ده له مرګ وروسته دده وروڼه او فامیل د امریکا په ډالرو او شتمنیو کې دومره غرق شول چې نور یې احمدشاه مسعود په خوب کې هم نه لیده، یو وخت کې د احمدشاه مسعود یوازیني زوی احمد مسعود د دې پوښتنې په ځواب کې چې " د ستا پلار احمدشاه مسعود په وژنه کې د چا لاس کیدای شي؟" په شف شف ځواب ورکړ او زیاته یې کړه چې دا پوښتنه باید د زما پلار له نږدې ملګرو وشي او هغوی باید ځواب درکړي.

احمدشاه مسعود که څه متعصب تاجک او د افغانستان د اکثریت قوم پښتنو سره په سخت تقابل کې و او په زرګونو افغان پښتانه یې تر خاورو لاندې کړي دي، خو بیا هم ده یو ډول عالي او سرکشه احساس لره هغه دا چې ده غوښتل چې په هر صورت باید افغانستان د پردیو د پوځونو اډه نه شي، داسې فکر کیږي چې د احمدشاه مسعود په مرګ کې امریکا او د مسعود ډېرو نږدې کسانو لاس لره، ځکه خو د مسعود له مرګ دوه ورځې وروسته د نیویارک او واشنګټن وژونکې پېښې را منځ ته شوې او ورپسې په افغانستان د امریکا هوایي حملې پیل شوې دا په دې چې د طالبانو د نظام له سکوت وروسته په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د پاتې کیدو لپاره خنډ پیدا نه شي. والله اعلم.

امرالله صالح چې کله د امریکا په زور کابل ته را ننوت، بیا صالح د افغانستان د ملي امنیت د عمومي رییس په توګه وټاکل شو، نو ده هم په پښتنو پسې را واخیسته، هغه پښتانه سیاستوال چې په دولت کې به یې د پښتنو د روا حقوقو لپاره غږ کاوه ده به د طالبانو او القاعده نوم پرې کیښوده چې په دې توګه سره یې ډېرې کاکرۍ د امریکایانو په زور ماتې کړي دي.

امرالله صالح د جهاد په وختونو کې کوم موثر شخص نه و او اوس هم د ده کړنې د افغاني او جهادي ارزښتونو سره په ټکر کې دي، د طالبانو هغه مشران او غړي چې افغان دولت ته به تسلیم شول او امریکایانو به هم برائت ورکړ نو ده به د خپل ضد او تعصب له مخې بېرته امریکایانو ته په ګوته کول چې تر څو د یو څو ډالرو په مقابل کې هغه افغانان چې عادي ژوند به یې کاوه او هیڅ د موقف غوښتنه به یې هم نه کوله، امریکایانو به د صالح په خوله وژل او یا نیول، چې په دې سره امریکایان هم د لویې سهوې مرتکب شول، دا د امریکایانو لپاره چې ځانونه د دې نړۍ ستر هوښیاران هم ګڼي د بدبختۍ وروستۍ حد و چې د صالح په شان یو سړی چې خپله پنجشیریانو هم پرې باور نه کاوه، امریکایان او ناټو یې غلط کړل او د یو ستر قوم پښتنو سره، چې د تورې او همت زور یې ټولې دنیا ته معلوم و، وجنګول، صالح د پښتانو په شهامت پوهیده چې دی یې په خپله مقابله نه شي کولی، نو ځکه یې امریکا او ناټو ته لاس وغځوه ځکه ده فکر کاوه چې دغه جنګیالی قوم بغیر د امریکا له قوته په بل قوت نه ماتیږي، امریکایانو د پښتنو سره په جګړه کې بغیر د خپل ځان له ماتې هیڅ تر لاسه نه کړل او اوس دې نتیجې ته ورسیدل چې اوږده جنګونه په وسلو او پیسو نه ګټل کیږي، بلکې لوی جنګونه په غیرت، عقیده او په همت ګټل کیږي؛ د امریکایانو په مقابل کې جنګ نږدې ۹۰ فیصده د پښتنو په مټ روان دی، پښتانه متعصب نه دي، ډېره مینه لري، خو لکه څرنګه چې پښتانه ډېر محبت لري، نو په مقابل کې بیا ډېره کرکه او غوسه هم لري، دا داسې غوسه هم نه ده چې دوی د خپله په ځمکه را وپرځوي، بلکې د دې قهر او غوسې مخه یې بیا په اتومي بم، جیټ طیارو، ټانګونو، توپونو، توغندیو او په عصري او لیزري وسلو هم نه نیول کبږي.

امرالله صالح په اوسمهال کې د جمهوررییس محمد اشرف غني لومړی مرستیال دی کوم چې د طالبانو پر ضد یې ځان ته غوره کړ، خو اشرف غني په دې سره د افغانستان را تلونکي کې ځان تت ښکاره کوي، غني چې زیات خلک یې متعصب پښتون بولي، د متعصب تاجک امرالله صالح او متعصب هزاره سرور دانش سره یو ځای شو، تر څو طالبانو ته خپل د سولې ضد نیت وښیي، اشرف غني داسې فکر کوي چې دی به طالب دې ته په دې سره اماده کړي تر څو په دې سرچپه سیاست سره د افغانستان په راتلونکي کې خپل ځان او ټیم ته ځای پیدا کړي.

په اوس مهال کې په ځینو ملکي سیمو بریدونه لکه د کابل پوهنتون برید، د کابل پر ښار دوه ځلې توغندیز بریدونه هغه څه دي چې ټولو افغانانو ته یې د امرالله صالح په اړه پوښتنې پیدا کړي دی، آن ځینې خلک په دې مطمئن دي چې دا حملې د صالح په همغږۍ تر سره شوي دي، دا ځکه چې دا ډول حملې هغه وخت شروع شوې، کله چې صالح د غني له خوا د کابل ښار د امنیت د مسئول په توګه وګمارل شو، کله چې په کابل پوهنتون برید وشو نو پړه یې داعش په غاړه واخیسته خو صالح د دغو حملو پړه پر حقاني شبکې چې د افغان طالبانو تر ټولو سر سخته جنګي شبکه ده ور واچوله، طالبانو دا برید وغانده او د حقانیانو لاس لرل یې په کې رد کړل، صالح د خپلې دعوې لپاره مستند اسناد وړاندې نه کړل او نه یې هم د نوموړې پېښې په اړه کوم قانع کوونکي معلومات وړاندې کړل، تر دې چې په دغه برید کې مړه شوي او نیول شوي بریدګر کسان تري تم ورک شول، داسې ویل کیږي چې دا ډول حملې د ځینو کړیو له خوا چې د داعش سره لاس لري تر سره کیږي او بیا یې ملامتي په طالب ور اچول کیږي، تر څو په قطر کې د سولې مذاکرات له خنډ او ځنډ سره مخ شي او نړیوالو ته د طالب ظلم او د خپل ځان حقانیت وړاندې کړي.

طالبان له داعش سره اړیکه ردوي، دوی وايي داعش دوی مات کړی او افغان دولت ور سره همکاري کوي، دوی دعوه کوي چې داعشیان د افغان حکومت په هوټلونو کې ساتل کیږي او په دولت کې د داعش تر ټولو ستر قومندان امرالله صالح دی، کوم چې د وروستیو خونړیو بریدونو مسئولیت هم د صالح په غاړه دی، په کابل ښار باندې وروستیو حملو مسئولیت هم داعش په غاړه واخیست کوم چې صالح د طالبانو کار وباله، د دغو بریدونو په اړه که هر ډول څیړنې شوي وي، بیا یې هم نتیجه نه ده روښانه شوې او ملت ته واضح ځواب نه دی ورکړل شوی، امرالله صالح د اکثرو بریدونو مسئولیت د طالب په غاړه اچوي کوم چې په دې برخه کې څرګند ثبوت هم نلري، کوم موټر او دستګاوې چې په دې بریدونو کې کارول کیږي، بیا نیول کیږي، خو داسې څرګندیږي چې دا غټې دستګاوې طالبان په چریکي حملو کې نه استعمالوي او داسې ګمان کیږي چې دا دستګاوې د پخوانیو مجاهدینو دي او کیدای شي د کابل شمال خوا نه کوم چې د امرالله صالح پلرنی ټاټوبی هم هماغه طرف ته دی را وړل کیږي او بیا په کابل ښار ویشتل کیږي.

د نتېجې په توګه ویلای شو چې امرالله صالح په یو بد روحي حالت کې ګیر دی، څه ښه وايي چې پردی کټ تر نیمو شپو وي، مقصد دا چې د اصولو له مخې امریکایي عسکر له افغان خاورې ووزي او صالح یوازې په کابل کې پاتې کیږي، کوم چې دا به د صالح لپاره د نه منلو وړ یو وضعیت وي، کیدای شي د صالح لپاره په افغانستان کې د اوسیدو ځای هم پاتې نه شي، خو فقط یو څو ورځې به حال حال د ده یو څو جنګیالي د طالبانو سره نښتې وکړي او نور به د امریکایانو دا نازولي کسان د مقاومو طالبانو په مقابل کې د جنګ توان هم ونه لري، صالح د تېر حساب او کتاب څخه هم ویریږي چې د ناټو په سوټي یې بې شمېره افغانان زیروزبر کړل او اوس نو د هماغو افغانانو وار دی چې له صالح سره څه وکړي، که طالب د سولې له بهیر سره یو ځای کیږي نو ممکن صالح یې په وړاندې مقاومت ونه کړی شي دا ځکه چې د طالب او صالح په یوه هیواد کې راوستل د اور او اوبو یو ځای کیدل دي، د امریکا سیاسي مشران هم دې ته ګوري چې افغان حکومت د طالبانو سره په کوم مزي چلیږي، که چېرې افغان حکومت د قطر د موافقې په اساس مذاکرات مخکې یو نه سي نو د خبرو د سبوتاژ په صورت کې به بیا هم دوی خپل پوځیان له افغانستانه وباسي، چې دا به د غني او صالح لپاره ناوړه حالت وي او هیڅکله به وضعیت کنټرول نه کړي، طالبان د امریکایانو سره په اړیکه کې دي، تر څو امریکایان خپل ټول پوځ د می تر میاشتې پورې له افغانستانه وباسي خو که چېرته امریکایان د تړون خلاف د معین وخت نه وروسته د خپلو قواو د پاتې کیدو لپاره پلمه پیدا کړي نو حتما به د طالبانو له غبرګون سره مخ شي چې بیا به د سولې دغه فرصت ضایع شي، چې نه به بیا امریکا دا فرصت پیدا کړي او نه هم افغان حکومت او طالبان به هم بیا د سولې مېز ته را نشي، نو ښه خبره دا ده چې د سولې په برخه کې اخلاص وشي او له فریب او مکارت څخه وژغورل شي.