د طالبانو او حکومت د غوښتنو بشپړ نوملړ؛ ۲۴ په کې د طالبانو او نېږدې ۳۰ په کې د حکومت دي

روهي (څلورنۍ/۲۶ د لېندۍ)، طلوع نيوز دوحه کې د طالبلنو او افغان حکومت د سولې پلاوو ترمنځ د شفاهي غوښتنو او وړانديزونو يو نوملړ ته لاس رسی پيدا کړی دی. په دې نوملړ کې طالبانو د بحث ۲۴ او حکومت تر ۳۰ مسايل راخېستي دي. 

اسلامي نظام او د راتلونکي اسلامي نظام ډول، د اسلامي شورا جوړېدل، له اسلامي اصولو سره سهم د ښځو حقونه او د بیان آزادي د طالبانو له مهمو وړاندیزونو دي.
۱-اسلامي نظام
۲-د راتلوونکي اسلامي نظام ډول
۳-زعامت
۴-امنیتي او دفاعي سکټور
۵-اسلامي شورا
۶-اساسي قانون
۷-بهرنی سیاست
۸-د اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره د نړیوال معیار سره د پالیسیو برابرول
۹-د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا
۱۰-د افغانستان اتحاد او ملي یووالی
۱۱-ملي ګټو ته ژمنتیا
۱۲-ملي ارزښتونه
۱۳-ښوونه
۱۴-د بشر اساسي حقونه
۱۵-د کونډو او یتیمانو د کفالت تضمین
۱۶-د اسلامي اصولو او ملي دودونو په رڼا کې د ښځو حقونه
۱۷-د بندیانو ټول شرعي او اصولي حقوق
۱۸-معلولینو ته ځانګړې پاملرنه
۱۹-د ټپيانو درملنه او لېږد
۲۰-د نشه يي توکو مخنیوی
۲۱-د اسلامي اصولو په مطابقت د بیان ازادي
۲۲-د زهرجنو تبلیغاتو مخنیوی
۲۳-د اخلافي او اداري فساد له منځه وړل
۲۴-دایمي اوربند
 

د افغانستان اسلامي جمهوریت وړاندیزونه په پنځو برخو کې دي.
الف - د امنیت برخه
۱- تلپاتې او دایمي اوربند
۲-د اوربند د تطبیق د څار لپاره د میکانیزم جوړول
۳- د لویو لارې په ګډون  د ټولو لارو خوندي کول، او د باجګیرۍ او اخاذۍ مخنیوی
۴- له ګاونډیو هېوادونو  سره د تګ راتګ ناقانونه لارو ستر کول
۵- د هېواد د ملي دفاع او امنیتي ځواکونو پیاوړتیا
۶- د سیمو مُلکي کول
۷-د نشه يي توکو د کښت، پروسس او قاچاق مخنیوی
۸-له سازماني جرایمو سره مبارزه
۹-د تاریخي او اسلامي ابدو د امنیت ټينګښت
۱۰-د طبیعي سرچینو ساتنه او د هغوی له ناقانوني استفادې مخنیوی
۱۱- د برېښنا د شبکو، مواصلاتو او د افغانستان د مسلمان ملت د ملکیت په ګډون د ټولګټو تاسیساتو د امنیت خوندیتوب
۱۲-د بهرنیو جنګیالیو او ترهګریزو ډلو ایستل او د افغانستان د مسلمان ملت د وژنې د مخنیوي په پار د هغوی په وړاندې ګډه مبارزه
۱۳-د ناقانوني او په خپل سر مجازاتو درېدل
۱۴-د تګ راتګ په لارو د خلکو د درول او د قوم، جنسیت پر بنسټ د هغوی د وژلو مخنیوی
۱۵- له هېوادونو سره د اړیکو د ډول په هکله وضاحت
 
ب  د پراختیا برخه:
پراختیايي او بشري مرستې او ګډ ژوند ته د راستنېدو او یوځای کېدو لپاره د زمینې برابرول
۱- د باکیفیته او سراسري خدمتونو لکه روغتیا، پوهنې، کرنې او ژوند لپاره د زمینې برابرول
۲-د بیخ بنسټيزو پروژو د امنیت ټينګښت او د کار د رامنځته کولو زمینه
۳-د کډوالو د راستنېدو او هغوی د اوسېدو لپاره د زمینې برابرول
۴-د جګړې د قربانیانو د ټپیونو د مرحم او د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د رسېدو لپاره ګډ پروګرام
۵-د افغانستان د مسلمانو خلکو د پانګونو ساتنه او د هېواد د اقتصادي ځانبساینې لپاره هڅې

ج - د سياست برخه:
۱- په سیاسي برخه کې د اسلامي ارزښتونو او ولسواکۍ له مخې د هېواد په تړاو د ګډ لید لوري پرجوړېدو،
۲-د سیاسي مشارکت لپاره د لارې نقشه
۳- د سولې د هوکړه لیک د تطبیق لپاره نړیوال ضمانتونه
۴-د هېوادوالو حقون او قانوني آزادۍ او د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو ساتل
۵-د ملي بنسټونو پياوړتیا
۶-په ټولنه کط له هر ډول فساد سره مبارزه او د ښې حکومتوالۍ لپاره د زمینې رامنځته کول
۷-د افغانستان د نړیوالو ژمنو ساتل او د نړیوالو میثاقونو رعایت کول

د - د میکانزمونو برخه:
اړینه ده د هرې برخې د تطبیق لپاره د هغه پر عملي میکانیزم بحث وشي، لکه د اوربند پر میکانیزم څارنه